''ایران د اسد نظام ملاتړ ته ۴۰۰۰ جنګیالي استوي''

برتانوۍ ورځپاڼو د یکشنبې په ورځ د عربي هېوادونو او منځني ختيځ پېښو ته کتنه کړې ده.
انډپنډنټ ورځپاڼې سوریه کې روانه جګړه شاربلې او هلته یې د توکم پالنې اغېزو ته کتنه کړې ده.
ورځپاڼې د ''خاص: ایران د سوري نظام ملاتړ ته ۴۰۰۰ جنګیالي استوي''، په عنوان یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه پر امریکا تور پورې کوي، چې ګني د سوریې په کړکېچ کې د سنيانو او شیعه ګانو ترمنځ د بل شوي اور لمبو ته لمن وهي.
ورځپاڼه وايي، په منځني ختیځ، په تېره بیا سوریه کې زیاتره شیعه ګان د امریکا مخالف خو سني مسلمانان بیا د واکمن نظام پرضد د امریکا ملاتړ کوي.
انډپنډنټ زیاتوي، داسې کره اسناد یې ترلاسه کړي چې د ایران تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې تهران د سوري نظام د ملاتړ لپاره دغه هېواد ته د ایران د انقلابي ګارد د ۴۰۰۰ جنګیالیو د استولو پرېکړه کړې ده.
ورځپاڼه دا هم وايي، د ایران له امنیتي بنسټونو نژدې کسانو یې داسې معلومات ترلاسه کړي، چې تهران د اسد د نظام د پایښت پلوي کوي.
ورځپاڼې لیکلي چې ''په راتلونکو څو کلونو کې به تاریخ لیکونکي عراق کې د امریکا منل شوې ماتې او راتلونکی کال له افغانستانه د امریکایانو د وتلو پرېکړه اضافه کړي''.
د ورځپاڼې په خبره، امریکايي ایتلاف د خلیجي عربي هېوادونو له سیمې مصر بیا مغرب او بیا د برتانیا په لاس جوړ شوي اردن ته ورسېد.
وايي چې ان ترکیه هم له دې کاره اغېزمنه شوه، ځکه چې د حزب الله او سوریه کې د علویانو نظام ضد عناصر له ترکیې الهام اخلي.
ورځپاڼه په پای کې لیکي، اردن کې نژدې درې زره امریکايي پوځي کارپوهان دي، چې غواړي د سوریې په سوېلي برخه کې پر الوتنو بندیز ولګوي.








