د پاکستان کراچۍ کې پولیسو بیا لسګونه افغانان نیولي؛ 'ګڼ شمېر یې قانوني اسناد هم لري'

پاکستا

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي‌بي‌سي

د پاکستان په سند ایالت او په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې د پولیسو لخوا د افغانانو نیولو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او ګڼ شمېر هغه افغانان هم نیول شوي چې دغلته د اوسېدو قانوني اسناد لري.

پاکستاني قضایانو ویلي چې نیول شوي افغانان به د دوی د اسنادو د ریښتنولۍ تر معلومولو پورې په زندانونو کې ساتي.

په همدې حال کې د سند ایالت والي 'کامران ټېسوري' ناقانونه افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې په دوو اونیو کې له پاکستانه ووځي.

نوموړی په یوه ویډیويي پیغام کې چې پاکستاني رسنیو خپور کړی، وايي ناقانونه افغانان دې په دوو اونیو کې له پاکستانه لاړ شي کنه نو لس کاله به په زندان کې تېرې کړي.

دی زیاتوي "هغه افغان چې په غیرقانوني ډول دلته اوسېږي، هغوی دې واوري چې تاسو په خپله خپل ټکټونه واخلئ او له دې ځایه لاړ شئ کنه نو په راتلونکو دوو اونیو کې به ستاسو پر ضد داسې ګامونه واخیستل شي چې بیا به راتلونکې لس کلونه په زندان کې تېرې کړئ."

د هغه ادعا دا ده چې ګوندې افغانان په ناقانونه کړنو او جرمنو کې لاس لري.

موږ هڅه وکړه چې افغانانو ته د دې جګپوړي پاکستاني چارواکي د خبرداري په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت او کراچۍ کې د افغان قونسلګرۍ د چارواکو غبرګون هم واخلو خو هغوی په دې اړه زموږ غوښتنې ته ځواب رانه کړ.‌

د طالبانو حکومت پخوا په ورته مواردو کې له پاکستاني چارواکو څخه له افغان کډوالو سره د ښه چلن غوښتنه کړې وه.

Sindh

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سند کې پخوا هم ګڼ شمېر افغان کډوال نیول شوي چې ځېنې یې تر اوسه زندانونو کې دي

د پاکستان په سند ایالت کې افغانانو دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په کراچۍ ښار او شاخوا سیمو کې ګڼ شمېر افغانان نیول شوي هم دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه وکیله 'مینزه کاکړ' چې د دې افغانانو کډوالو د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي، وايي چې په کراچۍ کې تازه په تازه له ۱۵۰ ډېر افغانان نیول شوي‌ دي.

هغه وایي، په دوی کې ګڼ داسې افغانان هم دي، چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو دغه اسناد ترې اوس پولیسو اخیستي.

اغلې کاکړ په زندان کې له یو شمېر داسې افغانانو سره هم غږېدلې او د هغوی ویډیويي کلپونه یې پر خپل ایکس پاڼه خپاره کړي، چې د قانوني اسنادو له درلودو سره سره نیول شوي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د یادونې ده چې په کراچۍ کې د پولیسو لخوا په تازه نیول شویو افغانانو کې نارینه او ماشومان شامل دي خو ښځینه په کې څوک نشته.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پاکستان بېلابېلو ښارونو، په ځانګړې توګه کراچۍ کې په وار وار د افغانانو د نیول کېدو کمپاینونه ترسره شوي.‌

له پخوانیو نیول شویو افغانانو یو شمېر خوشي او بېرته افغانستان ته ستانه کړی شوي، خو نور یې اوس هم د پاکستان په زندانونو کې شپې سبا کوي.

د پاکستان په سند ایالت کې د پولیسو لخوا د افغانانو د نیولو لړۍ په داسې حال کې بیا کړندۍ شوې چې افغان کډوالو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یا 'یو این ایچ سي ار' لخوا د ورکړل شویو کارتونو موده د تېرې جون میاشتې پر شلمه پای ته رسېدلې.

خو د پاکستان حکومت په یوې خبر پاڼې کې ویلي و چې تر هغه به دغو افغانانو ته څه نه وايي چې کابینه یې په اړه پرېکړه کوي.

خو د اغلې کاکړ په وینا اوس په کراچۍ کې قضایان دا خبره نه مني او ورته ویلي یې دي‌ چې نیول شوي افغانان به د دوی د کارتونو ریښتنولۍ تر معلومولو پورې په زندان کې ساتي.

او دا داسې پروسه ده چې کله ناکله ان څو میاشتې وخت نیسي.