امیتاب بچن که افغان کډوال؟

امیتاب بچن او شباز

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/STEVEMCCURRYOFFICIAL/AMITABH

نوي هندي فلم 'ټګز اف هندوستان' کې مو د مشهور هندي فلمي ستوري امیتاب بچن هغه نوې بڼه یا لږ تر لږه هغه تصویر لیدلی، چې یو شمېر هندۍ رسنۍ او دغه هېواد کې یې د خواله رسنیو کاروونکي دغه فلم کې د امیتاب نوي انداز په توګه ښيي؟

که ځواب مو هو وي، نو پوه شه، چې د ټګز اف هندوستان په نامه درسره ټګي برګي شوې ده.

له څو ورځو راهیسې هندي رسنۍ د یوه سپین ږیري سړي تصویر پرلپسې خپروي، چې عینکې یې پر سترګو دي او پر یوه سترګه یې پټۍ تړلې.

دغه رسنۍ ادعا کوي، چې دغه تصویر د امیتاب بچن دی او د فلمي رول لپاره یې ګواکې دغسې بڼه خپله کړې.

اوس معلومه شوې، چې دغه تصویر د امیتاب نه، بلکې پاکستان کې د شباز (شهباز) په نامه د یوه افغان کډوال دی.

دغه راز هم خپله تصویر اخیستونکي یانې مشهور عکاس سټېو مکرې څرګند کړی دی، چې وايي پاکستان کې یې د دغه ۶۸ کلن افغان سپین ږیري کډوال تصویر اخیستی دی او د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۲۷ مه یې پر انسټاګرام خپور کړی دی.

انسټاګرام

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/STEVEMCCURRYOFFICIAL

سټیو مکرې هغه مشهور عکاس دی، چې د افغان مېرمن شربت ګلې اخیستي تصویر یې نړیوال شهرت وموند.

په تصویر کې شهباز د امیتاب په څېر ښکاري او ښايي له همدې کبله یو شمېر کسانو په خواله رسنیو کې دغه تصویر په نوي هندي فلم کې د امیتاب بچن نوې څېرې په نامه لاس پر لاس کاوه.

ټګز اف هندوستان نومي فلم کې د امیتاب بچن تر څنګ عامر خان، کترینه کیف، فاطمه ثنا شیخ هم رول لري. ویل کېږي، دغه فلم به د روان کال نومبر کې نندارې ته وړاندې شي.

عامر خان

د عکس سرچینه، Spicer

فلم کې د امیتاب بچن تر څنګ د رول په اړه عامرخان وايي، بالاخره هغه ګړۍ راغله، چې ما یې انتظار کاوه. ټول عمر مې د امیتاب تمثیل ستایلی او هیله مې درلوده، چې په یوه فلم کې له هغه سر یو ځای رول ولرم. ټګز اف هندوستان لومړنی فلم دی، چې امیتاب او عامر خان په کې یو ځای رول لوبوي.