د ملګرو ملتونو عالي محکمه: اسرائيل مکلف دی چې غزې ته د ملګرو ملتونو مرستې ور پرېږدي

یوه فلسطیني د اونروا بنسټ د مرستې بکس په لاسونو کې نیولی او شا ته یې نور خلک هم ښکاري. پر بکس د اونروا بنسټ لوګو هم رسم شوې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د ملګرو ملتونو د عدالت نړیولې محکمې (ای‌سي‌جې) له اسرائيل غوښتي چې د "اشغالګر ځواک" په توګه قانوني مکلفیت لري چې د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان اړوند ادارو ته په اسانتیاو برابرولو سره غزې ته د بشري‌ مرستو رسولو بهیر ډاډمن او د عامو فلسطیني وګړو بنسټيزې اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو عالي محکمې همداراز د یوه مشورتي نظر په ترڅ کې ویلي چې اسرائيل تر اوسه خپل هغه تورونه نه دي زباد کړي چې ادعا یې کړې وه چې ګواکې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (اونروا)‌ "بې‌پرې نه ده" او یا دا چې "ځینې کارکوونکي یې د حماس او نورو وسله‌والو ډلو غړي دي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، هیله‌من دی چې اسرائيل به "دې ډېرې مهمې پرېکړې" ته غاړه کېږدي.

خو اسرائيل د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې یا (ای‌سي‌جې) نظر رد کړی، "سیاسي" یې بللی او ټینګار یې کړی چې له 'اونروا' سره به همکاري ونه کړي؛ هغه بنسټ چې اسرائيل پرې بندیز لګولی دی.

که څه هم د ملګرو ملتونو د عالي محکمې وړاندیز یا نظر الزامي نه دی خو له ډېپلوماتیک او اخلاقي پلوه مهمه خبره ده.

تېر کال په دسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له (ای‌سي‌جې) غوښتنه وشوه چې په غزه، لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د فعالیت په اړه د یوه یرغلګر ځواک او د ملګرو ملتونو د غړي په توګه د اسرائيلو د مکلفیتونو په اړه نظر په ډاګه کړي.

دا کار وروسته له هغه وشو چې د اسرائیل پارلمان د اسرائيلو په خاوره کې د اونروا پر هر ډول فعالیت او له دغه بنسټ سره د اسرائیلي چارواکو پر هرراز اړیکو ساتلو بندیز ولګاوه.

روانه میاشت د اوربند تړون له پلي کېدو مخکې د ملګرو ملتونو ملاتړو کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې هلته له ۶۴۰ زرو ډېر خلک د ناورین تر کچې د خوړو له کمښت سره مخ دي‌او د غزې ښار "د انسانانو له لوري رامنځ‌ته کړل شوې قحط‍ۍ" سره مخ دی.

اسرائيل د قحطۍ په اړه هغه اعلامیه رد کړه او ټينګار یې کاوه چې ګواکې هلته کافي خواړه شته.

"کړکېچن بحران"

ډاکټر تدروس ادهانوم ګبریسوس

د عکس سرچینه، AFP

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌ اېچ‌ او) عمومي مشر خبرداری ورکړی چې غزه له یوه داسې روغتیايي "ناورین" سره مخامخ ده چې د "راتلونکو نسلونو" لپاره به دوام وکړي.

ډاکټر تدروس ادهانوم ګبریسوس د بي‌بي‌سي راډیو ۴ "ټوډې" پروګرام ته ویلي، د غزې د نفوس د پېچلو اړتیاوو پوره کولو لپاره په پراخه کچه مرسته اړینه ده.

اسرائیل د اکتوبر له لسمې راهیسې، کله چې له حماس سره اوربند عملي شو، اجازه ورکړې چې نور طبي سامانونه او نورې مرستې غزې ته ورسول شي، خو ډاکټر تدروس وايي، دا کچه د دې لپاره کافي نه ده چې د سیمې د روغتیايي سیستم بیا رغونه وشي.

د هغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې امریکا هڅه کوي د هغه اوربند ملاتړ وکړي، چې د تېرو څو ورځو له تاوتریخوالي وروسته یې مرسته کړې وه.

