ټرمپ: ډېر ژر به غزې ته نړیوال سوله ساتي ځواکونه واستول شي

د قطر امير او ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د قطر له امير تمیم بن حمد ال ثاني سره له خبرو وروسته ويلي، چې ژر تر ژره به غزې ته نړيوال سوله ساتی ځواک واستول شي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هم ويلي، چې امریکا او منځګړي په غزه کې د امنيت ډاډمنولو لپاره د سوله ساتي ځواک پر جوړولو کار کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ماليز ته پر سفر روان و چې الوتکه یې پلازمېنه دوحه کې د تېلو لپاره کېناسته. په همدې مهال د قطر امير او د بهرنیو چارو وزير یې په الوتکه کې د امریکا له ولسمشر سره وکتل.

ښاغلی ټرمپ او ټيم یې په دې وروستيو کې د غزې سولې پلان لپاره کار کوي او ټينګار یې کړی چې د غزې اوربند به دوام وکړي.

خو لا هم د ټرمپ د سولې پلان د راتلونکي پړاو او د اسرائیلو او حماس د پرېکړې په اړه جرئیات نه دي په ډاګه شوي.

د امریکا مرستيال ولسمشر جې ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو د اسرائیلو د پارلمان پر هغه خوځښت نیوکه کړې چې د اشغال شوې لوېديځې غاړي الحاق ته لار برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اسرائیلو ته خبرداری ورکړی و چې که چېرې لویدیځه غاړه له اسرائیلو سره یوځای کړي نو د امریکا "ټول ملاتړ" به له لاسه ورکړي.

ښاغلي ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ د ټایمز مجلې سره په یوه مرکه کې، وویل، که اسرائیل دا کار وکړي نو هغه به ورسره د امریکا مرستې بندې کړي.

ټرمپ زياته کړه، "داسې بايد ونشي ځکه ما له عربي هېوادونو سره ژمنه کړې ده."

اسرائیلو ته د سفر په پای کې د امریکا مرستيال ولسمشر جې ډي ونس د اسرائیلو پارلمان کې دا ګام "احمقانه سياسي ډرامه" وبلله او زیاته یې کړه چې دا به د غزې شخړې د پايته رسولو پلان له ګواښ سره مخامخ کړي.

بل پلو د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم دغه ګام د "مخالفينو له خوا د نقاق خپرولو لپاره يوه قصدي سياسي هڅونه" بللې ده.

نوموړي ويلي، "که دا سياسي ډرامه وه نو ډېره احمقانه سياسي ډرامه وه او زه شخصا پرې خواشینی يم، لوېدیځه غاړه به له اسرائیلو سره الحاق نشي. د ټرمپ د حکومت پاليسي دا ده چې لوېدیځه غاړه به له اسرائیلو سره يوځای نه کړل شي".

اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال کې د منځني ختيځ له جګړې وروسته په اشغال شوې لوېديځه غاړه او ختیځ بيت المقدس کې شاخوا ۱۶۰ مېشتځايونه جوړ کړي چې ۷۰۰ زره يهودان په کې اوسېږي او اټکل کېږي چې شاوخوا ۳.۳ ميليونه فلسطینيان هم دلته ژوند کوي.

دغه مېشتځایونه د نړيوالو قوانينو له مخې ناقانونه بلل کېږي.

د اسرائيلو لومړي وزير نتنياهو وړاندې له اسرائیلو سره د لوېديځې غاړې د يوځای کېدو ملاتړ کړی و خو ځکه ترې په شا شوی چې دا کار د عربي هېوادونو له کبله له امریکا سره د اړیکو د خرابېدو خطر لري.

د نتنياهو د حکومت په ايتلاف کې افراطي ملتپال سياستوال بیا بيا غوښتنه کوي چې اسرائیل دې په بشپړ ډول لوېديځه غاړه له اسرائيلو سره يو ځای کړي خو دا ځل دا مسوده له حکومت بهر استازو د خوا پارلمان ته وړاندې شوې وه.

د فلسطين دولت د بهرنيو چارو وزارت د کنېسټ دغه ګام غندلی او ويلي یې دي چې اسرائیل د فلسطین پر خاوره هېڅ حاکميت نه لري.