څنګه د ښځو د تعلیمي کچې لوړېدل د ژوند ملګري ټاکلو لپاره معیارونه سختوي؟

د عکس سرچینه، kkshepel/Getty Images
- Author, سېلېن ګېرېت
- دنده, د بيبيسي نړیوال سروېس
د سنډرېلا او شهزاده چارمېنګ په څېر له فلکلوريکو او کلاسيکو افسانو رانیولې بیا د جېن اسټن د ویاړ او تعصب (Pride and Prejudice) نومي کتاب او بیا وروسته فلم کې د الېزابېت او مېسټر ډارسي په څېر، په ادبیاتو کې د مشهورو جوړو تر کیسو پورې، "تر ځان د لوړې سویې له سړيو سره د ښځو د واده" په اړه مفکورو او معیارونو له اوږدې مودې راهیسې په فرهنګ کې ځان ته بېلابېل نورمونه تراشلي دي. خو کله چې ښځې لوړې زدکړې کوي او مالي یا اقتصادي خپلواکي ترلاسه کوي نو پخواني دوديز معیارونه ورسره بدلېږي.
د اتريش د ویانا پوهنتون ټولنپوهه نادیه سټيبر وايي، "نن سبا د ځوانانو تر منځ ناانډولي په زیاتېدو ده ځکه چې اوس د نارینهوو پرتله داسې ښځې ډېرې دي چې پر لوړو زدکړو سمبالې دي."
دا زیاتوي چې تر ډېره ښځې له داسې چا سره د ژوند شريکولو ته لېواله وي چې یا یې د زدکړو کچه ورسره یو شان وي او یا یې هم ټولنيز او اقتصادي حالت. تر دې دویم یا بل انتخاب ته چې د ژوند په ملګرتیا کې "لوېدلی معیار" یادېږي په سختۍ رضا کېږي.
په ټولنپوهنه کې دې پديدې ته د "هايپوګامي زیاتوالی" وايي، یعنې له داسې یو چا سره واده چې سیال نه وي.
هايپوګامي یا له بې سياله کس سره واده څه معنی؟
هايپوګامي له داسې یو کس سره واده کولو یا رومانټيکې اړیکې جوړولو ته وايي چې په ټولنیز، اقتصادي او یا هم په تعليمي لحاظ ستاسې سیال/سیاله نه وي او په اصطلاح په سویه کې درنه ټيټ/ټيټه وي.
د دې برعکس یا متضاد عمل ته "هايپرګامي" وايي چې په ښځو کې ډېر عام دی. ځينو بدلېدونکو کلتوري معیارونو دوی د داسې ژوند ملګري موندلو ته اړې کړې دي چې له مالي پلوه باثباته یا پر پښو ولاړ وي، ترې مشر وي او د زدکړو کچه یې هم ترې لوړه وي.

د عکس سرچینه، Historical Picture Archive
یوه بريتانوۍ ټولنپوهه او په لندن کې د 'سيويټاس' په نوم د فکري بنسټ څېړونکې پروفیسره کترېن حکیم وايي، "په دودیز یا تاريخي ډول هلکانو ته تر نجونو ډېره د زدکړو زمينه برابره وه. تر ډېره نجونو په کور کې له خپلو مېندو د کور کارونه زده کول."
دا وايي، "د مېړه او ښځې تر منځ د عمر او زدکړو له پلوه لوی واټن د دې لامل شو چې پلارواکي وده وکړي. ښځو او سړیو لپاره تعلیمي برابري د عصري او شتمنو ټولنو ځانګړنه ده."
د راغلي بدلون په اړه شمېرې
په دې وروستیو کې خپرې شوې شمېرې دا بدلېدونکی حالت روښانوي. په ۲۰۲۳ کال کې د 'پيو' (Pew) څېړنيز مرکز یوې څېړنې په ډاګه کړه چې په امریکا کې د ۲۴ سلنه ښځو د لوړو زدکړو کچه تر خپلو مېړونو لوړه وه. دا کچه په ۱۹۷۲ کال کې ۱۹ سلنه وه.
په دې تحقیق کې دا هم معلومه شوې چې هغه مهال ۲۹ سلنه ودونه داسې وو چې ښځې او مېړه یو ډول ګټه وټه کوله. که څه هم اوس د ګډ ژوند هماغه پخوانی ډول دود دی چې تر ډېره مېړه د کورنۍ مرکزي یا یوازینی نفقه ګټونکی وي خو په ۱۶ سلنه ودونو کې دا مسوولیت ښځو سمبال کړی و.
د پام وړ خبره دا ده چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د هغو ښځو شمېر درې برابره ډېر شوی چې د خپلو مېړونو هومره پیسې ګټي او یا یې تنخوا ترې ډېره ده.

