پر تورخم بې اسنادو افغانان اوښتو ته نه پرېښودل کېږي

پاکستاني چارواکو د تورخم پر پوله هغه افغانان پاکستان ته نه پرېږدي، چې قانوني اسناد ونه لري. دواړو غاړو ته ګڼ افغانان راغونډ شوي دي.
د چارشنبې پر ګهیځ پاکستاني پوځيانو په تورخم پوله کې د لاسپیکرو په مټ خیبر پښتونخوا ته د اوښتونکو افغانانو لپاره اعلانونه وکړل، چې له اسنادو پرته د اوښتو هڅه ونه کړي.
د بي بي سي یو خبریال رفعت الله اورکزی وايي، د پاکستان په سرحدي ښارونو کې د افغان کډوالو د وېزو په اړه لټون پیل شوی، او یوازې هغه کډوال پرېښودل کېږي، چې د پاتې کېدو قانوني اسناد ولري او راجستر شوي وي.
د پاکستاني چارواکو لخوا افغانانو ته په تورخم لویې لارې د تګ راتګ موده د مې پر ۳۱مه پای ته ورسېده او د جون له لومړۍ نېټې (چهارشبنې) ورځې له قانوني اسنادو پرته يوه افغان وګړي ته هم پاکستان ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
لومړې پاکستاني چارواکو د اپرېل ۳۱ د افغانانو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه، خو بيا وروسته دغه موده د يوې مېاشتې لپاره وغځوله شوه.
افغان حکومتي چارواکو پاکستاني چارواکو ته د قانوني اسنادو په اړه د دغې مودې د غځولو لپاره رسمي عريضه ورکړې. په عريضه کې ویل شوې چې پاکستان دې د قانوني اسنادو په اړه له نرمۍ کار واخلي چې افغان وګړو ته د روژې او کوچني اختر په ورځو کې تګ راتګ اسانه شي.
په مرکزي ښار پېښور کې افغان کډوال د پاکستان له حکومت نه غواړي چې په تورخم پوله د مسافرو د اوښتو راوښتو شرطونه نرم کړي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د پاکستان حکومت ته یو غوښتنلیک ورکړی، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو د مودې غځولو رسمي غوښتنه او د پاتې کېدو اجازه پکې غوښتل شوې ده.
پاکستان کې د افغان کډوالو د ثبت کارټونو موده د جون پر ۳۱ نېټه پای ته رسېږي.
پاکستاني چارواکو ويلي و د کابېنې په غونډه کې به پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو په اړه پرېکړه وکړي، خو پاکستان حکومت تراوسه دغه پرېکړه نه ده کړې.

د عکس سرچینه، Getty
د یوې سروې له مخې، پاکستان کې کابو ۲٫۵ ميليونه افغان کډوال ژوند کوي چې ډېر کم یې ثبت شوي دي.








