اوکرایینیان د خېرسون ښار بېرته ترلاسه کول لمانځي

Alexei Sandakov

د عکس سرچینه، Alexei Sandakov

    • Author, پاول ادم جیمز فیټزجیرالاډ
    • دنده, بي بي سي

له هغه وروسته چې روسیې وویل، د اوکرایین له مهم سویلي ښار خیرسون یې ټول پوځیان وایستل، د دې ښار اوسېدونکي د اوکراییني پوځ هرکلي ته راووتل.

په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې خېرسون ښار ته د اوکراییني پوځ ننوتو پر مهال د ښار په لارو، کوڅو کې ځايي اوسېدونکي داسې حال کې شعارونه ورکوي چې د اوکرایین بېرغونه یې په لاسونو کې دي.

د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلېنسکي وايي، خېرسون ''زموږ ښار دی ''. خېرسون یوازینی سیمه ییز مرکز و، چې روسي پوځونو پر اوکرایین له یرغل وروسته نیولی و.

له دې ښاره د روسي پوځیانو وتل په اوکرایین جګړه کې خورا مهمه پېښه بلل کېږي. مسکو وايي، له دې سیمې یې ۳۰ زره پوځیان له ۵۰۰۰ پوځي وسایطو او تجهیزاتو سره یو ځای ایستلي دي.

مازدیګر ناوخته د اوکرایین له لوري په تازه خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي دي، پوځیان د دنیپرو سیند تر لویدېځې غاړې پورې په شا شوي دي.

د جمعې پر ورځ په تازه خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې له سینده د تېرېدو مهمې لارې پل یوه برخه نړېدلې ده، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د پل نړېدو لامل څه دی.

فکر کېږي چې هغه روسي ځواکونه چې خېرسون یې نیولی وو ښايي د سیند په ختېځه غاړه کې نوي مورچلونه سمبال کړي.

A high-resolution satellite image shows damage to multiple sections of the Antonivsky Bridge

د عکس سرچینه، Maxar Technologies

د عکس تشریح، دسټیلایټ تصویر کې مهم انتونوسکي پل ښکاري چې څو ځایه نړېدلی دی.

د خیرسون ښار کنټرول د اوکراییني پوځ له هغو ځوابي بریدونو وروسته له روسي پوځه د اوکرایین لاس ته ورغی، چې له څو میاشتو راهیسې یې پیل کړي او په وینا یې د خیرسون ښار شاوخوا کې یې ۴۱ مهم تاسیسات ونیول.

ولسمشر زېلېنسکي په یوه ماښامنۍ وینا کې وویل ''د خېرسون خلکو انتظاره کاوه او د اوکرایین په هکله یې هېڅکله ماتې نه وه منلې. ''

نوموړي زیاته کړه، ښاریان ''د روسي سمبولونو په ګډون د ښار له لارو کوڅو د اشغالګرو نښې نښانې لېرې کوي. '' بل لور د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین یوه ویاند له خېرسون ښاره د روسي پوځونو وتل د ماتې پایله نه بولي.

د اوکرایین په څلورو ختیځو او سویلي اشغال شویو سیمو کې له یوه تش په نامه ''ټولپوښتنې وروسته '' کریملین تر څو اونیو پورې خېرسون او د دې شاوخوا سیمې د خپلې خاورې برخه بلله.

نړیوالې ټولنې په پراخه کچه دا رایې اچوونه رد کړه او اوکرایین د دې سیمو ترلاسه کولو هڅې روانې وساتلې.

د تېرې چارشنبې پر ورځ په اوکرایین کې د روسي پوځونو قومندان له خېرسون ښاره د خپلو پوځونو ایستلو اعلان وکړ او په وینا یې دې ښار ته نور اکمالات کول امکان نه لري.