اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: پاکستان کې د افغان کډوالو نیول کېدو لړۍ روانه ده

پاکستان

د عکس سرچینه، Social media

په پاکستان کې د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې افغان سفارت مسوولینو تائيد کړې چې د دې هېواد پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې یې پاکستاني امنیتي ادارو لسګونه افغانان نیولي دي.

اسلام باد کې د افغانستان سفارت مسوولینو چې د طالبانو حکومت لخوا ګومارل شوي، نن چهارشنبه په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې د دوی معلومات ښيي، تر اوسه په اسلام اباد او پنډۍ ښارونو او شاوخوا سیمو کې د نیول شویو افغانانو شمېر ۲۵۰ کسانو ته رسېدلی دی.

د سفارت چارواکو په دې لړ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له مسوولینو او ځايي پولیس چارواکو سره هم لیدلي، خو په ظاهره د افغانانو نیول کېدو د لامل په هکله څه نه دي ویل شوي.

د یاد سفارت په ټویټر پیغام کې ادعا شوې چې په نیول شویو افغانانو کې داسې کسان هم شته، چې پاسپورټونه او یا په پاکستان کې د کډوالو په حیث د اوسېدو اسناد هم لري.

په دې پیغام کې له پاکستاني حکومته غوښتل شوي، چې ''د افغان کډوالو نیولو لړۍ باید ودرول شي، اندېښنو ته رسمي ځواب وویل شی، ځکه دا د دوړاو هېوادونو پر خپلمنځي اړیکو منفي اغېز کوي. ''

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي او معلومه نه ده چې هلته مېشت افغانان ولې نیول شوي، خو په اسلام اباد کې مېشت خبریال طاهر خان وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې ګڼ شمېر افغانان نیول شوي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د یادونې ده، چې په اسلام اباد کې له تېرو دوو کلونو راهیسې تر ډېره هغه افغانان هم دېره شوي، چې نورو هېوادو ته د لېږدېدلو په تمه دي.

له دې مخکې د روان کال په لومړیو کې د پاکستان سند ایالت کراچۍ ښار کې سلګونه افغانان نیول شوي وو.

تېر دسمبر کې پر خواله رسنيو د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو خپرو شويو عکسونو پراخ غبرګونونه پارولي وو.

په هغو بندیانو کې داسې ماشومان هم وو، چې عمرونه یې تر دوو کلونو کم وو، چې بیا په پاکستان کې د ځینو مدني فعالانو او افغان کونسلګرۍ مسوولینو په مرسته راخوشي او افغانستان ته واستول شول.