۲۰۱۷: د بالیووډ غوغا جوړوونکی کال

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نصرت جهان
- دنده, بي بي سي اردو ډاټ کام، لندن
۲۰۱۷ د هندي سینما لپاره له غوغا یو ډک او لانجمن کال و. د کرن جوهر له "اې دل هې مشکل" فلمه نیولې د سنجي لیلی بهنسالي تر "پدما وتي" فلمه، د ګنګنا رناوټ او ریتک روشن له جنګه نیولې د کرن جوهر او کاجول د ملګرتیا خلاصون د دغه کال مهم خبرونه ول.
که روان کال په بالیووډ کې ستر فلمونه بازار ته وړاندې نه شول، خو پر ځای یې ډېر لانجمن فلمونه جوړ شول چې دغه تشه یې ډکه کړه.
کترینه کیف او رنبیر کپور په خاموشۍ له یوه بله لاره بېله کړه او د ریتک روشن او ګنګنا رناوټ د مینې کیسه په نفرت واوښته او پایله یې ان تر محکمې ورسېده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ارباز خان او ملائکه اړوړه خان په ډېرې مینې د دوو ملګرو په شان یو له بله د طلاق غوښتنه ومنله او له بلې خوا ویرات کولي او انوشکا شرما په ډېرې مینې خپل د واده مراسم ترسره کړل.
د هند نامتو سندرغاړي سونونګم د اذان خلاف غږ پورته کړ، نو د سر کلولو لپاره يې لس لکه انعام کېښودل شو، د پدماوتي د فلم په اړه غبرګونونه آن د دغه فلم د لوبغاړې دیپیکا د ستونې او پوزې پرې کولو تر غوښتنې پورې ورسېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images
ګنګنا رناوټ په کرن جوهر تور پورې کړ چې ګواکې ښاغلی جوهر په فلمي نړۍ کې خپلوانو ته لومړیتوب ورکوي.
د کرن جوهر د "اې دل هې مشکل" او اجی دیوګن فلم "شوایي" تر ړنګېدو وروسته د کاجل او کرن.

د عکس سرچینه، STRDEL
جوهر ۲۵ کلنه ملګرتیا له منځه لاړه، همداسې څه د شاه رخ خان د "رییس" او د ریتک روشن د "قابل" فلمونو په وخت کې هم شوي وو.
دا موضوع هغه وخت رامنځ ته شوه چې د ریتک روشن پلار (راکیش روشن) شاه رخ خان ته په غوسه شو خو ریتک روشن بیا دا موضوع سمبال کړه.
د عامر خان له "دنګل" فلم وروسته د اکشي کمار فلم "رستم" ته نړیواله جایزه ورکړل شوه، نو په هغه یې د "پوسټر بوای" نوم کېښود.
په پای کې نوازالدین صدیقي د خپل خپاره کړي کتاب له امله بخښنې غوښتو ته مجبور شو.
نواز په دغه کتاب کې د خپلې پخوانۍ ملګرې په اړه څه لیکلي وو چې دا کار ورته نه یوازې ډېر ستونزمن تمام شو، بلکې هغه مجبور شو خپل خپور کړی کتاب بېرته راټول کړي.

د عکس سرچینه، STRDEL









