د پوهنتونونو استادانې: طالبانو مو اکاډمیک کارونه او شخصیت ځپلی او رواني ناروغۍ یې راچولې دي

استاده

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

"چې پوهنتون کې به روانه وم او یا به مې ټولګي کې درس ورکاوه نو ځان پیاوړی راته ښکارېده. شاګردانو او خلکو مې ډېر احترام کاوه. خو اوس فکر کوم چې ان خپل مېړه، اولادونو او ټولو خلکو ته بې ارزښته یم"

دا د یوې داسې استادې خبرې دي چې شاوخوا ۱۵ کاله یې د افغانستان په یوه دولتي پوهنتون کې تدریس کړی دی. د خوندیتوب لپاره یې په مستعار نوم "پروانه" یادوو.

په افغانستان کې په وروستیو شاوخوا ۲۰ کلونو کې د پروانې غوندې زرګونه وظیفه دارو ښځو ته د دفتر تر څنګ د کور کارونه، د اولادونو پالل او د مړي ژوندي سمبالښت هم ور له غاړې و.

پروانه چې نجلۍ وه، پوهنتون کې استادۍ سره مینه یې یو په دې دلیل وه چې ټولنه کې به یې د استادې په توګه قدر او عزت کېږي او بل هم دا چې د ښځو له استادۍ او ډاکټرۍ سره ځينې کورنۍ ستونزه نه لري نو له دندې به نه منع کېږي.

که څه هم د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته پروانه خپلو وړتیاو په پوهنتون کې د تدریس جوګه کړه او تر واده وروسته یې هم د مېړه په ملاتړ خپلې دندې ته دوام ورکړ، خو د طالبانو دویم ځل واکمنېدو یې هغه هیله بېرته نیمګړې کړه.

پوهنتون کې له استادۍ تر کور مېرمنې

کور مېرمن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پروانې که څه هم لا له واړندې هم د کور کارونه کول او هغه باک نه ورته لري خو د خلکو او په ټولنه کې د هغې لپاره بدل شوی چلند او دا غږ چې "اوس خو بېکاره یې" یې یې ځوروي

پروانه وايي، "یو څوک چې له پنځلو، شلو کلونو راهیسې د پوهنتون استادې په توګه وظیفه کوي، په ټولنه کې احترام لري، یو اکاډمیک شخصیت بلل کېږي او بیا ناڅاپه د کور مېرمنې غوندې په کور کېنول شي او هر څوک غږ پرې کوي چې اوس خو بېکاره یې، فلانی کار وکړه، دسمانی وکړه نو خامخا ورته سخته وي"

پروانې که څه هم لا له واړندې هم د کور کارونه کول او هغه باک نه ورته لري خو د خلکو او په ټولنه کې د هغې لپاره بدل شوی چلند او دا غږ چې "اوس خو بېکاره یې" یې یې ځوروي او فکر کوي چې له دې سره یې په خپل همت او زحمت ګټلي هویت او شخصیت ته صدمه رسېږي.

دا زیاتوي چې په پوهنتون کې تدریس یو روحي تسکین ورکاوه چې اوس ترې اخیستل شوی.

پروانه وايي، "په پوهنتون کې درس ورکول په دې لحاظ هم یو روحي تسکین راکاوه چې د خپل هېواد خدمت کوو او نوی نسل روزو، خو اوس هغه ذهني ارامي هم رانه اخیستل شوې. فکر کوم اوس بې ارزښته یو او څوک په موږ خیال هم نه راوړي."

"پر بندیز سربېره به د پوهنتون وره کې ولاړه وم"

تېر کال د تلې پر ۲۹مه (ډيسمبر ۲۰مه) چې د طالبانو حکومت محصلانې له پوهنتونونو منع کړې نو د ښځينه استادانو تمه نه وه چې دوی به هم له تدریسه راوګرځول شي.

پروانه هم خپل مسلک سره ډېرې لېوالتیا او ژمنتیا پر بندیز سربېره هم څو ورځې د پوهنتون وره ته درولې وه.

پوهنتون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پروانه: "زه بیا هم څو ورځې د لسو او یوولسو بجو وخت کې پوهنتون ته تلم، هلته به تر ځنډه ولاړه وم خو بېرته به راغلم. نه یې پرېښودلم."

هغه وايي، "په حوت میاشت کې چې پوهنتونونه بېرته پیل شول او ویې ویل چې ښځينه استادانې به هم نه راځي نو داسې شوم لکه چا چې جوش اوبه راباندې چپه کړې وي.‌ زه بیا هم څو ورځې د لسو او یوولسو بجو وخت کې پوهنتون ته تلم، هلته به تر ځنډه ولاړه وم خو بېرته به راغلم. نه یې پرېښودلم. دا یو کال ډېر سخت راباندې تېر شوی او هره لحظه ذهني شکنجه کېږو"

د پوهنتون یوه بله استاده د روقیې په مستعار نوم یادوو چې ځور یې پروانې ته ورته دی.