د عکس سرچینه، Mark Lawrence/TV Times
دا بدلونونه د اوږدې مودې راهیسې د جنسیت نورمونه ننګوي او د ملګرتیا په اړه کرښې بیا کاږي. ډېری وختونه د بدلېدونکيو واقعیتونو او ټولنیز انتخاب ترمنځ ټکر رامنځته کوي.
په اېګنایټ ډېټېنګ کمپنۍ کې ریباره، مېشلې بېګي وايي، "په داسې حال کې چې ځینې ښځې د لوړ ټولنیز-اقتصادي دریځ لرونکي ملګري لټوي، ډېری یې اوس د دودیزو دریځونو د نښانونو په پرتله احساساتي مطابقت، ګډو ارزښتونو او متقابل درناوي ته لومړیتوب ورکوي."
هغه زیاتوي، "دا تکامل د مساوي اړیکو پر لورې یو پراخ بدلون ښيي، چې د سلسله بندۍ جوړښتونو پرځای ټینګار پر ملګرتیا او شخصي بشپړتیا دی."
مېرمن حکیم وايي تعلیمي مساوات اوس په اروپا او شمالي امریکا کې تر ټولو ډېر عام دي.
دا وايي "شواهد ښيي چې، شاوخوا نیم، خو ځینې وختونه تر دریو پر څلورمه برخه پورې، جوړې د تعلیم له مخې سره برابرې دي."
"شاوخوا یو پر دریمه برخه مېرمنې او نږدې یو پر پنځمه برخه نارینه [د زدکړې له مخې] لوړ واده کوي. تعلیمي برابروالی یو نورم دی."
نړیوال نورمونه
په داسې حال کې چې په لویدیځو ټولنو کې د هایپوګامي زیاتوالی مخ په ډېرېدو دی، هایپرګامي لا هم د نړۍ په ډېرو برخو کې شته.
د امریکا په مریلنډ پوهنتون کې ټولنپوهه سونالډ ډیسای وايي، "د هندوانو صحیفې پر واده تمرکز کوي، خو 'انولوما' واده چې یو سړی د ټیټ ذات له ښځې سره واده کوي اجازه لري. 'پراتیلوما' بیا هغه دی چې یو سړی د لوړ ذات له ښځې سره له واده کولو منع کوي."

د عکس سرچینه، MarcoVDM/Getty Images
هغه زیاتوي په هند کې تنظیم شوي یا د کورنۍ په منځګړیتوب ودونه لا هم تر ټولو ډېر کېږي. نږدې ۹۵٪ دي. دودیز نورمونه چې په ورځپاڼو کې د واده اعلاناتو کې ښکاري، معمولا داسې ښيي چې زوم دې زوړ، لوړ او لږترلږه د ناوې په څېر ښه تعلیم یافته وي.
هغه زیاتوي، "څېړنې ښیي چې هایپوګامي، چېرې چې ښځې د ټیټې کچې تعلیم له نارینهوو سره واده کوي، مخ په زیاتېدو ده."
ایران یو بل حېرانونکی مثال دی ځکه چې په ټول منځني ختیځ کې د پوهنتون د ښځینه فارغینو لوړه کچه لري خو بیا هم، د پلارواکۍ نورمونه پکې دوام لري ځکه چې ډېری کورنۍ لا هم تمه لري چې نارینه نفقه ګټوونکی دی. له همدې امله پکې د مجرد، او تعلیم یافته مېرمنو کچه لوړه ده. خبریالان وايي دا ډول مېرمنې دوی ته د "منلو وړ" ملګرو په موندلو کې له ستونزو سره مخامخې دي.

