روسیه په رسمي ډول د اوکرایین د څلورو سیمو د خپلولو اعلان کوي

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له ټولپوښتنې وروسته د جمعې پر ورځ د اوکرایین د څلورو سیمو د ضمیمه کولو رسمي لاسلیک مراسم ترسره کوي.
په ختیځ برخه لوهانسک او دونیڅک او سویل کې زاپورژیا او خرسون کې دغه "تش په نامه" ټولپوښتنه پیل شوې وه.
دا مراسم د دغو څلورو سیمو په اړه له ټولپوښتنې وروسته کېږي چې د اوکرایین او لویدیځ له خوا غندل شوې وه.
د روسیې ملاتړو چارواکو له مخکې ادعا کړې وه چې ټولو خلکو د دغې پنځه ورځینۍ ټولپوښتنې ملاتړ ترلاسه کړی.
تمه ده چې د روسیې ولسمشر به د خپل هېواد پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړي.
د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي:" سبا ۳ بجې به د کرملین ماڼۍ په سینټ جورج هال کې روسیې سره د دغو سیمو د ضمیمه کېدو د لاسلیک رسمي مراسم ترسره شي."
د روسیې له لورې د دغو سیمو د ضمیمه کولو لپاره د پیل شوې ټولپوښتنې هېڅ ډول خپلواکه څارنه نه ده شوې، رپوټونه شته چې ویل کېږي د ټاکنو اړوند مسولین له وسلو سره کور په کور ننوتل او خلک یې رایې اچولو ته اړ کول.
امریکا او اروپايي ټولنې د ټولپوښتنې له امله پر روسیې د بندیزونو لګولو ګواښ کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایروک د پنجشنبې پر ورځ ویلي و چې د اوکرایین له اشغال شویو سیمو کې خلک له کورونو او کار ځایونو د وسلي په زور ایستل شوي دي.
نوموړې همدا راز ویلي:" دا د ازادو او عادلانه ټاکنو خلاف کار دی. او دا د سولې خلاف کار دی."
روسیې دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې وسله وال کسان یې د امنیتي خوندیتوب لپاره وو.
یوې ښځې بي بي سي ته ویلي:" تاسو باید په خولې ځواب ورکړئ، امنیتي کسان یې بیا پر پاڼي لیکي او خوندي کوي یې."
روسیه د دغو ضمیمه شویو سیمو یوه هم په بشپړ ډول نه کنټرولوي، سره له دې چې د لوهانسک ډېره برخه د روسیې په لاس کې ده. او د دونیڅک پر ۶۰ سلنې واک لري.
اوکرایین او لوېدیځوالو متحدینو یې دا ټولپوښتنه جعلي بللی او په وینا یې سناریو یې د کرملین له لوري چمتو شوې ده.
که روسیه دا څلور سیمې په خپله خاوره پورې وتړي، اوکرایین جګړه به ورسره یوه نوي او خطرناک پړاو ته ورسېږي، ځکه روسیه به د دې سیمو بېرته اخیستو هره څه پر خپله خاوره د برید په معنا بولي.










