طالبان: راتلونکې اونۍ له ښځینه محصلانو پرته دولتي پوهنتونونه پیلېږي

د عکس سرچینه، Talban
- Author, صابر عزیز
- دنده, بي بي سي
د طالبانو لوړو زدکړو وزارت بي بي سي ته ومنله چې د سړو سیمو دولتي پوهنتونونه به راتلونکې دوشنبه د روانې کب میاشتې په ۱۵ مه چې د مارچ میاشتې له پنځمې سره برابره ده نوی تحصلي کال پیل کړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي بي بي سي ته وویل چې دا پرېکړه د لوړو زدکړو وزارت رهبرۍ شورا کړې.
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د لیندۍ میاشتې په ۲۹ نېټه د یوه مکتوب په ترڅ کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو او د لوړو زدکړو موسسو کې د "نجونو تحصیل تر امر ثاني" پورې ځڼدولی وو چې پراخ غبرګونونه یې را وپارول.
هغه مهال د طالبانو حکومت ویلي وو چې په دې برخه کې ځینې ستونزې شته چې سمون ته اړتیا لري.
اوس د لوړو زدکړو وزارت وایي چې په ژمنیو رخصتیو کې یې د پوهنتونو ارزونه کړې او د هغوی ډېرې ستونزې یې حل کړې دي.
خو د پوهنتونو د پیل په اړه له نوي اعلان نه داسې ښکاري چې لاهم د طالبانو حکومت له نظره هغه ستونزې چې د دوی له نظره د نجونو زده کوونکو په اړه شته نه دي حل شوې ځکه خو پوهنتونونه یوازې د نارینه زده کوونکو لپاره پرانیستل کېږي.

بل خوا د طالبانو لوړو زدکړو وزارت په خبرتیا کې یوازې دولتي پوهنتونونه یاد شوي او د شخصي پوهنتونو یادونه نه ده شوې.
د افغانستان د شخصي پوهنتونو ټولنه تمه څرګندوي چې دا پرېکړه په دوی عملي نه شي.
ددې ټولنې ویاند کریم ناصري بي بي سي ته وویل شخصي پوهنتونو ته د تحصلي کال د پيل لپاره ځانګړی مکتوب ورغلی خو د نجونو یادونه نه ده پکې شوې.
خو دغه ټولنه اندېښنه لري که په راتلونکې کال کې هم نجوني شخصي پوهنتونو ته د زدکړو لپاره پرې نه ښودل شي ډېر پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې به وتړل شي.
ښاغلی ناصري زیاتوي: " پرته له شکه چې دا یوه لویه اندېښنه ده، له وړاندې شاوخوا ۴۰ پوهنتونونه او موسسې چې ډېری محصلانې یې نجونې دي د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي."
ددې ټولنې د مالوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰ شخصي پوهنتونونه او لوړو زده کړو موسسې فعالیت لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لوړو زدکړو وزارت د سلواغې په اتمه شخصي پوهنتونو ته امر وکړ چې د کانکور ازموینې لپاره تر "امرثاني" پورې نجونو ته د نوم لیکنې اجازه ور نه کړي.
د نوی ښوونیز او تحصلي کال لپاره ډېرې تمې وې چې طالبان به نجونې پرېږدې چې لوړې او ثانوي زده کړې وکړي.
لا مالومه نه ده چې د راتلونکی ښوونیز کال لپاره به چې څو اونۍ وروسته به پیلېږي له شپږم ټولکي پورته د نجونو زده کړو په اړه به د طالبانو حکومت پریکړه څه وي.









