پاکستان کې پولیسو د (ناقانونه اوسېدو) په تور 'تر زرو ډېر' افغان پنا غوښتونکي نیولي

کراچۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کراچۍ کې مرکزي زندان

له پاکستانه رپوټونه وايي، ددغه هېواد پولیسو سلګونه افغانان نیولي دي.

بله خوا، باختر خبري اژانس وايي، پاکستان کې د افغانستان سفارت چارواکو ویلي، کراچۍ کې یې د افغانستان د جنرل کونسلګرۍ په هڅو ددغو نیول شویو افغانانو له ډلې ۳۰ کسان د کراچۍ له زندانه راخوشي کړي دي.

پاکستان کې یوې وکیلې منیزه کاکړ ویلي، د سیند ایالت پولیسو نژدې ۱۱۰۰ افغان پنا غوښتونکي نیولي دي.

اغلې کاکړ بي بي س‍ي ته وویل، په څه باندې زرو نیول شویو بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

ددغې پاکستانۍ وکیلې په وینا،‌ ۳۴۰ کسان په جمشرو او ۷۰۰ نور په کراچۍ کې پولیسو نیولي دي.

منیزه کاکړ زیاتوي، ظاهراً ډېری دغه نیول شوي کسان او کورنۍ یې د (ناقانونه اوسېدو) له کبله نیول شوې دي.

دا وايي، په نیول شویو کې داسې افغانان هم شته چې د اقامت یا د اوسېدو قانوني اسناد لري.

دغه وکیله زیاتوي، له ځینو نیول شویو سره یې چې خپلوانو اړیکې نیولې ورته ویلي یې دي چې په بند کې دي.‌

کاکړ بي بي سي ته وویل، د سند پولیسو د ځینو نیول شویو کسانو له خپلوانو د ۲۰۰ زره پاکستاني کلدارو (نژدې ۹۰۰ ډالرو) "بډو" اخیستو غوښتنه کړې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت چلن غندلی او اندېښنه یې ښودلې ده.

نوموړي له پاکستاني حکومت غوښتي چې له افغان پنا غوښتونکو سره د نړیوالو بشر حقونو پر بنسټ چلن وکړي.

ښاغلي کرزي پر ټویټر له ملګرو ملتونو او د بشر حقونو له نورو سازمانونو غوښتي چې "پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ښه ژوند د شرایطو برابرولو کې خپلې هڅې او د دوی له حقونو دفاع وکړي".

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته لسګونه زره افغانان د بېلابېلو دلایلو له کبله خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول او ګڼ یې د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل.‌

پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د سلګونه زره افغانانو کوربه و چې ډېر کله له دغو افغانانو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن په اړه د بشر حقونو بنسټونو نیوکې کړې دي.