لمسیو ته د امیتاب بچن لیک ''خپلواکې مېرمنې شئ''

د عکس سرچینه، AB FB
د هند فلمي نړۍ تر ټولو مخکښ ستوري امیتاب بچن هغه لیک چې ټولنه کې یې د ښځو رول په اړه لیکلی، په لږ وخت کې لور پر لور خپور شو او پرې بحثونه تاوده شول.
خو دغه لیک چې د امیتاب د لمسیو په اړه و، نو د خلکو له دلچسپي سره د ټولنیزو رسنیو کارونکو د غوسې لامل هم شوی دی.
سره له دې چې د امیتاب عمر اوس ۷۳ کاله دی، هغه لا هم د هند د فلمي نړۍ خورا مهم شخصیت بلل کېږي.
امیتاب په ډیجیټل نړۍ کې هم ډېر فعال دی او له همدې کبله د هند موبایل او نټرنېټ اتحادیې د ۲۰۱۵ کال لپاره د ټولنیزو رسنیو شخصیت په توګه ونوماوه.

د عکس سرچینه، .
نوموړي د تېرې دوشنبې پر ورځ پر فېسبوک یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې یې د خپلو دواړو لمسیو، نویانویلې او آرادهیا په ګډون د هند له ټولو لمسیو غوښتي چې ' خپلواکې ' مېرمنې شي.
د فلمي ستوري ابهيشک بچن پلار او د هندي فلمي نړۍ وتلې هنرمندې ایشوریه رای خسر امیتاب بچن وايي، لمسۍ به یې د نورو مېرمنو په څېر له ستونزو سره مخامخ وي او یوازې د بچن کورنۍ نوم چې دوی یې له ځان سره لري، ښايي د دوی ساتنه و نه کړي.
امیتاب بچن په ویډیو کې د خپل لیک له مخې لمسیو ته وايي:
ستاسې د غور نیکه د نوم له کبله ښايي تاسې په ټولنه کې شهرت، درناوی او پېژندګلوي ولرئ، خو دا چې تاسې ښځې یاست، خلک به درباندې خپل فکرونه تپي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
هغه زیاته کړه، خلک به درته وايي، داسې کالي واغوندئ، هغسې رویه وکړئ، له چا سره خبرې وکړئ، له چا سره یې مه کوئ، خو تاسې د نورو د پرېکړو سیوري کې ژوند مه کوئ، بلکې د خپل عقل او فکر په رڼا کې پرېکړې کوئ.
د امیتاب دغه درې نیمې دقیقې ویډیو له ۳ میلیونه ډېر ځلې کتل شوې او تر ډېره یې په اړه غبرګون مثبت و.
ویډیو ته غبرګون کې د شتول کمرن په نوم یو پیغام داسې لیکل شوی:
ښاغلیه تاسې رښتیا ډېره پر ځای خبره کوئ! د یوې نجلۍ په توګه ژوند کول ډېره ګرانه چاره ده.
یوې بلې مېرمنې سجیتا علي لیکي: واه، واه، کاشکې ټول هندي نارینه د امیتاب غوندې فکر وکړي.
خو بل لور ته دغه ویډیو د ستاینې تر څنګ له نیوکو سره هم مخامخ شوې.
پر ټویټر یوه پیغام کې سندهیا لیکلي:
ښاغلی بچن دا په نارینه سالاري رنګونو رنګ شوی لیک دی، ځکه ستاسې لمسۍ به د انا تګلاره هم لري.
ځینو نورو بیا د لیک خپرولو د مهال په اړه پوښتنې راپورته کړې. دوی وايي دا د امیتاب له نوي فلم سره تړاو لري، چې راتلونکي اوونۍ نندارې ته وړاندې کېږي او کیسه یې دجنسي تبعیض پر موضوع راڅرخي.

د عکس سرچینه، AB FB








