لومړنۍ پایلې: 'تحریک انصاف ډېرې پارلماني څوکۍ ګټلې، خو اکثریت نه'

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د ټاکنو د لومړنیو رسمي پایلو له مخې، د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند تر نورو ډېرې پارلماني څوکۍ ګټلي، خو د اکثریت په تر لاسه کولو نه دی توانېدلی.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د اعلان له مخې لومړنۍ پایلې ښيي چې د عمران خان په مشرۍ د انصاف ګوند یا تحریک انصاف په ملي اسامبله کې تر ټولو ډیرې څوکۍ یانې ۱۱۵، ورپسې مسلم لیګ نواز ۶۴ او پيپل ګوند ۴۳ څوکۍ ګټلې دي.
دغه راز متحده مجلس عمل ۱۲ څوکۍ ، پاکستان مسلم لیګ قاید اعظم ګوند ۴ څوکۍ، د پاکستان متحد قومي ګوند ۶ او د بلوچستان عوامي ګوند د ملي اسامبلې څلور څوکۍ خپلې کړي دي.
د ټاکنو کمېسیون د اعلان له مخې ۱۳ تنو د ازادو نوماندانو په توګه د ملي اسامبلې یا مرکزي پارلمان غړیتوب تر لاسه کړی دی.
د ایالتي اسامبلیو د پایلو په برخه کې په تر ټولو ګڼمېشته ایالت پنجاب کې مسلم لیګ نواز په لږ توپير سره له انصاف ګوند ټاکنې ګټلي، مسلم لیګ نواز ۱۲۹ او تحریک انصاف ۱۲۳ څوکۍ خپلې کړي دي.
په خیبر پښتونخوا ایالت کې انصاف ګوند د ۶۶ څوکیو په ترلاسه کولو د ایالتي اسامبلې اکثریت په واک کې لري او په سند ایالت کې پیپلز ګوند د ۷۶ څوکیو په ترلاسه کولو ددغه ایالت په اسامبله کې بریالی ګڼل شوی.
عوامي نېشنل ګوند او متحده مجلس عمل د خیبرپښتونخوا د ایالتي اسامبلې په ترتیب سره شپږ او لس څوکۍ تر لاسه کړي دي.
د بلوچستان عوامي ګوند د دغه ایالت د اسامبلې د ۱۵ څوکیو په ترلاسه کولو اکثریت په واک کې لري.

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان ملي اسامبله ۲۷۰ څوکۍ لري ، د لومړنیو پایلو له مخې هیڅ یو ګوند نه دی توانیدلی چې په پارلمان کې د لږ تر لږه ۱۳۷ څوکیو په ترلاسه کولو سره په یوازې سر د مرکزي حکومت د جوړولو جوګه شي.
اوس تمه داده چې انصاف ګوند له نورو ګوندونو او یا ازادو نوماندانو سره په ګډه حکومت جوړ کړي.
د دا ډول یوه ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره خبرې روانې دي.
بل لور ته د یو شمېر ګوندونو د اعتراضونو له امله په ځینو سیمو کې د رایو بیا شمېر پيل شوی دی.
په دې ډله کې د ملتان ، لاهور او مانسیهرې د ځینو ټاکنیزو حوزو رایې شاملې دي.
دې کې د لاهور هغه حوزه هم شامله ده، چې د مسلم لیګ نواز ګوند خواجه سعد رفیق د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پر وړاندې ۶۸۰ رایو سره ماتې خوړلې.
یو شمیر سیاسي ګوندونه د تېرې چارشنبې ورځې په ټاکنو کې د لویې درغلۍ خبره کوي.
کتونکي د پاکستان پوځ ته ګوته نیسې چې د انصاف ګوند په پلوۍ یې په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده، خو پوځ دا تورونه ردوي.
وړمه ورځ ناوخته د سیاسي ګوندونو په تر ټولو لویه غونډه کې وپتېیل شوه چې په ټاکنو کې د درغلۍ له امله به په لاریونونو او اعتراض لاس پور کوي.

د عکس سرچینه، AFP









