د امریکا ټاکنې؛ چین له اوږدې چوپتیا وروسته بایډن ته مبارکي ورکړه

شي/ بایډن

د عکس سرچینه، Reuters/EPA

چین له یوې نسبتاً اوږدې چوپتیا وروسته د امریکا متحدو ایالتونو په ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن پر بریا چې وړاندوینه یې شوې، هغه ته مبارکي ورکړې.

د جمعې پر ورځ د چین بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل:

''موږ د امریکا خلکو د انتخاب درناوی کوو او ښاغلي بایډن او اغلې هاریس ته مبارکي وړاندې کوو. ''

د امریکا او چین تر منځ اړیکي نه یوازې د دې دواړو هېوادونو لپاره مهمې دي، بلکې ټولې نړۍ ته اهمیت لري. دا وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، څارګرۍ او وبا موضوعاتو پر سر اړیکي ترینګلي وو.

روسیې تر اوسه د امریکا ټاکنو په تړاو د مبارکۍ یا هرکلي څه نه دي ویلي.

څلور کاله مخکې ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بریا وروسته ولادیمر پوتین له لومړنیو کسانو و، چې هغه ته یې د مبارکۍ پیغام واستاوه، خو دا ځل تر اوسه ښاغلي بايډن ته نه کوم ټیلیفون شوی، نه هم ټیلیګرام او یا په دې تړاو کوم ټویټ خپور شوی.

د کریملن یوه ویاند دیمتري پیسکوف خبریالانو ته وویل:

''موږ په دې باور یو، چې د ټاکنو يایلو رسمي اعلان ته انتظار مناسبه چاره ده. ''

تېرو څو ورځو کې ښاغلي بایډن ته د نړۍ یو شمېر مشرانو د مبارکۍ پیغامونه رسېدلي دي. د مبارکۍ پیغامونو دغه لړۍ د شنبې له ورځې پیل شوه، چې امریکايي رسنیو د ټاکنو پایلو وړاندوینه وکړه او ښاغلي بایډن خپله بریا اعلان کړه.

"د ولسمشر ټرمپ د درغلۍ ادعاوې بې بنسټه دي"

د ټاکنو د همغږۍ کمیسیون ویلي سږنۍ ټاکنې تر ټولو رڼې وې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ټاکنو د همغږۍ کمیسیون ویلي سږنۍ ټاکنې تر ټولو رڼې وې

بل لور ته د امریکا د ټاکنو فډرالي بنسټ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعاوې رد کړې او ټېنګار یې کړی چې د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنې " د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خوندي ټاکنې وې".

دې بنسټ په یوه بیان کې ویلي: "داسې هیڅ شواهد نشته چې وښيي د رایې اچولو له سیسټمه رایې لرې کړل شوې، ورکې شوې او یا دا چې رایې دې بدلې کړل شوې وي او یا دې جوړ جاړی شوی وي".

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې ښاغلي ټرمپ له کوم سند پرته ادعا کړې چې د ده دوه میلیونه او ۷۰۰ زره رایې له سیسټمه حذف کړل شوې دي.

دا بیان د ټاکنو د چارو د همغږۍ کمیسیون له خوا صادر شوی چې د امریکا د داخلي امنیت، د ټاکنیزو همکاریو کمېټې او د ایالتونو په کچه د ټاکنو چارواکي پکې غړیتوب لري.

دا لومړی ځل دی چې په لوړه کچه او په مخامخ ډول د ښاغلي ټرمپ د درغلۍ ادعاوې د ټاکنو د تر ټولو لوړې کچې بنسټ له خوا ردېږي.

ښاغلي ټرمپ تر اوسه د احتمالي بریالي نوماند په توګه د جوبایډن بریا نه ده منلې.

د ټاکنو پایلې چې له مخې یې بایډن بریالی ښودل شوی د امریکا ټولو لویو تلویزیوني شبکو د تېرې اونۍ په پای کې خپرې کړې.

د بي بي سي د تازه رپوټ له مخې ښاغلي بایډن په اریزونا ایالت کې هم د الکټرل کالج ۱۱ رایې خپلې کړې او په دې سره یې د الکټرل کالج ۲۹۰ رایې تر لاسه کړې دي، خو ښاغلي ټرمپ یوازې ۲۱۷ الکټرل کالج رایې لري.

دا له ۱۹۹۶ کال راهیسې لومړی ځل دی چې د یموکرات ګوند په اریزونا ایالت کې ټاکنې ګټي.

ښاغلي ټرمپ په مهمو ایالتونو کې د ټاکنو د پایلو په وړاندې اعتراض کړی او په ټاکنو کې یې د کوم سند له وړاندې کولو پرته د پراخې درغلۍ ادعا کړ ده.

د ټرمپ د ادعاوو په اړه د بارک اوباما اندېښنه

اوباما

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د جمهوریپال ګوند لوړپوړي غړي تورنوي چې د ټاکنیزو درغلیو د ادعا په هکله د ولسمشر ټرمپ په ملاتړ سره ولسواکي کمزوروي.

له سي بي اېس سره مرکه کې ډیموکراټ اوباما خپله مرکه کې- چې راتلونکې یکشنبه خپرېږي- وايي، جو بایډن سپینې ماڼۍ ته د تللو سږنۍ سیالۍ کې ښکاره بری لري.

ښاغلی اوباما وايي، د ښاغلي ټرمپ ولسواکه چلنلاره وايي، چې د نوموړي ادعاوې د دې واقعیت یا پکټ له امله دي چې ولسمشري بایلل نه خوښوي:

"زه له دې واقعیت ډېر اندېښمن یم چې نور هغه جمهوریپال چارواکي چې په دې واقعیت خورا ښه پوهېږي، خو بیا هم د ټرمپ ملاتړ کوي. "

نوموړی زیاتوي د جمهوریپالو دا ادعا د بایډن تر راتلونکي حکومت ډېره ولسواکي زیانمنوي او دا خطرناکه لار ده.

ښاغلي اوباما د خپلو خاطرو د نوي کتاب تر خپرېدو مخکې دا خبرې کولې چې پکې یې مشرانو جرګې او د ولسمشرۍ د لومړنۍ دورې په هکله لیکنې کړې دي.

سي اېن اېن د دې کتاب ځینې برخې خپرې کړې، چې پکې اوباما ویلي، ډونلډ ټرمپ د یوه تورپوستي د ولسمشرۍ په هکله د وهم خپرولو سره واک ته ورسېد:

"داسې و چې سپینه ماڼۍ کې زما شتون یوه ژوروه وېره جوړه کړه، داسې حس لکه طبیعي نظم چې له منځه تللی وي. "

د سي اېن اېن د رپوټ له مخې، بارک اوباما خپل کتاب کې زیاتوي: "د هغو میلیونونو امریکایانو لپاره چې د یوه تورپوستي له ولسمشرۍ وېرېدلي و ټرمپ د دوی د توکمیزې وېرې د ختمولو لپاره اکسیري ژمنه کوله. "

ټاکلې ده دا کتاب د نومبر پر ۱۷ پلور ته وړاندې شي او د هغو دوو کتابونو لومړی ټوک دی چې پر خپله کاروي دوره پکې خبرې کوي.