له پاکستاني زندانونو لسګونه نور خوشې شوي افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

راخوشي شوي افغان بندیان

د عکس سرچینه، @HafizZiaAhmad1

د پاکستان سند ایالت کې له زندانه لسګونه خوشې شوي افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل رسنیو ته په استولې کلپ کې ویلي چې دغه بندیان اسلام اباد کې د دوی سفارت او کراچۍ کې د کونسلګرۍ په هڅو راخوشې شوي.

هغه وايي افغانستان ته د دغو کسانو د لېږدېدو لګښت هم د دوی حکومت په غاړه اخیستی.

ښاغلي تکل زیاتوي، تر هغې وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته راګرځېدلي، پاکستان کې له ۲ زرو ډېر افغان بندیان د دوی په هڅو راخوشې او خپل هېواد ته ستانه شوې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو جنرال کونسل سید عبدالجبار تخاري وايي، لا هم هلته ۲۶۵ افغانان بندیان دي، چې په وینا یې ماشومان هم پکې شته.

دغه بندیان شکایت کوي، چې په زندانونو کې له خورا ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ان د روژې په میاشت کې خواړه هم نه ورکول کېږي.

ښاغلي تخاري د بي بي سي له عبدالمتین سمسور سره یوه مرکه کې وویل، ډېر بندیان هغه افغانان دي، چې د درملنې لپاره او یا هم د خپلو، خپلوانو لیدو لپاره پاکستان ته ځي، خو هلته د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله نیول کېږي.

ښاغلي تخاري زیاته کړه، په پاتې بندیانو کې ماشومان هم شته، خو ښځې پکې نه شته.

د یادونې ده، چې څه موده مخکې د سند په زندانونو کې یو شمېر افغان بندیان، چې ویل کېږي ناروغان وو، مړه شوي هم دي.

سید عبدالجبار تخاری هم د څلورو بندیانو مړینه تائیدوي چې په وینا یې دوی یې په هکله پاکستاني چارواکو ته ویلي و، خو په خبره یې هغوی خوشي نه کړل، چې وروسته بیا همالته په زندانونو کې مړه شول.

د دې کسانو د خوشې کولو پرېکړه یوه اونۍ وړاندې د مارچ پر ۳۱ شوې وه، خو ویل کېږي چې لیږد یې ځکه یوه اونۍ وځنډید چې د لېږد لپاره یې بسونه نه وو چمتو شوي.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، AFghanembassy@

د عکس تشریح، په تېره جنورۍ کې هم سلګونه افغان بندیان د کراچۍ ښار له زندانونو خوشي شوي وو.

له دې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې هم اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت چارواکو ویلي و، څه باندې ۵۰۰ افغان بندیان د کراچۍ له زندانونو ازاد شول.

پر خواله رسنيو د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو خپرو شويو عکسونو پراخ غبرګونونه راوپارول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېنشرۍ (يو اېن اېچ سي ار) هم پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه پيغام کې ويلي و، د پاکستان په سند کې د بندي افغانانو وضعيت په اړه رپوټونو جدي اندېښمن کړي دي.

د دې ادارې چارواکو ويلي، د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غواړي، هغو کورنيو ته پناه ورکړي چې د خونديتوب لپاره ورځي.