هغې یو وخت فخر کاوه چې په مجلس کې به د استادې غږ پرې کېده خو وايي چې اوس یې له غوږه "ډول ډول خبرې تېرېږي" او حوصله یې بایللې ده.

دا زیاتوي چې پر کور ناستي رواني ناروغۍ وراچولې دي او له کبله یې کورنۍ ژوند هم اغېزمن شوی دی، "نور خو پرېږده چې د کورنۍ ټولو غړو او ان خپل مېړه او اولادونو سره مې حساسیت پيدا شوی دی، په نه خبره جنګ رانه کېږي. دوی هم هغسې چلند نه راسره کوي چې مخکې یې کاوه. طالبان چې وینم ورسره حساسه شوې یم، ځکه چې دا هر څه په موږ دوی راوستي دي. فکر کوم موږ ښځې نورې بیخي ختمې یو او کرار کرار له ټولنې منزوي کېږو."

روقیه زیاتوي چې د ترفیعاتو په ګډون ټول اکاډميک کارونه هم ترې پاتې دي او فکر کوي چې ورځ تر بلې يې ذهني وده د زوال په لور روانه ده.

دا وايي، "د پوهنتون په اکاډمیک چاپېریال کې د انسان ذهن ډېره وده کوي او په مختلفو مسئلو باندې له شاګردانو سره بحثونه د دوه طرفه زدکړې سبب کېږي. خو موږ نه د ذهني ودې هغه فرصت هم اخیستل شوی او هغه متل یې راباندې په ریښتیا تطبیق کړی دی چې ښځه یا د کور ده یا د ګور. موږ یې په ژوندوني د کور مېرمنو غوندې په ګور کړې یو"

د پوهنتون دغه استادانې غوښتنه کوي چې که په اوونۍ کې لږ تر لږه دوه ورځې پوهنتون ته د ورتګ اجازه ورکړل شي نو دوی به خپلو علمي چارو ته دوام ورکړي. خو پروانه وايي چې دغه وړاندیز ته یې تر اوسه مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی:

"علمي‌ معاونیت ته مو وړاندیز کړی و چې لږ تر لږه دوه ورځې مو پوهنتون ته پرېږدي چې په هماغه محیط کې کارونه وکړو، د ترفعاتو لپاره استادانو مقالې او موضوګانې اخیستې دي چې پر هغوی کار وکړي، خو وړاندیز مو ونه منل شو."

په کور تنخوا او د اکاډمیک ژوند ناروښانه راتلونکی

تعلیم

د عکس سرچینه، Getty Images

د ښځينه زدکړیالانو او استادانو پر مخ د پوهنتونونو پر بندښت کال اوړي خو د طالبانو حکومت لا هم په ډاګه دا خبره نه کوي چې دا بندیز به نور څومره دوام کوي.

په دې اړه مو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت وپوښت خو ویاند یې احمد ضیا هاشمي هماغه د حکومتي چارواکو پخوانی خبره تکرار کړه چې پوهنتونونه "تر امر ثاني معطل دي."

خو په دې برخه کې یو مثبت څه دا شته چې دغه وزارت ټولو ښځينه استادانو ته په کور تنخوا ورکوي. احمد ضیا هاشمي وايي، "د پوهنتونونو ښځينه استادانو ته اوس هم معاشونه ورکول کېږي"

روقیه او پروانه هم دا خبره مني او وايي، "په میاشت کې یو ځل حاضرۍ امضا کولو ته ځو او هو، معاشونه راکول کېږي"

که څه هم دا استادانې خوښې دي چې دا یې له ځينو اقتصادي جنجالونو خوندي کوي خو د بندیزونو له کبله په اکاډميک ډګر کې خپل نا معلوم راتلونکي ته اندېښمنې دي.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته د پوهنتون د استادانو په ګډون د بېلابېلو برخو زرګونه متخصص کسان او کادرونه له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول. هغه چې پاتې شول یا بېکاره دي او یا هم د طالبانو حکومت په ادارو کې دندې ترسروي. خو ښځينه هغه تر ډېره پر کور ناستي ته اړ ایستل شوې دي.

د پوهنتون استادانې وايي، هسې خو ټولې ښځې له ستونزو سره مخ دي خو هغه چې د دوی غوندې کارونه یې کول ورو ورو انزوا ته روانې دي او مشکلات، جسمي او ذهني کړاو یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.