تر ۵۳ کالو وروسته مین ته د معشوقې لیک ورسېد

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په متحده ایالتونو کې یوه ۶۴ کلن معشوق ته تر ۵۳ کلونو وروسته د خپلې معشوقې له خوا استول شوی لیک ورسېد.
د تېرې پېړۍ په ۵۰ مه لسیزه کې، کلارک مور د پنسلوانیا ایالت په کلیفورنیا پوهنتون کې له خپلې معشوقې فوني سره د مینې په تار وتړل شو، چې دواړه د پوهنتون محصلین وو.
دواړو مینانو به یو بل ته د مینې لیکونه استول، او د خپلو زړونو حال به یې په مټ په کې بیاناوه.
خو له دغو پیغامونو یې یو کلارک ته ونه رسېد. کلارک له فوني سره واده وکړ او څلور ماشومان یې پیدا او بیا سره جلا شول.
د کلیفورنیا پوهنتون ویاند وايي، دغه لیک په روانه میاشت کې د پوهنتون د پوست خونې په یوه کوټه کې پیدا شو، چې فوني کلارک ته د ۱۹۵۸ کال د فبرورۍ پر ۲۰مه لیکلی و.
محمد صدیق
د تېرې پنجشنبې پرورځ د پوهنتون چارواکو د ۷۴ کلن مور د اوسېدو ځای وموند، چې اوس یې نوم محمد صدیق دی او په اندیانا کې ژوندن کوي.
د پوهنتون ویانده کریسټین کینډل وايي، یوه ملګري یې ددغه لیک په اړه یو راپور لیدلی او بیا یې له هغې سره اړیکه نیولې ده.
دغه لیک کلارک ته داسې مهال استول شوی، چې هغه د پوهنتون د درېیم کال محصل و. خو د لیک په پاکټ د لېږونکي (مرسل) تر نامه پرته نور مالومات نه شته، او د لیک سرلیک یې ''فوني، تل پاتې مینه'' دی.
کینډل زیاتوي، چې د لیک تر موندلو وروسته یې له خواشيني شوې فوني سره لنډې خبرې کړې، دا ځکه چې اوس دغه پخواني معشوقان له یو بل سره هېڅ اړیکه نه لري.
دغه لیک د پوهنتون له یوه کمیس سره ضمیمه شوی، چې د یوه متقاعد استاد لپاره ډالۍ ګڼل کېږي.








