امریکا: چین د بایډن اداره کې د نفوذ هڅې چټکې کړې دي

چین امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا و چین اړیکې له بېجېنګ سره د هانګ کانګ او کورونا وېروس د وبا په ګډون د ځینو مسایلو پر سر د ډونلډ ټرمپ د اختلافاتو له کبله خورا سړې شوې دي.

د امریکا استخباراتي چارواکي وایي چیني څارګرو د امریکا د منتخب ولسمشر جو بایډن اداره کې د نفوذ هڅې ډېرې کړې دي.

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې د رییس دفتر کې د جاسوسۍ ضد څانګې مدیر ویلیام اېوانینا ویلي چینایانو د ښاغلي بایډن ډلې ته پر نږدې کسانو هم تمرکز ډېر کړی دی.

له دې سره هممهاله د امریکا د عدالیې وزارت هم وايي په دې وروستیو کې د چین له ۱۰۰۰ ډېر مشکوک استخباراتي ماموران له امریکا تښتېدلي دي.

ښاغلي اېوانینا د چهارشنبې پر ورځ د اسپېن موسسې د فکري مرکز په یوه مجازي ناسته کې وویل چینایانو امریکا کې د کورونا ویروس د واکسین د جوړېدو بهیر او وروستیو ټاکنو کې د لاسوهنې هڅې کړې دي.

هغه زیاته کړه: "موږ د چین د پلان شویو هڅو د ډېرېدو شاهدان وو او وړاندوینه کوو چې چین به اوس د خپلو هڅو لوری [د بایډن] نوې اداره کې نفوذ ته واړوي."

اېوانینا ویلي د چین هڅې یوازې د امریکا د نوي دولت پر غړو نه، بلکې هغوي ته پر نږدې کسانو هم متمرکزې دي.

هغه وايي: "په ډېره لېوالتیا سره غواړو ډاډه شو چې نوی دولت به د نفوذ دغه هڅې درک کړي".

د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ او منتخب ولسمشر جوبایډن د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال یو بل تورناوه چې ګواکې د چین تر نفوذ لاندې دی.

ټرمپ د دغو تورونو پر مهال چین سره د بایډن د زوی هنټر بایډن سوداګریزې راکړې ورکړې ته اشاره کوله او ډېموکراټ سیال یې په ځواب کې چین کې د ډونلډ ټرمپ بانکي حساب ته ګوته نیوه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر چین تور لګوي چې په لوی لاس یې کورونا وبا امریکا کې خپره کړې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر چین تور لګوي چې په لوی لاس یې کورونا وبا امریکا کې خپره کړې ده

د چهارشنبې ورځې په همدې ناسته کې د عدلیې وزارت د ملي امنیت له څانګې جان دېمېرز وویل د اوړي پر مهال سلګونه چیني څېړونکي چې د خپل هېواد پوځ سره یې اړیکې درلودې د امریکا د فدرالي څېړنې ادارې "ایف بي ای" لخوا وپېژندل شول.

ښاغلي دېمېرز وویل په دې اړه څېړنې تر هغې وروسته پیل شوې چې امریکايي چارواکو پنځه - شپږ چیني څېړونکي چې له پوځ سره یې خپلې اړېکې پټې ساتلې وې، ونیول.

هغه وايي: "دغه پنځه یا شپږ موارد یوازې تر سمندر لاندې د کنګل د غره څوکه وه خو دغه غر دومره ستر و چې زه نه پوهېږم که موږ او یا نور دې یې په اندازه پوه شوي وي."

دېمېرز دې ناسته کې وويل کله چې ایف بي ای له نورو کسانو سره لسکونه مرکې وکړې "له ۱۰۰۰ ډېر پوځ سره د اړیکو پالونکي چیني څېړونکي له هېواده ووتل."

ښاغلی دېمېرز وايي "یوازې چینایان" د دا ډول سیاسي او اقتصادي "جاسوسۍ" او "نورو ورانکاره فعالیتونو لپاره سرچینې، وړتیا او هوډ" لري.

هغه زیاتوي دا پر هغو زر تنو چیني محصلانو او څېړونکو برسېره وو چې امریکا یې په سپتمبر کې ویزې لغوه کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و یوازې هغو چیني محصلانو ته هرکلی وايي چې "د پوځي برلاسۍ لپاره د چین د کمونیست ګوند اهداف نه تعقیبوي."

چین امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په وروستیو میاشتو کې امریکا او چین څو ځلې د هانګ کانګ پر سر د ترینګلتیا حد ته رسېدلي

د ټرمپ حکومت تېره جولای کې بېجینګ د فکري شتمنیو په غلا تورن کړ او د تکزاس په هاسټن ښار کې یې د دغه هېواد کونسلګرۍ وتړله.

چین په ځواب کې پر واشنګټن د نژادپالنې تور پورې کړ، خو ښاغلي دېمېرز د چهارشنبې ورځې ناسته کې دا رد کړه چې ګواکې امریکا د چیني محصلانو په اړه د نژاد له مخې پرېکړه کوي.

د امریکا و چین اړیکې له بېجېنګ سره د هانګ کانګ او کورونا وېروس د وبا په ګډون د ځینو مسایلو پر سر د ډونلډ ټرمپ د اختلافاتو له کبله خورا سړې شوې دي.