بایډن: له روسیې سره د اوکرایین د برخې یوځای کول به 'هېڅکله' په رسمیت ونه پېژنو

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له روسیې سره د اوکرایین د څلورو سیمو یوځای کولو مراسمو ته چمتووالی نیسي، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویليو امریکا به "هېڅکله" په اوکرایین کې له روسیې سره د ځینو سیمو یوځای کول په رسمیت ونه پېژني.
کرملین وايي، لوهانسک، دونیڅک، زپوریژیا او خېرسون له روسیې سره د یوځای کېدو ټولپوښتنه کې د مسکو په ګټه رایې ورکړې.
خو اوکرایین او نور لوېدیځ هېوادونه دا ټولپوښتنه ردوي او دا "تش په نامه ټولپوښتنه" بولي.
امریکا ښايي ژر له روسیې سره د دغو سیمو د یوځای کېدو له کبله پر روسیه نوي بندیزونه ولګوي.
بایډن وویل: " غواړم لا نور په ډاګه ووایم چې امریکا په دې اړه ښکاره دریځ لري، هېڅکله، هېڅکله او هېڅکله به له روسیې سره د اوکرایین د سیمو پر یوځای کېدل په رسمیت ونه پېژني".
د پنجشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دوه داسې فرمانونه لاسلیک کړل چې له مخې یې زپوریژیا او خېرسون خپلواکې سیمې اعلان شوې چې دې کار له روسیې سره د دغو سیمو د یوځای کېدو لپاره لاره هواره کړې ده.
د روسیې رسمي خبري رسنیو ځینې اسناد خپاره کړي چې وايي، د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک له مخې دا سیمې خپلواکې پېژندل شوې دي.
خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، د زور له لارې له یوه دولت سره د یوې سیمې یوځای کول د ملګرو ملتونو له میثاق او نړیوال قانون سرغړونه ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم له پوتین سره د هغه د پلان په اړه مخالفت ښودلی.
د اوکرایین جګړه؛ زپوریژیا کې د بشري مرستو پر کاروان برید ګڼ کسان وژلي

اوکراییني چارواکي وايي، د دغه هېواد په سوېل کې د بشري مرستو پر کاروان د د روسیې په یوه توغندیز برید کې لږ تر لږه ۲۳ خلک وژل شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي، په زاپرویژیا ښار کې د ګاډو یوه کاروان ته څېرمه برید یوه کنده جوړه کړې ده چې د ګاډو ښیښې یې ماتې کړې دي.
بي بي سي په سیمه کې د ګڼو کسانو مړي لیدلي، چې ښکاري د ولسي وګړو به وي. بکسونه او جامې شاوخوا پرتې دي.
سیمه ییزو چارواکو د جمعې ورځې د دې برید پړه پر روسیې اچولې ده.
برید د جمعې ورځې ګهیځ وختي داسې مهال شوی، چې د روسیې له لوري نیول شویو سیمو ته خلکو د سفر چمتووالی نیوه چې له هغه ځایه خپلوان ورسره بوځي او بشري مرستې ور ورسوي.
د زپروژیا یوه سیمه ییز مشر الولکسندر ستاروخ پر خواله رسنیو لیکلي "دوښمن د سیمه ییز مرکز بهر توغندیز برید کړی" او دا برید یې د روسیې "یو بل ترهګریز" عمل بللی دی.

د عکس سرچینه، Ivan Fedorov/Telegram
دا برید داسې مهال شوی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مسکو کې هغو مراسمو ته چمتووالی نیسي چې په پام کې ده د اوکرایین دونېڅک، لوهانسک او خېرسون په ګډون له روسیې سره د زپوریژیا د یوځای کولو اعلان وکړي.
مخکې روسیې د اوکرایین په دوو ختیځو او سوېلي سیمو کې ټولپوښتنه پیل کړې وه چې اوکرایین او لوېدیځ دا له شرم ډکه ټولپوښتنه بللې وه.
روسیې د تېرې فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرایین برید پیل کړ او مسکو اوس د زپوریژیا سیمې ډېرې برخې په واک کې لري. روسیه هلته د اروپا تر ټولو لویه اتومي بټۍ هم نیولې ده.
د روسیې رسمي خبري رسنیو ویلي، د زپوریژیا برید په تړاو د سیمې لپاره د مسکو ګومارل شوي سیمه ییز چارواکي ولادیمیر روجوف د برید پړه پر "اوکراییني وسله والو" اچولې ده.










