چین د خپل اقتصاد د سمون هڅه کوي - ټرمپ یې د پلانونو تګلوری بدلولی شي

ډونلډ ټرمپ او شي جین پینګ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ او شي جین پینګ په ۲۰۱۹ کې په خپله وروستۍ مخامخ لیدنه کې

چین د دویمې ولسمشرۍ دورې لپاره د ډونلډ ټرمپ له چمتو کېدو سره هم‌مهاله د خپلې اقتصادي ودې په موخه له نویو ګامونو پرده پورته کړې ده.

دغه هېواد هوډ لري د سیمه‌ییز حکومت له هغو لسګونو میلیاردو ډالرو پور سره مقابله وکړي چې د لا ډېرېدو مخه یې ونیسي.

ټرمپ په داسې حال کې چې په وارداتي محصولاتو یې د درنې مالیې لګولو ژمنه کړې د امریکا ټاکنې وګټلې، د نوموړي د تګلارو له مخې پر چینايي توکو تر ۶۰ سلنې لوړې تعرفې لګېدلی شي.

اوس د هغه بریا ښايي د شي‌جين‌پینګ د هغو پلانونو مخه ونیسي چې غواړي هېواد د ټېکنالوژۍ پر یوه ځواکمن کور بدل کړي - او د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

د ملکیت د کاروبار رکود، د حکومتي پورونو او بېکارۍ زیاتوالی او ټیټ لګښت د کورونا وبا له وخت راهیسې د چین وده ورو کړې ده.

نو دا مهال په چین کې د اجرائیه مقننه قوې (د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې) د وروستۍ اعلاميې لپاره خطرونه تر هر بل وخت ډېر دي.

ټرمپ د خپلې لومړنۍ دورې پر مهال پر چینايي توکو ۲۵ سلنه تعرفې ولګولې.

د چین شنونکی بېل بیشپ وايي، ټرمپ باید د خپلو نویو تعرفو د پلانونو په اړه عمل وکړي.

"فکر کوم موږ باید باور ولرو چې د هغه مانا دا ده کله چې (ټرمپ) د تعرفو په اړه غږېږي، موخه یې دا ده چې چین له سوداګریزو هوکړو شا ته شوی او باورمن دی چې چین او کووېډ د هغه لپاره د ۲۰۲۰ کال ټاکنو په لګښت تمام شوي".

په ۲۰۲۱ کې له سپینې ماڼۍ د ټرمپ له وتلو وروسته هم پر چین د واشنګټن فشار کم نه شو بلکې د بایډن ادارې اقدامات په خپل ځای کې وساتل او ځینې وخت یې ډېر کړل.

په داسې حال کې چې د ټرمپ د تعرفو لومړۍ څپې د چین لپاره دردوونکې وې، دا هېواد اوس په ډېر زیانګالي (زیان‌منونکي) حالت کې دی.

په تېرو دوو کلونو کې د کوویډ د ناڅاپه سختو محدودیتونو له وخت راهیسې، اقتصاد بېرته د ودې کچې ته ستنېدو کې مبارزه کوي.

ان ټاکنو کې د ټرمپ له بریا مخکې او وروسته له هغه چې چین په سپټمبر میاشت کې د خپل اقتصاد د ملاتړ لپاره ګامونه پورته کړل، د پیسو نړیوال صندوق (اې‌اېم‌اېف) د دې هېواد لپاره د کلنۍ ودې هدف کم کړ.

(اې‌اېم‌اېف) اوس تمه لري چې د چین اقتصاد به په ۲۰۲۴ کې ۴،۸٪ وده وکړي، چې دا د بېجېنګ له کابو "شاوخوا ۵٪" هدف نه ټیټ دی. اټکل دا دی چې راتلونکی کال به د چین د کلنۍ ودې کچه ۴.۵ سلنې ته راښکته شي.

په وروستي پلان کې له اوس څخه تر ۲۰۲۶ کاله پورې له اضافي ۶ ټریلیون یوان (۸۴۰ میلیارده ډالرو) ګټه اخیستل شامل دي چې د پورونو ناپایه کچې ډکولو کې له سیمه‌یيزو حکومتونو ژغورلو کې مرسته وکړي.

له لسیزو راهیسې، سیمه‌ییزو حکومتونو د لوړ مبلغ پیسو په پور اخیستو سره د ټول هېواد په کچه وده کې مرسته کړې - چې ډېره برخه یې د زېربنایي پروژو لپاره ورکول کېږي. خو د ملکیتونو صنعت کې ځوړتیا د دې لامل شوه چې ځینې ښارونه د خپلو بېلونو پرې کولو توان ونه لري.

خو د لسیزو فوق العاده ګړندۍ ودې په پای کې د هېواد مشران په بشپړ ډول غافلګیر نه شول.

