"د چین او امریکا ترمنځ جګړه د ټولې نړۍ په تاوان ده"
- Author, حميد شجاع
- دنده, بي بي سي لندن
د چین خلک:

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین خلک په نوم د چین د کمونست ګوند رسمي ورځپاڼه، د چین او امریکا پر اړیکو لیکنه لري.
د ورځپاڼې په باور، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي یا پوځي جنګ د ټولې نړۍ په تاوان دی. د ورځپاڼې په باور، که مخامخ ټکر راځي ټوله نړۍ باید د یوه ځواک ملاتړ وکړي او بې طرفي به سخته وي.
ټرمپ له لومړۍ ورځې پر چین نیوکې کوي او سټویف بنن ستراتیژیست هم وایي د سویلي چین په اوبو کې جنګ کېدای شي.
ټرمپ تر دې دمه د چین له ولسمشر سره تیلیفوني خبرې نه دي کړي، خو له ۱۸ نورو مشرانو سره یې کړې دي
نیویارک ټایمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
نیویارک ټایمز ورځپاڼه د یو یمني محصل لیک په نوم مطلب کې لیکلي، دا ځوان عدیل منصور نومېږي، نوموړی د کډوالو په هکله د ولسمشر ټرمپ دریځ ته په اشارې وایي، د ټرمپ دا تګلاره هېڅ ګټه نه کوي، خو نوره سخت دریځي به هم ډېره شي.
د هغه په خبره، د ټرمپ کړنې د دې سبب کېږي چې د داعش په څېر ډلې خلک ور جذب کړي. نیویارک ټایمر له لومړۍ ورځې د ټرمپ ضد دریځ لري.
ګلف نیوز:

د عکس سرچینه، Getty Images
ګلف نیوز ورځپاڼه وايي، فلسطینیان اوس په کویت کې د کار ویزه اخیستلای او ژوند کولای شي. د ورځپاڼې په باور، دوی څو لسیزې دا اجازه نه درلوده او جنجال دا و چې د فلسطیني ادارې پاسپورټ نه منل کېده اوامنیتي ګواښونه هم وو، خو اوس د کورنیو چارو وزارت وایي پاسپورټ مني.
د کویت حکومت وایي ۴۰۰ فلسطیني ښوونکي به ګوماري او دا ښوونکي خپلې کورنۍ هم دغه هېواد ته ور وستلی شي.








