د انشټاین یو لیک په ۱۴ زره ډالر وپلورول شو

د عکس سرچینه، BBC World Service
په 1939 کال د اتوم پوه البرټ انشټاین په لاس یو لیکل شوی لیک د امریکا په متحده ایالتونو کې په ۱۴ زره ډالر وپلورل شو.
په دې لیک کې یهودو ته د نازیانو له خوا متوجه ګواښونه په ګوته شوي.
انشټاین، چې فزیک کې یې د نوبل جایزه ګټلې، دا پیغام په نیویارک کې خپل یوه امریکايي ملګري او سوداګر هیمان زېن ته لیکلی و.
په کلیفورنیا کې د مزایدې جوړوونکو ویلي، چې د دوی تر اټکل په ډېره بیه دغه لیک پلورل شوی دی.
په دې لیکلي پیغام کې، چې انشټاین پخپل ټایپست لیکلی، له هوايي ډګرونو څخه د یهودانو د تېښتې د هڅې په اړه فعالیتونه ستایل شوي دي.
کله چې په ۱۹۳۳ کال د نازیانو مشر ادولف هتلر واک ته ورسېډ، انشټاین له المان څخه چې خپل اصلي ټاټوبی یې و، د امریکا متحده ایالتونو ته وتښتېد.
د نسبي نظریې څښتن انشټاین په دې لیک کې ویلي:''د هغه مقاومت قوت د زرګونو کلونو لپاره یې یهودان ټينګ کړي وو، پر دودیز قوت او د طبیعت پر هغه احسان او مرستې ولاړ دی، چې یهودان یې لري.''




