له پوهنتونونو د نجونو پر منع کېدو کال واوښت؛ وايي، "ځان ته په هیله ورکولو ستړې شوو"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
"تېر کال د یوه پوهنځي فراغتغونډه وه، ما له یوې نجلۍ د فراغت خولۍ واخیستله، پر سر مې کړه او عکس مې پکې واخیست، ویل مې چې راتلونکی کال به موږ هم دا ورځ تجربه کړو خو د هماغې ورځې په دویمه یې زموږ پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې او د وطن د زرګونه نجونو دا ارمان پوره نه شو"
دا د کابل پوهنتون د یوې محصلې خبرې دي چې د خوندیتوب لپاره یې د 'ذکیه' په مستعار نوم یادوو. هغې ته دا صحنه لس ورځې مخکې د خپلو نارینه ټولګیوالو د فراغتغونډې عکسونو ور په زړه کړې چې پر فېسبوک یې خپاره کړي وو، په تورو چپنو کې روان وو او له خوښۍ یې خولۍ پورته ګوزار کړې وې.
ذکیه وايي، "ټولګیوالو مې مسېجونه کول چې هلکان فارغ شول؟ ما ویل هو، ټولې سختې خپه شوو. زموږ وروڼه دي، خدای دې یې اباد لري، ورته خوشالې شوو خو موږ ته خپلې نیمګړې هیلې مخ ته ودرېدلې چې اوس به موږ هم فارغې وو. ویل مو چې یوه ورځ به پوهنتون کې زموږ د فراغتغونډې بېنر راځړېدلی وي، فارغېږو به خو هغه ورځ د هلکانو لپاره وه، مګر زموږ قسمت پکې نه و."
د پلار وصیت

که څه هم تر کورنیو جګړو راوروسته په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې د ښځو تعلیم ته پام ډېر شو خو په افغانستان کې د نجونو زدکړو ته بیا هم ځينو کورنیو زړه نه ښه کاوه.
ذکیه وايي، کورنۍ، په ځانګړي ډول پلار یې له ټولو کلتوري، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره سره د دې ملاتړ کاوه او غوښتل یې لوړې زدکړې وکړي.
دا زیاتوي، "ما ته مې خپلوانو د زدکړو اجازه نه راکوله، ویلې دا نجلۍ ده، هسې نه زموږ عزت ته کومه صدمه ورسوي. خو پلار مې زما په ملاتړ ودرېد. لسم ټولګي کې وم چې هغه وفات شو. زه یې مشر اولاد یم. وصیت یې دا و چې باید درسونه ووایم. تر پوهنتونه راورسېدلم. نو په داسې یوې نجلۍ چې په اخري کال د پوهنتون دروازه بنده شي، څومره به ورته سخته وي؟"
"پخوا کلتوري ستونزو، ناامنۍ او اوس مو طالبان زدکړو ته نه پرېږدي"

د عکس سرچینه، Getty Images
په وروستیو کې ناامنۍ هم د پرمختیايي او ګڼو نورو چارو تر څنګ د افغانستان درسي سکتور هم وځاپه. پر ښوونځيو او پوهنتونونو بریدونو ځینې هغه کورنۍ هم زړه ماتې کړې چې د ښځينهو تعلیم ته یې زړه ښه کړی و.
ذکیه د هغې ورځې کیسه کوي چې پر کابل پوهنتون لوی برید وشو.
د پلار تر مرګ وروسته یې ترونو او ماماګانو ځان ته حق ورکړی و چې هغه د "امنیتي ستونزو" له کبله له پوهنتونه راوګرځوي.
ذکیه وايي، "په کومه ورځ چې په پوهنتون برید شوی و، زما د ترونو او ماماخېلو زنګونه راتلل چې نوره مو نجونې پوهنتون ته مه پرېږدئ. خو ما پوهنتون پرېنښود. مور ته مې ویل چې که زه شهیده هم شم ته به نه ژاړې، بلکې خوشالېږې به چې ما زدکړې کولې."
خو ذکیه خبره نه وه چې له هغو ټولو کلتوري ستونزو او ناامنۍ به روغه رمټ راوځي مګر په ژوندوني به له زدکړو منع کېږي.
دا زیاتوي، "دا دی داسې حالت راغی چې په ژوندوني یې زدکړې رانه پاتې کړې. دا ډېره سخته ده. زه مې اوس حتی کتابونو ته نه ګورم، نه شم ورکتلی."
"امر ثاني په امر دایمي بدل شوی"
د ذکیې په څېر د زرګونه افغان نجونو د لوړو زدکړو پر ارمان تېر کال په همدې ورځ هله خاورې واړول شوې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د دوی پر مخ د پوهنتونونو د بندولو اعلان وکړ.

د ۱۴۰۱ کال د تلې پر ۲۹مه (۲۰۲۲ کال دسمبر ۲۰مه) د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزیر ندامحمد ندیم په لاسلیک مکتوب خپور شو چې پکې راغلي وو، "د اناثو [ښځينهو] تحصیل تر امر ثاني پورې معطل دی"
له همدې سره د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې.
که څه هم د طالبانو حکومت له هماغه لومړي سره وايي چې ښځينهو ته د زدکړو لپاره له "اسلامي اصولو" او "شریعت" سره د یوه "سم چاپېریال" رامنځته کولو په هڅه کې دي خو ذکیه ګمان کوي چې هغه "امر ثاني" لنډمهاله نه بلکې "دایمي" شوی دی.
دا زیاتوي، "په موږ دا یو کال په همدې تمه تېر شو چې شاید نن ښه زېری واورو، شاید سبا یې واورو، ځان ته په هیلې ورکولو ستړې شوو خو دا امر ثاني اوس په امر دایمي بدل شوی، زه اوس دا یوه دایمي پرېکړه ګڼم چې شاید زموږ په ژوند کې نور تغیر رانه شي. زموږ پر هیلو، احساساتو او ژوند لوبې کېږي چې هرې افغانې لور ته ډېره دردوونکې ده."
بيبيسي په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت ویاند احمد ضیا هاشمي وپوښت چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بېرته پرانیستو په اړه کوم پرمختګ شوی او یا دا چې نجونو ته د لوړو زدکړو فرصتونه بېرته برابر شي؟
ښاغلي هاشمي همدومره وویل چې، " تر امر ثاني معطل دي" خو واضح یې نه کړه چې دا "امر ثاني" به تر څومره مودې دوام وکړي.
"د هېواد د نیمه فلج کېدو د مخنيوي درمل د نجونو زدکړې دي"

ذکیه وايي چې د نجونو پر زدکړو بندیز "زما د وطن تر ټولو لویه تراژيده ده او همدا زدکړې د دې وطن د ژغورلو، پرمختګ، سیالۍ او د ټولو دردونو یوازېني درمل او د هرې افغانې لور یوه ستره هیله ده."
هغه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غواړي چې "د هېواد د پرمختګ دا اساسي بنسټ مه نړوئ. د هېواد د نیمه فلج کېدو د مخنيوي ښه علاج همدا دی" او "کاش دا پرېکړه بېرته واخیستل شي او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړل شي."
ذکیه خپلو خورلڼو او همځولو ته ډاډ ورکوي چې هغه ورځ به راشي چې یو ځل بیا به "د ابادۍ وزرونه شړک وهي، زموږ هیلې به حتمن یوه ورځ رڼا راوړي، د نجونو ژوند به تغیر کوي او هغه ورځ به بیا (دا وطن به تل ځلېږي)"











