غزه کې مرګونې پېښې د اسرائیلو او حماس اوربند ازمويي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, يولنډ نېل
- دنده, د منځني ختيځ خبرياله
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته يوه اوونۍ وړاندې په اسرائیلو کې د غزې اوربند او له فلسطیني بنديانو سره د اسرائیلي يرغملو د تبادلې له کبله د يوه اتل په توګه هرکلی وشو.
خو له هغې وروسته ورځو وښوده چې دا اوربند څومره نازک او بې ثباته دی، د يکشنبې په ورځ یې تر ټولو ستره ازموينه وه. په دې ورځ د اسرائیلو پوځ په ټوله غزه کې وروسته له هغه وژونکي بریدونه وکړل چې په وينا یې دوه اسرائیلي پوځيان د غزې په جنوب رفح ښار کې ووژل شول. دوی یې د پړې ګوته حماس ته نيوله.
خو حماس په دې بريد کې لاس لرل رد کړل او ويې ویل چې له مارچ مياشتې راهيسې د مخابراتي اړیکو له پرې کېدو وروسته له خپلو جنګيالیو سره اړيکه نه لري.
يوه اسرائیلي امنيتي چارواکي اعلان وکړ چې د بريد په غبرګون کې د مرستې رسونۍ لړۍ ودرول شوه.
خو داسې ښکاري چې د امريکا د فشار له کبله د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو او غزې تر منځ لارې بېرته پرانيستل شوې او پرېنښودل شول چې اوربند له منځه ولاړ شي. اوس دا روښانه شوې چې د اوربند ساتلو لپاره بايد منځګړي له نژدې څارنه وکړي چې دا تړون ټينګ وساتل شي او د غزې او حماس د راتلونکي په اړه مهم مسايل حل شي.
د امريکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټيو وېټکاف او جېرډ کوشنر په داسې حال کې بېرته سيمې ته ستانه شوي چې د حماس استازي د مصر له منځګړو او فلسطيني ډلو سره په قاهر کې غونډې کوي.
تمه کېږي چې دوی به د ټرمپ د سولې شل ماده ييز پلان دويم پړاو باندې بحث وکړي چې په هغو کې په غزه کې د يوه نړيوال امنيتي ځواک ځای پر ځال کول هم شامل دي.

د فلسطينيانو او اسرائیلو تر منځ د وروستي تاوتريخوالي له کبله فضا کړکېچنه شوې ده.
د يوه وژل شوي هلک پلار شادي ابوعبيد په خان يونس کې د خپل ۱۴ کلن زوی د جنازې پر مهال بي بي سي ته وويل، "د جګړې له پيله زه هره ورځ ۲۴ ساعته له خپل زوی سره وم، هېچکله مې نه پرېښود".
نوموړی وایی، "کله چې اوربند وشو، یو څه بېغمه شوم او اجازه مې ورکړل چې له خپلو ملګرو سره ووځي. فضا ارامه وه او ويل کېدل چې نړيوالو ضمانت کړی دی".
محمد له دوو نورو کسانو سره يو ځای په الماوسي سيمه کې پر يوه خېمه د اسرائیلي ځواکونو بريد کې ووژل شو. د اسرائیلو پوځ نه دي ويلی چې هدف یې څوک وو.
ځايي روغتونونه وايي وروسته له هغه چې د اسرائیلو پوځ د غزې په اوږدو کې "د حماس لسګونه ترهګريز هدفونه" په نښه کړي، لږ تر لږه ۴۵ فلسطينيان وژل شوي دي.
د بي بي سي د معلوماتو له مخې د حماس د وسله والې څانګې يو شمېر غړي چې يو په کې قومندان دی هم شامل دي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو له نورو ځایونو ترلاسه شوې ویډيوګانې ښيي چې د ماشومانو په ګډون ولسي وګړي وژل شوي دي.
د ټرمپ استازی چې له حماس سره خبرو اترو کې مهم رول درلود، تمه کېده له وروستيو پېښو مخکې له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره وګوري.
دغو دواړو مشرانو د سي بي اېس ټلويزيون له ۶۰ دقيقې خپرونې سره په خبرو کې ويلي چې څنګه یې د مصر په شرم الشیخ کې د حماس له مشرانو سره د مستقیمو خبرو له کبله له ډېپلوماتيکو اصولو سرغړونه وکړه.
دوی ويلي، دا کار یې ځکه وکړ چې ضمانت ورکړي چې د اسرائیلي يرغملو له خوشي کېدو وروسته به بيا جګړه نه پیلېږي.
کوشنر چې د ټرمپ زوم هم دی وويل، ولسمشر له دې ډول چلند سره "ډېر ډېر ارام" و.
نوموړي همدا راز وويل، نښې نښانې دا وې چې حماس د وژل شویو يرغملو د جسدونو بېرته سپارلو کې په "ښه نيت" عمل کاوه.
د ۱۶ تنو جسدونه لا هم نه دي سپارل شوي، حماس ويلي يو بل جسد یې هم موندلی چې کله "شرايط اجازه ورکړي" بېرته به وسپارل شی.

