ولسمشر غني عمران خان ته مبارکي ورکړې

غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر غني عمران خان ته په ټاکنو کې د بري مبارګي ورکړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته د تېرې اونۍ پارلماني ټاکنو کې بریا مبارکي ورکړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د یکشنبې ماسپښین له عمران خان سره تیلیفوني خبرې وکړې، او د افغان دولت او خلکو په استازیتوب یې هغه ته په ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړه.

ولسمشر غني عمران خان ته بلنه ورکړې چې کابل ته رسمي سفر و کړي.

افغان ولسمشر له ښاغلي خان سره په خبرو کې ویلي، دواړه هېوادونو باید تېرې تجربې هېرې کړي او پر یوه روښانه راتلونکي تمرکز وکړي.

د ارګ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي:

."د روښانه راتلونکي لپاره به فرهنګي، اقتصادي، اجتماعي او سیاسي برخو کې د اړیکو نوی بنیادي اساس ږدو"

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم همدا رنګه زیاته کړې چې د نوموړي حکومت به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو تاریخي ارزښتونو د خوندي ساتلو لپاره په لوړه کچه کار کوي.

نوموړي د ولسمشر غني د بلنې په ځواب کې ویلي، هیله لري چې ژر تر ژره کابل ته سفر وکړي او پر بېلابېلو مسلو له افغان چارواکو سره له نژدې خبرې وکړي.

تر دې وړاندې په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال هم هم د پنجشنبې پر ورځ عمران خان ته په ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړې وه.

نوموړي ویلي وو چې عمران خان په افغانستان کې د سولې او ثبات او همدا رنګه په پاکستان کې مېشتو افغان کډوال په اړه مثبت دریځ لري.

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عمران خان ویلي، له افغانستان سره ازاده سوداګري او پرانیستې پولې غواړي

هېره دې نه وي چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند د پاکستان پارلماني ټاکنو کې تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې دي، خو د حکومت جوړولو لپاره غوڅ اکثریت نه لري.

شنونکي په دې باور دي چې ښاغلی خان به کوم بل ګوند سره یو ځای، او یا هم د ازادو کاندیدانو په ملاتړ حکومت جوړ کړي.

له ټاکنو وروسته عمران خان پاکستاني ولس ته په خپله لومړۍ وینا کې ویلي وو چې له افغانستان سره دوستانه، ازاده سوداګري او پرانیستې پولې غواړي.