"افغان حکومت له ترکیې غوښتي کډوال ور ستانه نه کړي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
عرب نيوز ورځپاڼې په خپل يوۀ خپاره کړي مطلب کې ليکلي، چې افغان حکومت له ترکيې غوښتي افغان کډوالو ته پناه ورکړي او يا يې پرېږدي چې اروپا ته ورشي.
ورځپاڼې د ترکيې له لوري تېره مياشت د ٧٠٠٠ افغانانو بېرته ستنونې ته هم اشاره کړې او وايي، ٧٧٥ کسان تېره اونۍ هم افغانستان ته بېرته ستانه کړل شوي دي او ١٤٥٠٠٠ افغان کډوال اوس هم په ترکيه کې مېشت دي.
ورځپاڼه وايي له ايران او پاکستانه د افغان کډوالو شړل کېدل او اوس د ترکيې له لوري هم د ورته گام پورته کېدل افغان چاوارکي هڅولي چې له انقرې سره د دغې ستونزې کابو کولو لپاره يوه گډه جرگه گۍ جوړه کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه
نيويارک ټايمز پلازمينه کابل کې پرونيو غبرگو چاودنو ته په اشاره ليکلي دا چاودنې پر يوۀ ورځ د داسې ډلو لخواه ترسره شوي چې هم د افغان حکومت او او هم د يوۀ بل مرگوني غليمان دي، چې اشاره د طالبانو ډلې او داعش ته ده.
ورځپاڼه وايي خو د افغانستان ملي امنيت رياست د دواړو بريدونو پړه د حقاني پر ډلې واچوله.
ورځپاڼې دشت برچي سيمه کې شوي بريد په تړاو چې پړه يې اسلامي دولت نومې ډلې منلې، وايي د سيمې اوسيدونکي د بريد له امله پارېدلې وو او وسله په لاس بريدگرو پسې ورغلل او پوليس ځواکونه اړ شول چې په زوره يې وگرځوي.
د قربانزاده په نامه د سيمې يوۀ اوسېدونکي ورځپاڼې ته ويلي له هغه وروسته چې پوليس د بريد له امله وتښتېدل نو هغه او وسله والو ملگرو يې د پوليسو د ماموريت بهر يو بريدگر وويشت.
هغه ويلي له بريدونو ستومانه شوي او نه غواړي چې نور نندارچيان اوسي.
ورځپاڼې بغلان کې طالبانو لاس ته د دوو ولسواليو لوېدو ته اشاره کړې او وايي ٦٥ سلنه افغانان د حکومت د ولکې او يا نفوذ په سيمه کې ژوند کوي او ٣٥ سلنه نور بيا د اورپکو د ولکې او يا نفوذ په سيمو کې دي.
واشنگټن پوست:
امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼې د ايران له اټومي تړونه د امريکا د وتلو او هغه هېواد ته د ولسمشر ټرمپ له لوري شويو گواښونو ته کتنه کړې او وايي ښاغلي ټرمپ له خپل دغه اقدام سره خپل اروپايي ملگري ناهيلي کړل او ايران سره د جگړې شونتيا يې رامنځته کړه.
ورځپاڼه وايي، د ښاغلي ټرمپ دليل دا دى چې گواکې ايران د اټومي وسلو جوړولو تکل لري. د ورځپاڼې په وينا دا هغه څه دي چې نه د امريکا استخباراتي ادارې، نه بهرني حکومتونه او نه هم هغه نړيوالې ادارې چې د ايران د اټومي بټيو د څار مسووليت ور له غاړې دى، ورباندې باور لري.








