اوکرايين د خېرسون نيولو هڅه کوي

د ویډیو تشریح، اوکرايين د خېرسون نيولو هڅه کوي

له میاشتو راهیسې اوکرايين کې د جګړې زور د دغه هېواد ختيځ دونباس سيمه کې و خو اوکرايين او روسيه دواړه اوس د دغه هېواد جنوب کې د جګړې ګرمولو ته زور ورکړی دی.

د اوکرايين پلان دی، مخکې له دې چې روسي اشغالګر راتلونکې مياشت د خېرسون حالت په اړه هلته يوه شوني ټولپوښتنه وکړي، د خپل دغه سټراتيژيک ښار بېرته نیولو تابيا لري.

د بي بي سي خبريال انډرو هارډېنګ د خېرسون لوېديځ کې د جګړې له لومړۍ کرښې راپور رالېږلی دی.