د سري دېوي هنر، خدا ګواه فلم او افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د هندي فلمونو مشهورې ممثلې سري دېوي ناڅاپي مړینې د افغانانو په ګډون د نړۍ لر او بر کې د هغې د هنر مینه وال خواشیني کړل. د سري دېوي د هنر افغان مینه والو په ذهن کې د هغې له نامه سره سم د ۱۹۹۲ کال خدا ګواه فلم بېنظیر ګرځېده، چې د آس سپرلي کوي، بزکشي یا وزلوبه کوي او په خرپ عشق کوي، خو له خپل میینه د پلار د قاتل پرې کړی سر هم غواړي.
خداګواه چې افغانستان، هند او نیپال کې ثبت شوی و د عاید له پلوه بریالی فلم و، د فلم فئیر په نامه یې درې جایزې هم وګټلې، د لکشمي کانت پیارې لال موسیقۍ او منوج ډیسايي لارښوونې ستاینه یې وشوه، خو نیوکې هم پرې شوي.
د فلم نکلونو ته ورته کیسه له ریالیزمه ډېره لېرې بلل کېده او د افغانانو دود دستور ته له هماغه یوې نظره پکې کتل شوي، چې معمولاً د هندي فلمونو کیسه لیکوال ورته ګوري.
دغه راز د عاشق معشوقې په رول کې د فلم مخکښ رول بادشاه خان "امیتاب بچن" او بېنظیر "سري دېوي" د عمرونو تر منځ ډېر تفاوت، یو شمېر کسانو ته د فلم خوند پیکه کاوه. هغه مهال امیتاب نژدې ۵۰ کلن و او سري دېوي څه باندې ۳۰ کلنه وه. که دا د فلم کیسې یا لارښوونې برخې کمزوري وبولو، نوپخپله د سري دېوي رول او تمثیل بې ساری بلل شوی.

د عکس سرچینه، Khuda Gawa Movie Poster
د خداګواه فلم یوه برخه د افغانستان مزارشریف ښار او شاوخوا کې ثبت شوې او دا هغه مهال و، چې شوروي ځواکونه له افغانستانه وتلي ول. امیتاب بچن ۲۰۱۰ کال کې د خداګواه ثبت مهال یادښتونه ولیکل او د هغه مهال افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د افغان ولس میلمه پالنې ستاینه یې وکړه.
خدا ګواه تیلګو ژبې ته هم واړول شو او پاکستان کې یې پر کیسه ټلویزیوني سریال ثبت شو، البته له خداګواه مخکې او وروسته هم سري دېوي اوږد هنري سفر وکړ، چې څه باندې څلور لسیزو ته رسېږي.
د ۸۰مو او ۹۰ مو کلونو اوږدو کې سري دېوي له هغو ښځینه فلمي ستورو یوه وه، چې د فلم لپاره یې حق الزحمه تر ټولو ډېره وه او دا په داسې حال کې و چې بالیووډ ته د راتلو پر مهال هغې په هندي ژبه خبرې نه شوی کولای او د هندي فلمونو د رول غږ به یې د دې پر ځای بل چا ورته ثبتاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په شخصي ژوند کې یې ۱۹۹۶ کال کې یو لوی بحران راغی، چې یوه لور ته یې د هغه مهال له فلمي ستوري متن چکرورتي سره نوم یادېده، خو هغې اصلاً د مشهور فلمي ستوري انیل کپور پر مشر ورور بوني کپور زړه بایلود.
بوني کپور هغه مهال د مونا په نامه یوه بله مېرمن او دوه ماشومان درلودل. بوني مونا پرېښوده، سري دېوي سره یې واده وکړ او پر هغې اعتراض کوونکو د مونا د کور پر ورانولو تورنه کړه.
عجیب تصادف دا دی، چې د سري دېوي بن مونا کپور ټیک دوې میاشتې له هغه مخکې مړه شوه، چې ټاکل شوې وه د زوی ارجن کپور فلم یې نندارې ته وړاندې شي او په ورته توګه سري دېوي له هغه مخکې مړه شوه، چې ټاکل شوې جولای کې یې له دوو لوڼو جانوې او خوشي، د یوې جهانوې فلم "دهړک" نندارې ته وړاندې شي.
دا ښايي بل تصادف وي، چې سري دېوي له "تهونایوان" نومي تامل فلمه خپل فلمي سفر پیل کړ او وروسته د هندي فلمونو لورته لاړه او هلته د دغه هېواد تاریخ کې لومړنۍ ښځینه "سوپر سټار" وبلله شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
اصلي نوم یې شري اما یانګیر ایا پان و او ۱۹۶۳ کال کې د تامل ناډو ایالت یوه مدافع وکیل کره زېږېدلې وه. څلور کلنۍ کې یې لومړی ځل تامل فلم کې د یوې ماشومې رول ولوباوه چې ۱۹۶۷ کال کې ننداره شو.
له هغه وروسته یې تر نژدې یوې لسیزې پورې تامل، تیلګو او ملیالم فلمونو کې رول لوباوه او وروسته تصادفاً بالیووډ ته لاړه، چې له څو کلونو وقفې پرته تر ناڅاپي مړینې پورې د هندي فلمي صنعت برخه پاتې شوه.









