'ملګرو ملتونو عمران خان سره پاکستان کې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړې'

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې 'یو این ایچ سي ار ' مشر فلیپو ګراندې وايي، له ۲۰۰۲ کاله تر اوسه پورې څلور اعشاریه درې ميلیونه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
ښاغلی ګراندې د خیبر پښتونخوا نوښار سیمې زاخیلو کمپ یا پنډغالي ته د سفر پر مهال وویل، د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره یې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړې دي. ښاغلي ګراندې یوې خبري غونډې ته وویل:
''ځینې خلک داسې فکر کوي، چې ګواکې افغان کډوال خپل هېواد ته نه ستنېږي، خو داسې نه ده، که څه هم یو شمېر کډوال افغانستان کې د امنیت حالت ته اندېښمن دي، خو د کډوالو ستنېدو بهر روان دی. ''
نوموړي زیاته کړه پاکستاني چارواکو ورسره د کډوالو د ستونزو حل لپاره د هڅو کولو ژمنه کړې:
''له لومړي وزیر سره مو د کډوالو زده کړو او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې. دوی باید په ځانګړې توګه د کډوالو د تعلیم او روزنې برخه کې نور فعالیت وکړي. د کډوالو راتلونکی هغه مهال ښه کېدای شي او پاکستان او افغانستان کې ګټه کوي، چې دوی تعلیم او مسلکي زده کړې وکړي. ''
له ښاغلي ګراندې سره د کډوالو کمپ ته سفر کې د ملګرو ملتونو اداره کې د بشري حقونو برخې مشر مارک لووکاک او د کډوالو لپاره د یو این ایچ سي ار نیکو هیلو سفیره پاکستانۍ ممثله ماهره خان هم ملګري وو.
بل لور ته پاکستان کې د یو این ایچ سي ار ویاند قیصر اپریدي وویل، افغان کډوال د پاکستاني حکومت لخوا تر لنډې مودې د دوی هلته اوسېدو مودې غځېدو ته اندېښمن دي.

ښاغلی اپریدی وايي، ملګرو ملتونو له پاکستان حکومته غوښتي، چې هېواد کې د کډوالو اوسېدو موده زیاته کړي:
''په افغانستان کې هم د امنیت، ځمکو روغتیا او نور مسایل شته او دلته چې کوم کډوال ژوند کوي، دوی هم د لنډ مهال لپاره د اوسېدو اجازې له کبله له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دي، موږ له همدې کبله وایو چې د کال، دوو لپاره باید دغه موده وغځول شي. ''
د یو این ایچ سي ار چارواکو د معلوماتو له مخې دا مهال پاکستان کې ۱۴۰۰ زره افغان کډوال اوسېږي، چې اته سوه زره یې خیبر پښتونخوا کې مېشت دي.










