لور ته د ناروغې مور وروستۍ خبرې

لیک او د هغه پوښ د یوه کتاب منځ کې اېښودل شوی و

د عکس سرچینه، bbc

د عکس تشریح، لیک او د هغه پوښ د یوه کتاب منځ کې اېښودل شوی و

د بریتانیا په یوه کتاب پلورنځي کې له دویم لاس کتاب نه یو لیک پر ځمکه ولوېد چې د مرګ په حال کې مور پکې خپلې کوچنۍ لور ته وروستۍ خبرې کړې دي.

د کتاب پلورنځي خاوند ګورډن ډریپر هیله لري موندل شوی لیک او انځور د مېرمنې(مور) خپلوانو ته ورسوي

دا لیک کوچنۍ نجلۍ بتاني ته په خطاب کې لیکل شوی.

لیکونکې "د خپلې سینې خراب وضعیت" ته په اشارې لیکلي، "هېڅکله ما هېره نه کړې، تل به ستا مور واوسم."

ښاغلی ډریپر وایي: "ددې لیک تر موندلو وروسته مې پردې فکر وکړ چې یو کار باید وکړم. هیله من یم چې بتاني ومومم او دا لیک هغې ته ورسوم. اوسمهال مې یواځینۍ غوښتنه دا ده چې د لیک خاوند پیدا کړم."

په دې انځور کې ښځه له خپلې لور سره لیدل کېږي چې احتمالا د لیک لیکونکې او د هغې لور ده

د عکس سرچینه، bbc

د عکس تشریح، په دې انځور کې ښځه له خپلې لور سره لیدل کېږي چې احتمالا د لیک لیکونکې او د هغې لور ده

دا لیک له یوه دویم لاس کتاب نه چې کتابتون ته ډالۍ شوی و، پرځمکه ولوېد او پکې لیکل شوي: "که پلار دې تاته دا لیک لولي، نو دلیل یې دا دی چې زه مړه شوې یم، جنت ته تللې یم او له پرښتو سره ژوند کوم."

لیکونکې د خپلې سینې عملیات یادوي او بیا لیکي:

"زه به تل له اسمانه ستا پاملرنه کوم او کله چې تا یو ځلېدونکی ستوری ولیده لکه د وړکتون هغه شعر چې وایي، ځلېدونکی، ځلېدونکی کوچنی ستوری، پوه شه چې هغه زه یم. ما هېڅکله مه هېروه، ځکه چې زه به تل ستا مور واوسم."