اوکرايين جکړه: زېلېنسکي د لوهانسک سيمې بېرته نيولو ژمنه کړې
د هېوادونو مشران او نړیوال سازمانونه په سویزرلنډ کې سره راټول شوي دي چې د اوکرایین د بیا رغونې پر پلانونو وغږېږي.
دا غونډه اصلا په دغه هېواد کې د اداري فساد په اړه د خبرو لپاره پلان شوې وه خو پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته یې بیا له سره وړاندیز وشو.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغه هېواد په ختیځ کې د لوهانڅک سیمې د کنترول د بېرته تر لاسه کولو ژمنه کړې دا وروسته له هغه چې روسي پوځیانو د لیسيچانسک ښار ونیو.
اوکرایین وايي، روسي پوځیانو پرله پسې بریدونه کول او د دوی دفاعي پوځ د عامو خلکو ژوند ژغورلو لپاره په شاتګ وکړ.