د منظور پشتین ملاتړې پنجابۍ کروندګرې

د دې ټولنې ډېری هغه غړې چې د منظور پښتین د ملاتړ غږ یې کړی، ښځې دی.
د عکس تشریح، د دې ټولنې ډېری هغه غړې چې د منظور پښتین د ملاتړ غږ یې کړی، ښځې دی.
    • Author, سحر بلوچ
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور کې د پنجاب اوکاړې سیمې یو شمېر کروندوګرو ښځو چې د پاکستان کروندګرو ټولنې غړې دي، نه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډه کې ګډون کړی و، بلکې د غورځنګ مشر منظور پشتین سره یې خپله همغږي هم اعلان کړې.

که یو لور ته د بې درکه کسانو خپلوانو د دغه غورځنګ له لارې خپل غږ پورته کړی، د کروندګرو ټولنې هم له همدې لارې خپل دریځ څرګند کړی.

د دې ټولنې ډېری هغه غړې چې د منظور پښتین د ملاتړ غږ یې کړی، ښځې دی.

د پنجاب اوکاړې سیمې اوسېدونکې بتول بي بي چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د خپلې کروندې ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي، په دې اړه وايي:

''موږ به د خپل حق تر لاسه کولو دوامداره مبارزه کوو.''

دغه تحریک کې شامل خلک له پاکستاني پوځه خپله حقونه او په ځانګړې توګه خپلې ځمکې غواړي.

کله یې چې کور ته ورغلم معلومه شوه، چې کور یې خپل نه دی. په یوه کوچنۍ خونه کې ډېر بزګران ناست وو او په ورته مهال یې خپلې ستونزې بیانولې.

د کروندګرو دغه تحریک ۱۸ کاله مخکې پیل شوی او په وینا یې ستونزه یې د پوځي زراعتي فارمونو د ځمکو ملکیت موضوع ده.

د دغې سیمې ۱۹ کلیو کې نژدې ۱۵۰ زره کسان اوسېږي، چې پر یاده ځمکه غنم، جوار او شولې کري. پوځ ادعا کوي، چې د ځمکو ادارې له حسابه دغه ځمکه د دوی ملکیت ده او کروندګر باید د خپلو حاصلاتو یوه برخه دوی ته ورکړي.

خو بل لور ته د سیمې اوسېدونکي وايي، ځمکې یې خپلې دي او پوځ ته د حاصلاتو له ورکولو وروسته دوی ته هېڅ نه پاتې کېږي. د بتول په وینا د دوی نیکونو د برتانوي واکمنۍ له کلونو د خپلې ځمکې له حاصلاتو پوځ ته ونډه ورکوله، خو ۲۰۰۱ کال کې دوی له داسې کولو انکار وکړو:

''دا زموږ ځمکه ده او ترې لاسته شوي غنم هم زموږ دي، که موږ دا پوځ ته ورکړو، موږ ته به څه پاتې شي؟''

د برتانیا واک له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني پوځ د دغو ځمکو کنټرول تر لاسه کړ. د پرویز مشرف واکمنۍ پر مهال بیا له بزګرانو د حاصلاتو بدل کې پیسې اخیستل کېدې.

دغه تحریک کې شامل خلک له پاکستاني پوځه خپله حقونه او په ځانګړې توګه خپلې ځمکې غواړي.
د عکس تشریح، دغه تحریک کې شامل خلک له پاکستاني پوځه خپله حقونه او په ځانګړې توګه خپلې ځمکې غواړي.

د ځینو په وینا، هغه مهال داسې پرېکړه هم شوې وه، چې پوځ هر وخت وغواړي دغه کسان له ځمکو شړلای شي، خو بزګران دا ردوي.

۲۰۱۷ کال د پوځ او هغو بزګرانو تر منځ چې پر دغو فارمونو اوسي یوه هوکړه وشوه، چې له مخې به یې بزګران د پیسو پر ځای پوځ ته پیسې پر ځای د حاصلاتو برخه ورکوي او بدل کې به یې پوځ دوی له ځمکو نه شړي.

پر دغه هوکړه باید ۱۲۵۰ لاسلیکونه شوي واي، خو تر اوسه پرې یوازې ۱۲۶ لاسلیکونه شوي او دا ځکه چې اوس هم یو شمېر بزګران د دغې هوکړې مخالف دي.