عمران خان: پاکستان کې زيږېدلو افغان کډوالو ته پاسپورټ ورکوو

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي خان په کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، له دې کډوالو ماشومانو سره باید د انسانانو په څېر چلند وشي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اعلان کړی چې د افغانستان او بنګله دېش هغو کډوالو ته چې دلته زيږېدلي د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ ورکوي. نوموړي دا خبره د یکشبنې پر ورځ کراچۍ کې یوې غونډې ته وکړه.

د پاکستان حکومت رسماً لا په دې اړه څه نه دي ویلي، او دا هم لا روښانه نه ده چې عمران خان دا خبره یوازې د کراچۍ مېشتو کډوالو ماشومانو په اړه کړې او که د ټول پاکستان افغان کډوال ماشومان یادوي.

عمران خان وويل، "دلته له بنګله دېش او افغانستانه خلک راغلي، د هغوی ماشومان دلته لوی شوي، هغوی ته پاسپورټ او شناختي کارډ نه ورکول کېږي، له همدې کبله دندې نه شي موندلی، که یې مومي هم د نورو پرتله نیمايي مزد ورکول کېږي، مثلا که نورو ته ۲۰ زره ورکول کېږي، دوی بېچاره ګانو ته ۱۰ زره ورکول کېږي، له دې کبله دلته کراچۍ کې یو محروم قشر رامنځته کېږي، دا به د مجبورۍ له کبله د جرمونو لور ته ځي. دا چې زه د پاکستان کورنیو چارو وزیر هم یم، تاسې ته نن وایم، چې انشاالله له ستنېدو وروسته به لومړی کار دا کوم چې دا له بنګله دېش او افغانستانه راغلیو خلکو ته به چې ماشومان یې دلته لوی شوي، پاسپورټ او شناختي کارډ ورکړل شي".

عمران خان وویل، په پاکستان کې له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان او بنګله دېش ګڼ شمېر کډوال زيږېدلي، خو دوی لا هم د دې هېواد تابعیت نه لري.

د هغه په وینا، د نړۍ په هر هېواد کې زېږېدونکی ماشوم حق لري چې د هماغه هېواد تابعیت ولري.

ښاغلي خان په کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، له دې کډوالو ماشومانو سره باید د انسانانو په څېر چلند وشي، که نه دوی مایوسه کېږي او له همدې کبله جرمونو او ورانکارۍ ته مخه کوي.

پاکستان کې افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د کډوالو د شمېرو له مخې دا مهال کابو یو نیم ملیون راجستر شوي افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي

لومړی وزیر عمران دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د پاکستان امنیتي چارواکي ډېری وخت په دې هېواد کې د نا امنیو پړه د افغان کډوالو پر غاړه ور اچوي.

د محرم، ټولټاکنو او نورو حساسو ورځو کې ډېر ځله پاکستاني امنیتي چارواکي لویو ښارونو ته د افغان کډوالو پر ورتګ بندیز لګوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې دا مهال کابو یو نیم ملیون راجستر شوي افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.

خو که د نا راجستر شویو کډوال حساب هم وشي نو د ډېرو په باور دا شمېر له درېیو میلیونو هم اوړي.

په دې حساب پاکستان په نړۍ کې د بهرنیو کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد دی.

پاکستان ته په لویه کچه د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ وروسته له هغه پیل شوه چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ.

له هغه راهیسې ملیونونو افغانانو په پاکستان کې څو لسیزې ژوند کړی، او په دوی کې لکونه ماشومان داسې دي چې هماغلته زېږېدلي دي.