زلینسکي: اوکرایین به تسلیم شویو روسي پوځیانو سره ښه چلند کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زلینسکي ویلي، هغو روسي پوځیانو سره به مدني چلند وکړي چې اوکرایین ته تسلیميږي.
ښاغلي زلینسکي د شپې ناوخته په خپله وینا کې له روسانو وغوښتل یا وتښتي او یا له یو مخ تسلیم شي.
نوموړی دا خبره وروسته له هغې کوي چې روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تازه قانون لاسلیک کړی چې له مخې یې هغو روسي پوځيانو سزا دوه برابره ټاکلې چې یا له مقرراتو سرغړونه کوي.
د دغه نوې قانون له مخې به دغه روسان په ۱۰کاله بند محکومېږي.
د روسیې د بشري حقونو سازمان رپوټ ورکړی چې د شنبې پر ورځ ۷۰۰ کسان نیول شوي داسې حال کې چې له ۱۰۰ زیات کسان بیا د اوونۍ پیل کې نیول شوي و.
زلینسکي په روسي ژبه خبرې کولې او له روسیې یې وغوښتل چې اوکرایین ته تسلیم شي که نه نو له جګړې وروسته به د جنګي مجرم په توګه محاکمه شي.
ښاغلي زلینسکي ويلي"اوکرایین به له فراري او تسلیم شویو روسانو سره د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې چلند وکړی او که څوک یې له پایلو وېره لري نو هېڅوګ به روسیې ته و نه سپاري."
هغه زیاته کړې:" د دې پر ځای چې زمونږ د وسلو په بریدونو کې ووژل شي، اوکرایین ته تسلېمېدل درته غوره دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ورته وخت کې د اوکرایین په څلور سیمو لوهانڅک، دونیڅک، خرسون او زاپورژیا کې له روسې سره د یوځای کېدو په اړه ټولپوښتنه روانه ده.
اوکرایین او لویدیځ دغه رایې د ډیموکراسۍ خلاف بللې دي او داسې رپوټونه ورکړل شوي چې د روسي پوځیانو له خوا د رایې ورکولو لپاره ځايي خلک ډارول کېږي.
دغه رایې به روسیې لپاره لاره هواره کړي چې یادې څلور سیمې ضمیمه کړي.
د ښاغلي پوتین لوړ پوړي ډیپلوماټ سرګي لاوروف ویلي، هره سیمه چې روسیې سره د یو ځای کېدو لپاره رایه ورکوي د روسیې له بشپړ ملاتړ به برخمن وي او د روسیې ټولو قوانینو ته به ژمن وي.
داسې حال کې چې ضمیمه به په نړیواله کچه و نه پېژندل شي خو د دې لامل کېدی شي چې روسیه ادعا وکړي چې خاوره یې اوکرایین ته د لویدیځو وسلو له لارې تر برید لاندې ده او جګړه یې زیاته کړې.









