د پاکستان ټاکنې: د پي ټي ايم غړو بريا غورځنګ ته ګټه که تاوان؟

ر

د عکس سرچینه، Mohsin Dawar/ Twiiter

    • Author, اظهارالله
    • دنده, بي بي سي/پښتونخواه

د پاکستان ټولټاکنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو محسن داوړ او علي وزير د وزيرستان حوزو نه بريا موندلې خو دا انديښنې رامخې ته کيږې چې پي ټي ايم به له دوی پرته مخې ته ولاړ شي که یه.

محسن په خپل ټاکنيز کمپاين کې وخت په وخت په رياستي ادارو هم نیوکې کولې چې کمپاين کې ورته خنډونه جوړوي خو بیا هم بريالی شو او د پاکستاني پارلمان غړی به شي.

عام تاثر هم دا و چې پر رياستې ادارو د نيوکو له امله به محسن داوړ او علي وزير په ټاکنو کې پاتې راشي خو داسې و نه شول.

محسن داوړ د قبايلي سيمې حلقه اين اې ۴۸ نه د پاکستان په ټول ټاکنو کې ازاد کانديد و چې د پي ټي ايم له اړخه ولاړ نه و، ښاغلي محسن دغه حوزه پر څه باندې ۱۶زره رايو وګټله۔

همدا راز علي وزير چې د وزيرستان حوزې اين اې ۵۰ نه ازاد کانديد و، دغه حوزه یې په څه باندې ۲۳زره رايو ګټلې ده او بل ازاد کانديد طارق ګيلاني ته يې ماتې ورکړې ده.

شنونکي څه وايي؟

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، علي وزیر له سوېلي وزیرستان پارلمان ته بریالی شو.

خو پوښتنه دا ده چې د پښتنو د حقونو لپاره جوړ شوی تنظيم پي ټي اېم به له دوی پرته مخکې لاړ شي ځکه دغه دواړه- داوړ او وزیر- د تنظيم مخکښ غړي ګنل کيدل.

پيښور کې د سياسي چارو پوه ډاکټر خادم حسين بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې د دوی د پارلمان غړي جوړيدل پي ټي ايم ته تاوان نه بلکې ګټه ده.

هغه وايي اوس که پي ټي ايم ته څوک خنډونه جوړوي نو دوی به پارلمان د دې غورځنګ لپاره غږ او خبره کولی شي.

چې وپښتل شو پي ټي ايم ته به له مخکښو غړو پرته پرمختګ ستونزمن نه وي، د دې په ځواب کې خادم حسين وويل چې دغه غورځنګ ځوانانو پيل کړی او که چيرې يوه ښه تنظيمي ډانچه جوړه کړي نور مخکښ غړي به يې هم مخې ته راشي.

"پارلمان کې د غورځنګ غږ پورته کووم"

ر

د عکس سرچینه، Mohsin Dawar/ Twiiter

له بریا وروسته په لومړي ځل مځسن داوړ بي بي سي ته وويل چې کومې خبرې به يې له پارلمان بهر کولې اوس به يې پارلمان کې کوي او هيڅ ستونزه به ورته نه وي.

هغه وايي چې د پي ټي ايم سره يې اړيکه هيڅ نشي ختميدی او اوس به هم ورځي چې کومې غوښتنې يې دي ورسره به ولاړ وي.

د هغه په خبره دغه د پارلمان سياست هم د يوه مقصد لپاره کيږې او پي ټي ايم هم دغه مقصد دی چې د ولس ستونزې هوارې کړي.

د عمران خان ملاتړ

v

د عکس سرچینه، Ali Wazir/Twitter

د عکس تشریح، عمران خان د علي وزیر په مقابل کې څوک نوماند نه کړ.

ايا د پي ټي ايم غړي محسن او علي وزير به د پاکستان تحريک انصاف د حکومت ملاتړ کوي او که کوي يې نږ ګټه به يې څه وي، په ځواب کې د قبايلي سیمې خبريال رسول داوړ وايي چې ګټه به يې ډيره وي۔

هغه زیاتوي، چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په دې روستيو کې د پي ټې ايم د غوښتنو ملاتړ وار په وار کړی دی:

"دا يې هم پريکړه کړې وه چې د علي وزير په ضد کوم کانديد له وزيرستان و نه دروي او هغه شان يې وکړل".

منظور څه وايي؟

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، منظور پشتین وايي، که یې څوک غږ پورته کوي که نه، خو غورځنګ به د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د محسن داوړ او علي وزير په ګټه د غورځنک بنسټګر منظور پشتين بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې پي ټي ايم له سياست کولو سره هيڅ يوه چاره نشته او نه يې کوي۔

هغه وايي چې دا د ولس غورځنګ دی او دوام به لري۔

ښاغلی پشتين چې وپښتل شو چې ايا پي ټي ايم ته به د محسن او علي وزير نه شتون ستونزه خو نه لري، په ځواب کې پشتين وويل:

"دا غورځنګ دی.څوک به ځي او څوک به راځي".

محسن وايي چې په پارلمان کې به هم د پي ټي ايم غږ پورته کوي، خو د دې په اړه پشتين وايي که يې څوک په پارلمان کې غږ پورته کوي او که يي نه پورته کوي، د غورځنګ هلې ځلې به روانې وي او د حقونو غوښتنه به هر وخت کوي.