پاکستان بې اسناده افغان کډوال ثبتوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه د اوسېدونکو افغان کډوالو د ثبتولو پرېکړه کړې. چارواکي وايي، د نومونو د ثبتولو لپاره به په ټول هېواد کې ۵۰ مرکزونه جوړ کړي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د اوارۍ دکمېټې چارواکو د پاکستان د دغې پريکړې هرکلی کړی او دا یې يو ښه ګام بللی دی.
د پاکستان د سرحدونو چارو وزارت او د احصایې يا شناخت کارټونو جوړولو ادارې (نادرا) يو قرارداد هم لاسليک کړی چې په کې په ناقانونه توګه د اسېدونکو کډوالو د راجستر کولو پرېکړه شوې.
دغو کډوالو ته اسناد د "سزا او جزا" د تګلارې پر بنسټ ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه تړون د سرحدونو د چارو وزير جنرال عبدالقادر بلو څ او د پېژند پاڼو يا شناخت کارټونو د جوړولو د ادارې ریيس عثمان مبين له خوا لاسلیک شوی.
د کډوالو د راجستر کولو په ۵۰ مرکزونو کې به د افغان حکومت چارواکي د افغان کډوالو د پېژندګلوۍ تاييد کولو کې له پاکستاني چارواکوسره مرسته کوي.
د سرحدونو د چارو وزير عبد القادر بلوڅ ويلي، افغان کډوالو ته يو فرصت ورکړل شوی چې ځانونه ثبت کړي.
دی زياتوي هغه کډوال چې اسناد لري پوليس به د هغوې پر ضد ګام نه پورته کوي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې وياند شيرزاد بې بې سې سره په خبرو کې د پاکستان حکومت په دغه پرېکړه خپله خوښي څرګنده کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه وايي دوی د پاکستان چارواکو نه يو شمېر غوښتنې کړې وې چې په دغو کې پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې غځول او د نا راجستر کډوالو راجستر کول شامل کړي.
نوموړی زياتوي د پاکستان حکومت دغه پرېکړه پر ځای ده او دوی د دغې پرېکړې ستاينه کوي.
د پاکستان د سرحدونو چارو وزير عبدالقادر بلوڅ ويلي پاکستان کې نژدې يو ميليون غير راجستر افغان کډوال ژوند کوي. نوموړی زياتوي د کډوالو د راجستر کولو د پرېکړې پر تړاو له افغان حکومت سره اړیکه نيولې او افغان حکومت به د راجستر کولو بهیر کې د مرستې لپاره پاکستان ته افغان چارواکي استوي.








