"پاکستان کې افغان کډوال له ناوړه چلند او ځورونې رنځ گالي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
اکسپرېس ټريبيون:
اکسپرېس ټريبيون "افغان کډوال له ناوړه چلند او ځورونې رنځ گالي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى او وايي پاکستان د څه د پاسه دوه ميليون افغان کډوالو په ساتنه کې نه دى توانېدلى خپل نړیوال مسووليتونه پرځاى کړي.
ورځپاڼه د بشري حقونو څار نړېوالې ادارې سږني رپوټ ته اشاره کوي چې د نړۍ په لر او بر کې له بشري حقونو د سرغړونو بڼې يې ارزولي دي.
رپوټ وايي تېر کال د پاکستان ايالتي ادارو فشارونو له امله افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدا لړۍ چټکه شوه.
رپوټ کې راغلي چې پاکستاني پوليسو افغان کډوال گواښلي او پیسې یې ورنه اخيستې.
رپوټ د پاکستانيو لوړ پوړو چارواکو هغو ويناو ته هم اشاره کړې چې د افغان کډوالو د حق محدوديتولو په برخه کې د اندېښنو لامل شوې.
د بشري حقونو څار ادارې د رپوټ پر بنسټ په پاکستان کې پر رسنيو فشار اچول شوى چې له ترهگرۍ سره د مبارزې په لړ کې له بشري حقونو د شويو سرغړاويو په تړاو دې رپوټونه نه خپروي.
گارډين:

د عکس سرچینه، Getty Images
بريتانيا چاپه گارډين ورځپاڼه وايي ايران په سوريه کې شيعه مسلمانان مېشتوي چې د سوريې رژيم واک ټينگېدو سره مرسته وکړي.
ورځپاڼه وايي په هغو سيمو کې چې سونيانو د خپل سر خونديتابه لپاره پرېښي، په ډله ييزه توگه نوي وگړي مېشتېږي.
د ورځپاڼې په وينا تهران هڅه کوي له خپلو پولو نيولې د اسراييلو تر هغې پورې پر غځېدلې سيمه ولکه ټينگه کړي.
په سوريه کې د دمشق او هومز ترمنځ پرتې سيمې او د لبنان پولو ته نژدې د شيعه گانو د مېشتولو هڅې کېږي.
په يادو سيمو کې ځاى پر ځاى کېدونکي خلک لبنانيان او سوريايان دي.
واشنگټن پوست:
دغه امريکايۍ ورځپاڼه وايي د روسيې او د امريکا نوې ادارې په خپلمځيو اړيکو کې د ښه والي نوې نښې نښانې رادبره شوي.
روسيې د ولسمشر ټرمپ اداره چې د کار پيلولو په درشل کې ده د سوريې د سولې په اړه جوړېدونکې غونډې ته وربللې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکل شوې ياده غونډه د روانې مياشتې په وروستيو کې وشي.
ورځپاڼه وايي د اوباما اداره له دغې غونډې گوښه ساتل شوې وه، خو که د نوې ادارې چارواکي په دې برخه کې سوريې سره هوکړې ته ورسېږي نو دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو لومړنۍ نښه وي.
يوۀ امريکايي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرگند شي ويلي په دې تړاو کومه هوکړه نه ده شوې.
خو ترکۍ رسنۍ د ولسمشر اردوغان په وينا په خپلو خپرو کړيو رپوټونو کې ويلي چې امريکا به په دغه ناسته کې گډون وکړي.