په ۲۰۱۷ کې د وینال پرمهال ولسمشر شي وویل، هېواد یې پلان لري له "چټکي ودې د لوړ کیفیت پرمختګ پړاو ته ننوځي."

دا اصطلاح د چینایي چارواکو لخوا په مکرر ډول د پرمختللو تولیداتو او زرغونو صنعتونو لخوا پرمخ وړل شوي اقتصاد ته د بدلون لپاره کارول شوې ده.

خو ځینې اقتصادپوهان وايي چین په سادګۍ له ستونزو ځان نه شي رایستلی.

د اسیا پخوانی رئيس مورګن سټینلي سټیفن روچ وايي، چین له لسیزو اوږده کړکېچ سره مخ دی، هغه چې جاپان په ۱۹۹۰ لسیزه کې د ونډو او ملکیتونو مخ ځوړ حالت وروسته زغملی و.

له دې برخلیک سره د نه مخامخېدو لپاره، هغه وايي چین باید "د مصرفوونکو له تازه تقاضاوو" ګټه واخلي.

دی وايي "دا به نه یوازې د دوامدارې ودې لپاره هڅونه وي، بلکې د "تجارتي ترینګلتیاوو او د بهرنیو ټکانونو پر وړاندې به د [چین] زیانګالي کمه کړي."

دا ډېره پیاوړې اقتصادي بېلګه د ټرمپ د بېرته واکمنېدا له امله د رامنځ ته شویو ګواښونو مخنیوي کې له چین سره مرسته کولی شي.

نوی اقتصاد، زړې ستونزې

چین چې له ډېرې مودې راهیسې د نړۍ د ارزانه توکو فابریکه وه، هڅه کوي دغه بریا د لوړو ټېکنالوژیکي صادراتو له لارې تکرار کړي.

دا هېواد لا له وړاندې د لمریزو انرژیو تولید (سولر تختو) برېښنايي موټرو (EVs) او لیتیم ایون بېټریو کې د نړۍ مخکښ دی.

د انرژۍ د نړیوالې ادارې (IEA) په وینا، چین اوس د لمریزو تختو (شمسیو) لږ تر لږه ۸۰٪ تولید لري. دا د EVs او بېټریو تر ټولو لوی جوړوونکی هم دی چې دوی ته ځواک ورکوي.

د انرژۍ د نړیوالې ادارې تېر کال وویل، د پاکې انرژۍ په برخه کې د چین پانګونه د ټولې نړۍ درېیمه برخه جوړوي؛ ځکه چې هېواد یې د "د نوښت وړ ظرفیت په زیاتولو کې د پام وړ پرمختګ" ښودلی.

په لندن کې د څېړنيز مرکز چتم هوس مشر څېړونکی ډېوېډ لوبین وايي "یقینا په چین کې د لوړو تخنیکي تولیداتو د ملاتړ لپاره ټولیزه هڅه شته."

هغه زیاتوي، "دا ډېره بریالۍ وه".

د برېښنايي موټرو، لیتیم ایون بېټرۍ او سولر تختو صادرات په ۲۰۲۳ کې ۳۰٪ ډېر شوي، چې د لومړي ځل لپاره یو ټریلیون یوان (۱۳۹ میلیارد ډالرو؛ ۱۰۸ میلیارد پونډو) څخه ډېر شوي، ځکه چې چین په هر یو دغه صنعت کې خپلې نړیوالې ولکې ته دوام ورکړی.

د صادراتو ودې د چین اقتصاد ته د روان ملکیت کړکېچ له کبله د ګوزار کمولو کې مرسته کړې ده.

د اسیا پېسېفېک سیمې لپاره د پانګونې بانک ناټیکسس کې لویه اقتصادپوهه الیسیا ګارسیا – هیرو وايي "د چین ظرفیت به لوړ شي، په دې کې شک نشته. دوی د ودې بله سرچینه نه لري".

خو د دغو صادراتو د ډېرولو ترڅنګ، نه یوازې د امریکا، بلکې د لوېدیځو هېوادونو مقاومت هم زیات شوی دی.

یوازې تېره میاشت، اروپایي ټولنې د چین لخوا پر جوړو شويو برېښنايي موټرو (EVs) تعرفه ۴۵٪ ته لوړه کړه.

د موډیز انالیټیکس څېړنې مشرې کترینا اېل وايي، "اوس مهال ستونزه دا ده چې د اروپا او متحده ایالاتو په شمول د دې توکو لوی واردونکي په زیاتېدونکي ډول د دوی ترلاسه کولو ته زړه نازړه دي".

نن ورځ، لکه څنګه چې ټرمپ د چینایي وارداتو د بندولو ژمنې سره بیضوي دفتر ته راستنېږي، بېجېنګ باید له ځانه وپوښتي چې ایا د دې ورو اقتصاد د ودې لپاره به یې وروستي اقدامات بس وي که یا څه کول به غواړي؟