د عکس سرچینه، Reuters
د يکشنبې به ورځ ولسمشر ټرمپ، الوتکه کې له خبريالانو سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې اوربند لا هم پر ځای دی او زياته یې کړه، "موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې وضعيت به ډېر سوله ييز وي."
کله چې د حماس له خوا کورني تاوتریخوالي ته اشاره وشوه، ټرمپ وويل، حماس یو څه "بې کنټروله ډله ده. دوی لږ څه ډزې کړې دي." خو هغه دا هم زياته کړه چې "ښايي مشرتابه یې په کې ښکېل نه وي او ښايي دا د دوی دننه يو شمېر ياغيان وي."
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د يکشنبې د ورځې بريدونه د حماس او د اسرائیلو متحدې ملېشې تر منځ د رفح ښار کې له يوې نښتې وروسته پيل شوي وو. اسرائیلي ځواکونو وويل، حماس د دوی پر ضد چې لا هم په دې سیمه کې شته څو مستقیم بريدونه وکړل چې په هغو کې د ټانګ ضد توغندي او ډزې شاملې وې.
د اسرائیلو حکومت يوې وياندې وويل، "پوځيانو د رفح ښار شاوخوا د ترهګرو زېربناوې له منځه وړي. دا هر څه د اوربند له مخې ترسره کېږي."
حماس پر اسرائیلو له اوربند د سرغړونې تورونه لګولي او وايي له خپلو پاتې غړو سره یې په رفح کې اړيکه له مياشتو راهيسې پرې ده او دوی په "دغو سيمو کې د پېښو مسووليت نه لري."
وروستۍ پېښو يو ځل بيا د اسرائیلي شنونکو پام د اسرائیلو او حماس تر منځ د شوې هوکړې کمزوريو ته ور اړولي دي.
په اسرائیلۍ ورځپاڼه هارېټز کې خبريال او شننونکی امیر تيبون لیکي چې "دا تړون ډېر مبهم او نا پېيلي ټکي لري او ډېرې تشې په کې پاتې دي."
يو له له هغو ستونزو چې په وينا یې لا هم حل شوې نه ده دا ده چې "د هغو حماس جنګياليو برخلیک به څه وي چې د اوربند د پلي کېدو پر مهال د اسرائیلي ځواکونو تر ولکې لاندې سیمو کې بند پاتې دي."
اوس مهال د اسرائیلو پوځ د غزې شاوخوا نيمايي برخه تر خپل کنټرول لاندې لري.
په اسرائیل هيوم ورځپاڼه کې د پوځي چارو شنونکی يواف لیمور، رفح ته څېرمه نښته"يو خبرداری" بللی او زياته کړې یې ده چې "که اسرائیل د حماس پر وړاندې سخت او روښانه اصول رامنځته نه کړي نو ښايي ځان د ښوېدنکې ډبرې پر سر ومومي."
د اسرائیلو د دفاع وزير اسرائیل کاتر ويلي، د حماس ټول هغه جنګيالي چې د ژېړې کرښې يا د غزې له هغې سيمې چې لا هم د اسرائیلو په کنټرول کې ده، بايد سملاسي ووځي او د حماس مشران به د خپلو غړو د کړنو مسول ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Israeli Defence Ministry via Reuters
د دوشنبې په ورځ فلسطيني روغتيايي چارواکو ويلي وو چې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې د غزې ښار ته څېرمه دری تنه وژل شوي. د اسرائیلو پوځ ویلي د "يو شمېر ترهګرو" پر لور یې وروسته له هغه ډزې کړې چې له کرښې تېرېدل.
په همدې مهال په کوردننه د اسرائیلو پر لومړي وزير فشارونه زيات شوي، د اسرائیلو پارلمان ژمنۍ غونډه پیل کړې او د ليکود ګوند دننه ټاکنې هم راروانې دي.
نتنياهو پوځ ته لارښوونه کړې چې د هوکړې سرغړونو په اړه "کلک اقدام" وکړي خو نوموړي جګړې ته د بېرته ستنېدو له ګواښ څخه ډډه کړې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
په فلسطیني لوري کې د حماس وينا محمد نزال له الجزيرې سره په خبرو کې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره بايد د يوه غیر سياسي فلسطيني تحنيکي حکومت لپاره د خپلواکو کارپوهانو یوه کمېټه جوړه شي چې د غزې اداره پر غاړه واخلي. نوموړي زیاته کړې چې حماس د ۴۰ کسانو نوملړ منځګړو ته سپارلی دی.
خو له رويټرز سره په جلا مرکه کې یې دا هم ويلي چې حماس به تر يوه لنډ مهاله پورې په غزه کې د امنيتي چارو کنټرول وساتي.
په امريکا کې مرستيال ولسمشر جې ډي ونس د اوربند نازک حالت کم اهمیته بللی او ويلي یې دي، "دلته به ځينې لوړې ژورې وي. دا د تلپاتې سولې لپاره تر ټولو غوره چانس دی".
په همدې مهال تمه کېږي چې وېټکاف او کوشنر به د نورو خبرو لپاره قاهرې ته سفر وکړي. لا هم د غزې اوربند د بشپړې بريا په مخ کې ګڼ خنډونه پاتې او د بریا جشن لمانځل وختي ښکاري.








