لوېدیځ د اوکرایین نیول شویو سیمو کې د ټولپوښتنې پلان وغانده

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
د اوکرایین هغو سیمو کې چې دمګړۍ د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، روسیې سره یو ځای کېدو لپاره د مسکو د بېړنۍ ټولپوښتنې پلان د لوېدیځ له توندو نیوکو سره مخامخ شوی دی.
د اوکرایین د څلورو سیمو چارواکو چې د روسیې له ملاتړه برخمن دي، د همداسې یوې ټولپوښتنې غوښتنه کړې ده.
امریکا، جرمني او فرانسې ویلي چې هېڅکله به د داسې 'جعلي' رای اچونې پایلې ونه مني.
ناټو پوځي اېتلاف بیا دا پلان د جګړې سختېدو په معنا بللی دی.
پلان داسې دی چې په دې اړه پنځو ورځو کې رای اچونه د جمعې پر ورځ د اوکرایین ختیځ کې له لوهانسک او ډوهنېڅک او سویل کې په زاپورېژیا او خېرسون سیمو کې پیل شي.
دا څلور سیمې چې رویټرز خبري اژانس وايي د هنګري هومره کېږي، د اوکرایین د خاورې ۱۵ سلنه برخه جوړوي.
د جرمني چانسلر اولاف شولز دا پلان روسیې لخوا د جعلي رای اچونې د طرحې په توګه غندلی او د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون بیا پر دیموکراسۍ ملنډې بللې دي.
ښاغلي مکرون نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومې اسمبلۍ څنډه کې خبریالانو ته ویلي "که د دونباس د ټولپوښتنې نظریه دومره خواشینوونکې نه وای، خندوونکې به وای."
هغه د اوکرایین جګړې په تړاو له بې طرفه هېوادونو هم وغوښتل چې خپل دا دریځ بدل کړي ځکه د ده په وینا چپتیا او ملتیا "تاریخي تېروتنه" ده.

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان ویلي متحد ایالتونه به هېڅکله دا رای اچونه ونه مني.
هغه دا وړ ټولپوښتنې د "حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا اصولو ته سپکاوی" بللی دی.
د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان "او اېس سي يي" هم یوه اعلامیه کې ویلي چې د اشغالګرو ځواکونو لخوا هر ډول پلان شوې ټولپوښتنه له نړیوال قانون سره ټکر کې ده او قانوني توجیه نه لري.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي بیا له دې کبله د خپلو شریکانو مننه کړې چې د روسیې پر وړاندې یې ملا ورتړلې.
د ټولپوښتنې دغه اعلان داسې مهال کېږې چې دا وروستیو کې اوکراییني ځواکونو ځوابي بریدونه ډېر کړي او په شمال ختیځ کې یو شمېر سیمې بېرته نیولې دي.
روسیې ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپووزمه ځان سره ضمیمه کړه، نړیوالې ټولنې هیڅکله دغه ضمیمه په رسمیت نه ده پېژندلې، خو له ډېرې مودې راهیسې داسې ښکاري چې روسیه غواړي په همدې ډول لا نورې سیمې هم په خپله خاوره پسې غوټه کړي.
د روسیې امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدودوف د سه شنبې پر ورځ وویل چې د دونیڅک او لوهانسک ختیځو سیمو کې چې د دونباس په نامه یادېږي دغه رای اچوونه به "تاریخي عدالت" پلي کړي او په وینا یې دا پرېکړه نه بدلېدونکې ده.
د نوموړي په ټکو:"د داساسي قانون له تعدیل وروسته، زموږ دولت، د روسیې هیڅ یو راتلونکی ولسمشر او هیڅ چارواکی به و نه توانېږي چې دا پرېکړه بېرته واخلي."

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې وروسته دونیڅک او لوهانسک کې د روسیې ملاتړي دوه بېلتون پالو چارواکو وویل د سپټمبر په ۲۳مه او ۲۷ مه به رایې واچول شي.
دا دواړه سیمې درې ورځې مخکې له دې چې روسیه له شمال، ختیځ او سویله پر اوکرایین برید وکړي ولسمشر پوتین له خوا په رسمیت وپېژندل شوې.
د خیرسون سویلې سیمه کې د روسیې ګومارل شویو چاواکو هم ویلي چې دغه ټولپوښتنه کې به برخه اخلي.
له څو میاشتو راهیسې روسي چارواکو هڅه کوله ټولپوښتنه وکړي خو د جګړې دوام د دغه کار د عملې کولو مخه نیوله، خو وروستیو کې د روسیې پر ضد د اوکرایین ځوابي عملیاتو دغه کار لا پسې سخت کړ.










