حسن نصرالله: د اسد حکومت ملاتړ ته دوام ورکوو
د لبنان شیعه ډلې مشر حسن نصر الله ویلي ډله به یې د ولسمشر بشار الاسد د ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه خپلو پلویانو ته د ویډیو له لارې ویلي د حزب الله جنګیالي به په هغه ځای کې ځای په ځای شي چې اړتیا وي.
ویل کېږي چې د روانۍ میاشتې په لومړیو کې د القصیر ښارګوټي په بېرته نیولو کې د حزب الله ډلې مهم رول درلود.
د سوریې حکومت د امریکا هغه خبره چې ګواکې حکومت کیمیاوي وسله کارولې دروغ بللې ده.