سپینې ماڼۍ دا توافق د ۲۰ ټکو د سولې د پلان لومړی پړاو بللی چې پکې د غزې د ننه د مرستو کچه لوړه شوې او دا مرستې "بې له دې چې کوم اړخ مداخله وکړي" وېشل کېږي.

ډاکټر تدروس وویل هغه د اوربند له تړونه هرکلی کوي، خو له هغه وروسته له تمې سره سمې مرستې نه دي زیاتې شوې.

هغه پر ځمکه د وضعیت په اړه وویل غزه‌ وال د قحطۍ، "سختو" ټپونو، د روغتیايي سیستم د سقوط، او د اوبو او فاضله موادو د زیان له امله له رنګارنګ ناروغیو سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه: "پر دې سربېره، د بشري مرستو محدود لاسرسی هم شته. دا یو ډېر وژونکی ترکیب دی، نو وضعیت ناوریني دی چې په ژبه نه شي بیانېدلی".

کله چې د غزې د اوږدمهاله روغتیايي وضعیت په اړه وپوښتل شو، هغه وویل: "که تاسو قحطي له رواني روغتیايي ستونزو سره یو ځای کړئ، چې موږ ګورو په پراخه کچه شته، نو وضعیت د راتلونکو نسلونو لپاره یو کړکېچن حالت جوړوي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر ټام فلېچر وویل مرستندویه ډلې "د قحطۍ کړکېچ د بدلون په حال کې دي" خو لا ډېر کار ته اړتیا ده.

د سې شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام "ډبلیو اېف‌ پي" وویل د اکتوبر له لسمې راهیسې له ۶,۷۰۰ ټنو ډېر خوراکي توکي غزې ته رسېدلي، خو دا لا هم له ورځني ۲,۰۰۰ ټنه هدف څخه ډېر لږ دي.

ډاکټر تدروس وویل باید هره ورځ غزې ته ۶۰۰ مرستندویه لارۍ ورسېږي، خو اوسني منځګړیتوب یوازې ۲۰۰–۳۰۰ لارۍ دي او هغه له اسرائیلي چارواکو وغوښتل چې "مرستې او پراخه شخړه له یوه بله جلا کړي".

د سې شنبې په ورځ په مرکزي غزه کې خلک لیدل کېدل چې د نړیوال خوراکي پروګرام مرستې لرونکي بکسونه یې راټولول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سې شنبې په ورځ په مرکزي غزه کې خلک لیدل کېدل چې د نړیوال خوراکي پروګرام مرستې لرونکي بکسونه یې راټولول

د تېرې یکشنبې په ورځ، اسرائیل د مرستو د رسولو موقت ځنډ اعلان کړ، مخکې یې ویلي وو دوه اسرائیلي سرتېري د حماس د وسله والو له خوا په غزه کې په برید کې وژل شوي دي. حماس په هغه وخت کې وویل په دې شخړه خبر نه دی.

اسرائیلي پوځ د سیمې په بېلابېلو برخو هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ګڼ شمېر فلسطینیان ووژل شول.

له نړیوالو پراخو فشارونو وروسته، د مرستو رسول بېرته بله ورځ پیل شول.

ډاکټر تدروس وویل مرستې باید له "وسلو سره" ونه تړل شي او له اسرائیلو یې وغوښتل چې د مرستو پر وړاندې شرطونه وضع نه کړي، په ځانګړي ډول د هغو وژل شویو یرغمل شویو جسدونو د بېرته ستنولو په اړه، چې د اوربند پر مهال یو مهم ټکی ګرځېدلی و.

حماس ژمنه کړې چې جسدونه به بېرته ورکړي، خو تر اوسه یې یوازې له ۲۸ جسدونو ۱۵ انتقال کړي او ویلي یې دي چې پاتې برخه یې نه ده ترلاسه کړې.

تېره اوونۍ حماس شل ژوندي اسرائیلي یرغمل شوي کسان د شاوخوا ۲,۰۰۰ فلسطیني بندیانو او توقیف شویو کسانو په بدل کې خوشي کړل.

