که د پوځ او پشتین غوښتنې یو شان وي؟

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، منظور پښتین وايي، که پاکستان کې یې غوښتنې ونه منل شي، بهر به هم مظاهرې پیل کړي.
    • Author, وسعت الله خان
    • دنده, شنونکی

پوځ هم قبایلي سیمو کې امن غواړي، د پښتون ژغورنې غورځنګ هیله هم دا ده.

پوځ هم له عملیاتو وروسته ولسي او قانون پلې کوونکو ادارو ته د ورځنیو چارو د سپارلو ملاتړی دی او د غورځنګ هم یوه غوښتنه همدا ده.

پوځ هم د اساسي قانون ور کړلو حقونو په کړۍ کې خپل مسوولیت پالل غواړي او منظور پشتین هم هغه حقونه غواړي چې دغه قانون ور کړي.

پوځ هم د عدالت لوړوالي او قانون ته د خپلې ژمنتیا له مخې د عمل خبرې کوي.

پښتون غورځنګ هم دا غوښتنه لري چې کوم خلک تورن دي یا د ترهګرۍ اړوند جرمونو کې شکمن دي هغه باید ونیول شي او مجرم وبلل شي او محکمې ته وړاندې شي، هیڅوک هم د خپل ځان داسې وکیل یا له قانون بهر نشي چې په اساسي قانون کې ځای نه دی ور کړل شوی.

دوی دا هم وايي، کله چې له ولسي نیولې د ترهګرۍ ضد او شرعي او پوځي محکمې وي، نو د ورځې د نیولو په ځای د شپې د چا بوولو او ورکولو څه اړتیا شته.

د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په کور د ننه او بهر په ځلونو ویلي چې د تېرو ۴۰ کلونو د تېروتنو بیه ور کوي.

منظور پشتین او د غورځنګ نور غړي هم دا وايي، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې پالیسۍ بدلې کړئ، چې له بربادۍ پرته بله نتیجه نه لري.

پوځ هم په هېواد کې وسلوالو ډلو ته په حکومت کې د حکومت جوړولو هیڅ ډول اجازه نه ور کوي او پښتون غورځنګ هم بې وسلې او تراوسه د اساسي قانون په چوکاټ کې خپلې هلې ځلې کوي.

پوځ هم د پاکستان په څېر ګڼ توکمه هېواد کې یووالی، پارلماني نظام او د صوبو، توکمونو او ډلو ترمنځ د جوړجاړي او یووالي زیاتېدل او پیاوړتیا غواړي.

پښتون غورځنګ هم دا وايي چې د زړه لړو لرې کولو او روح کې د ازغیو اېستلو لپاره د سوېلي اپریقا په څېر ریښتونی کمېسون جوړ شي، تېروتنو منلو سره چې چا سره چې زیاتی شوی هغه هم د زړه له تله بښنه وکړي او مخ په وړاندې تګ پیل شي.

که پوځ او پښتون ژغورنې غورځنګ یو ډول غوښتنې او دریځ لري، نو داسې ولې کېږي چې اول یې د ملاتړو نیول پیل شي.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د غورځنګ په هره غونډه کې د ورکو خلکو خپلوان د هغوی انځورونه ګرځوي.

بیا ولې یوه په بیړه جوړه شوې په وطنه مینه ډله ملي بیرغ پورته کوي، کوچنۍ مظاهره کوي او بیا پښتون ژغورنې غورځنګ ته د ناستې اجازه ور کول کېږي.

ان پښتون ژغورنې غورځنګ ته په رسنیو کې هم د خپرېدو اجازه نشته او که په دغه غورځنګ څه ویل شوي، نو داسې ښودل شوی چې د پاکستان دوښمنه ډله ده، له بهرنیو څارګرو ادارو پیسې اخلي او عامو خلکو کې کرکه خپروي.

وسلوالو طالبانو ته پر رسنیو د خپل دریځ وړاندې کولو اجازه وه، خو بې وسلې پښتون غورځنګ ترې بې برخې دی.

تر پیمرا پورې وايي، چې دغه هېواد کې رسنۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو له خپرولو منع شوې نه دي، خو هغه چا چې دوی منع کړې دي هغوی هم نه وايي چې دا کار یې ولې کړی دی.

خو دا ولې د هېواد دوښمن او غدار بچی دی چې ور سره مرکچي پلاوی هغه له جرګې نیولې د پېښور له کور کمانډر، بلاول بوټو، عمران خان، انساني حقونو او مدني ټولنو ډلې ټول وايي چې غوښتنې یې ټیک دي.

په دې هېواد کې غفار خان، ولي خان، جي اېم سید، خیربخش مري، غوث بخش بزنجو، عطاالله مینګل، فاطمه جناج، حسین شهید سهروردي، جام ساقي، بې نظیر بوټو، کمونېسټ ګوند، عوامي لیګ او څو نور غدار او امنیت ته ګواښ وبلل شول، خو تاریخ کله هم د غدار جوړولو صنعت سره یو ځای نه شو، ځکه په دوه زره اتلسم کال کې هم د دې فېلم چلول ګران دي.

یو وخت دلیل چوپول هم ممکن و، خو اوس که دلیل ته په دلیل ځواب نه وايي، نو بیا بیا له قبرونو پاڅېدونکې د ډېرو په شان وېرول کوي.

که د مه ځه سیمو او مه ځه مسلو ته له اوس څلور کاله مخکې رسنو ته د چورلکې لارښود خبریالۍ په ځای د سړک له لارې تګ وی او پرانیستی عدالت هم روان وی، نو اوس به منظور پشتین په کومه قبایلي چایخونه کې ناست او ګپ شپ به یې لګاوه.