د عکس سرچینه، Grigorev_Vladimir/Getty Images
خو دوی وايي، د ښځو نوی نسل دا دودیزې تمې ننګوي. ډېری یې شخصي خپلواکۍ، او مسلک ته لومړیتوب ورکوي او دا چې په عصري ایرانۍ ټولنه کې ملګرتیا څه معنی لري، له سره تعریفوي.
په چین کې، د سپکاوي اصطلاح "شینګ نو" ("پاتې ښځې") هغو ته ویل کېږي چې ۲۰ یا ۳۰ کلونه عمر ولري، لوړې زده کړې یې کړې وې او واده یې نه وي کړی. په جاپان کې مېرمنې په ډېرېدونکي ډول له دې امله چې له اقتصادي پلوه خپلواکې دي او د دودیزو جنسیتي رولونو بار نه مني په بشپړ ډول واده ځنډوي یا یې نه کوي.
له بلې خوا د ناروې او سویډن په څېر هېوادونه یو توپیر په ډاګه کوي. دغلته د جنسیتي مساواتو قوي پالیسۍ پر ځای دي، والدینو لپاره سخاوتمندانه رخصتۍ پکې شته او په کاري برخه کې د ښځو ګډون لوړ دی نو په همدې مناسبت ودونه او ملګرتیاوې هم مساوي دي.
مېرمن سټیبر وايي، "فشارونه په مختلفو ټولنو کې مختلف وزن یا بڼه لري."
هغه وايي: "[په لوېدیځ کې] هغه ښځې چې لوړې زدکړې لري - حتی که له خپلو مېړونو یې عاید ډېر هم نه وي - په اړیکه کې ښه ټولنیز حیثیت لري. ځواک لري. جوړه پرېکړو کې برخه اخلي خو په نورو کلتورونو کې، دا ښايي ډېر محدود وي."
د ټولنیزو رسنیو اغېز
سره له دې چې په عمل کې یې کمښت راغلی، هایپرګامي په ټولنیزو رسنیو کې یوه مشهوره کلمه پاتې ده. ډېری وختونه پرې د اړیکو مشورې او د شتمن یا لوړ رتبه ملګري د راجلبولو په اړه بې شمېره لارښوونې لیدل کېږي.
دې کار دې دوو نورو مشهورو انټرنېټي ټرېنډونو ته هم لمن وهلې ده. یو یې "د پاسپورټ وروڼو" (passport bros) په نامه مشهور ټرېنډ دی. داسې چې لویدیځ نارینه په بهرنیو هېوادونو کې د داسې ښځو په لټه کې وي چې دودیز جنسیتي رولونه مني. بل یې "ټرډوایف" (tradwife) غورځنګ نومېږي. دا پر خواله رسنیو ډېر مشهور دی. د دې نظر لروونکي کسان چې تر ډېره ښځې دي وايي چې په بهر کې تر کار کولو ښځې په کور کې په کار او ژوند کې خوښې دي.

د عکس سرچینه، sturti/Getty Images
مېرمن بېګي وايي: "دا حرکتونه ډېر وختونه ښيي چې خلک دودیزوالي ته زړه ښه کوي یا یې غواړي. ځینې وختونه ورته هایپرګاموس جوړښتونو او اړیکې ښه ښکاري."
"دا چاره په اوسني وخت کې د ملګرتیا پېچلتیاوې په ګوته کوي. هغه پېچلتیاوې چې خلک پکې شخصي خپلواکي له ټولنیزو تمو سره پرتله کوي. دا هغه مختلفې لارې چارې څرګندوي چې خلک غواړي په اړیکو کې بشپړه خوښي او ارامي ولري."
خو مېرمن سټیبر ۱۹۵۰ لسیزې ته ورته جنسیتي رولونو پر لور د اوسنیو خلکو تمایل ته په شک ګوري. وايي: "دا هغه څه دي چې پر انټرنېټ یوه ډېره کوچنۍ کړۍ پرې غږېږي. د ټولې ټولنې استازيتوب نه ښيي."
'ډېر عاید لرونکې ښځې: نادره خبره'
مېرمن سټیبر دا هم په ګوته کوي چې کله ښځې "تر خپلې سویې ټیټه ملګرتیا غوره کوي"، نو ډېر کله نارینهوو لپاره فشار رامنځته کوي. دا وايي دا کولی شي "د نارینهتوب په اړه دودیز نظرونه وننګوي".
دا زیاتوي: "مسله دا نه ده چې ښځې په لږ قناعت نه کوي. خبره دا ده چې ایا نارینه کولی شي له هغې ښځې سره ګوزاره وکړي چې ډېر تعلیم یافته یا بریالۍ ده."

د عکس سرچینه، PeopleImages
ځینې ټولنپوهان هم دا استدلال کوي چې په داسې وخت کې چې د ښځینه تعلیم کچه لوړېږي، ټولنیز جوړښتونه په پټه د دودیزو جنسیتي رولونو ساتلو لپاره کار کوي - د معاش له توپیر نیولې، د نیم وخت کار ترویج یا د کار ځای نورمونو په څېر میکانیزمونو پورې چې د مسلک او موروالي توازن ستونزمنوي – همدا د نارینهوو اقتصادي تسلط پیاوړی ساتي.
مېرمن حکیم وايي: "هر ځای، نارینه معمولا د ښځو یا تر خپلو ملګرې یا مېرمنې ډېر عاید لري ځکه چې مېرمنې او مېندې معمولا کار په نیم کې پرېږدي. یا نیم وخت کار کوي."
دا وايي، "حتی په 'مساوي' سکنډنیویايي هېوادونو لکه ناروې، سویډن او ورته کې هم، مېړونه په اوسط ډول د کورنۍ عاید شاوخوا درې پر څلورمه برخه ترلاسه کوي. لوړ عاید لرونکې مېرمنې لا هم استثنا ده، یو نادر حالت دی، عام حالت نه دی."