ډاکټر تدروس د "ټوډې" پروګرام ته وویل: "باید بشپړ لاسرسی وي، هېڅ شرط باید نه وي، په ځانګړي ډول وروسته له دې چې ټول ژوندي یرغمل شوي خوشي شوي او د جسدونو یوه ښه برخه انتقال شوې ده. زما تمه نه وه چې اضافي محدودیتونه به ولګول شي."

کله چې د امریکا د رول په اړه وپوښتل شو، ډاکټر تدروس وویل: "څرنګه چې امریکا د سولې تړون منځګړیتوب کړی، نو مسوولیت لري چې ډاډ ترلاسه کړي ټول اړخونه یې رعایتوي."

اوس مهال اسرائیل دوه د تګ راتګ لارې پرانیستي ساتي – په سوېل ختیځه برخه کې كرم أبو سالم او کیسوفیم په مرکزي غزه کې - خو د مرستندویه ډلو غوښتنې روانې دي چې ټولې لارې چې هغه کنټرولوي بېرته پرانیستل شي.

ډاکټر تدروس وویل: "ټولې موجودې لارې اړینې دي چې کافي مرستې غزې ته ورسول شي" او له اسرائیلو یې وغوښتل هغو مرستندویه ډلو ته چې مخکې یې د ثبت اجازه نه وه ورکړل شوې، بېرته د سیمې دننه د فعالیت اجازه ورکړل شي، ویې ویل: "تاسو نه شئ کولئ له پراخې مرستې پرته خلکو ته مرستې ورسوئ، باید په سیمه کې خلک وي چې عملا دا کار وکړي."

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لویو مرستندویه ډلو غوښتنه کړې چې غزې ته د مرستو رسولو لاریو شمېر دې ډېر ژر زیات شي

هغه همدارنګه وویل هغه توکي چې د غزې د روغتیايي سیستم د بیا رغونې لپاره ځانګړي شوي، په سرحد کې ضبط شوي، ځکه چې اسرائیلي چارواکي وایي ښايي له دې توکو پوځي برخه کې کار واخیستل شي.

هغه زیاته کړه: "که تاسو غواړئ موقت روغتون جوړ کړئ، تاسو ته د خیمې لپاره ټوکر او ستنې (پیلرونه) پکار دي. که ستنې لېرې شي، ځکه د دې بهانه وي چې دوه اړخیزه کارونې کېدای شي، نو بیا تاسو خیمه نه شئ جوړولی."

ډاکټر تدروس وویل زرګونه فلسطینیان د اونیزو طبي لېږد الوتنو ته انتظار باسي، که څه هم د دوه اونیو لپاره د اسرائیل مذهبي رخصتیو له امله هېڅ الوتنه نه ده شوې. هغه وویل مخکې ۷۰۰ کسان د طبي لېږد په انتظار کې مړه شوي دي او د الوتنو د شمېر د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

اسرائیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د یوه برید په غبرګون کې په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل. برید حماس کړی و چې وسله والو یې شاوخوا ۱,۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۶۸,۲۲۹ کسان د اسرائیلي بریدونو له امله وژل شوي دي.

تیر جولای کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوه اداره دې پایلې ته ورسېد چې په غزه کې قحطي راغلې ده، که څه هم اسرائیل د دې موندنو مخالفت وکړ او ویې ویل چې "قحطي نه ده شوې".

ملګرو ملتونو مخکې اټکل کړی و چې د غزې د بیا رغونې لپاره به ۷۰ میلیارد ډالره اړین وي. ډاکټر تدروس وویل شاوخوا ۱۰٪ له دې پیسو څخه باید د غزې د خورا زیانمن شوي روغتیايي سیستم د بیا رغونې لپاره مصرف شي.

هغه زیاته کړه: "موږ له ډېره وخته وایو چې سوله تر ټولو غوره درملنه ده.

اوسنی اوربند ډېر نازک دی او ځینې کسان له اوربند وروسته هم وژل شوي، ځکه چې څو ځله اوربند مات شوی دی.

هغه څه چې ډېر خواشینوونکي دي دا دي چې ډېرو خلکو په کوڅو کې خوشحالۍ کولې ځکه چې د سولې تړون و. تصور وکړئ، ځینې هماغه خلک مړه شوي چې د جګړې د پای اعلان ورته شوی و".