د امریکا ټاکنې: ټرمپ به تر ولسمشرۍ وروسته کوم کار کوي؟

د عکس سرچینه، THE WHITE HOUSE
ډونلډ ټرمپ په د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۲۰مې په واک کې وي، هغه نېټه چې خپل ځایناستي جو بایډن ته به واک پکې سپاري او ټرمپ به رسماً د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو د ځانګړي کلب غړی ګرځي. نو ټرمپ به تر هغه وروسته څه کوي؟
ډېر کارونه شته. د بېلګې په توګه، پخواني ولسمشر جیمي کارټر انساني مسلو ته خپل پام ورزیات کړی، جورج بوش (زوی) د رسامۍ هنر ته ځان وقف کړی، خو ټرمپ هېڅکله یو دودیز سیاستوال نه و.
د نارت وېسټرن پوهنتون د بازارموندنې استاد ټیم کالکینز په دې اند دی "ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال ګڼ معیارونه تر پښو لاند کړل، نو اوس هېڅ داسې توجیه نه لري چې ګنې د یوه پخواني ولسمشر په توګه به دی چال چلن وکړای شي."
په دې اړه ځینې شونتیاوې وړاندې کېدای شي:
ښايي ولسمشرۍ ته بیا نوماند شي
ښايي ټرمپ له سیاسي پلوه به بشپړ نه وي ناهیلی؛ امکان لري د سټیفن کلیولنډ له تجربې په ګټه اخیستو بیا ولسمشرۍ ته نوماند شي.
کلیولنډ هغه لومړنی ولسمشر و له سپینې ماڼۍ تر وتلو څلور کاله وروسته یو ځل بیا ولسمشر شو، د هغه لومړی واک په ۱۸۸۵ کې و او دویم ځل په ۱۸۹۳ کال ولسمشر شو.
د امریکا د اساسي قانون له مخې "هېڅوک تر دوه ځله ولسمشر کېدا وروسته بیا نه شي نوماندېدلی".
مخکېني سلاکاران پر دې اند ي چې ټرمپ ښايي د کلیولنډ پر ګام پل کېږدي.
په وروستیو کې، د سپینې ماڼۍ جګپوړي مامور مېک مولفاني وویل: "بې شکه ټرمپ هغه کوچني نوملړ ته شاملوم چې د ۲۰۲۴ کال سیالیو ته به ځانونه نوماند کړي".
ټرمپ په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ۷۱٫۵ میلیون رایې ګټلې دي، چې هېڅ کوم بل پخواني ماتې خوړلي نوماند په دې اندازه ډېرې رایې نه دي ګټلې، معنا دا چې ټرمپ هم په امریکایانو کې پاموړ مینه وال لري.

د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY
کالکینز وايي: "ټرمپ به له سپینې ماڼۍ وځي، خو شا ته به یې هومره ملاتړ موجود وي لکه سپینې ماڼۍ ته چې د راتګ پرمهال ورسره و".
اټکلونه ډېر دي چې د ټرمپ مشر زوی ښايي ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شي.
ښايي د خپلو کارمنو د امپراتورۍ ژغورلو هڅه وکړي
مخکې له دې چې ټرمپ سیاست ته ننوځي، د ملکیتونو کاروبار یې روان کړی و، د تلوېزیون ستوری او د سوداګریز برنډ یو وتلی سفیر ګڼل کېده.
ښايي ټرمپ به تر څلور کلنې ولسمشرۍ وروسته یوځل بیا خپلو سوداګریزو کارونو ته مخه کړي.
"نیویارک ټایمز" ورځپاڼې ویلي، چې ټرمپ تر ۴۰۰ میلیون ډالرو ډېر پورونه لري چې تر راتلونکو کلونو پورې یې ښه ګوزاره پرې کېږي.
د ټرمپ د شرکتونو ګروپ ملکیتونو کې ګڼ لوکس هوټلونه او د ګولف لوبغالي هم شامل دي.
د هغه نوم د هند ممبۍ، استانبول، فیلیپین او واشنګټن په ګڼو لوکسو ملکیتونو کې له لیرې ښکاري. سربېره پر دې د امریکا، بریتانیا، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا ګڼ ګولف لوبغالي هم دده په نامه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که ټرمپ تر جنورۍ وروسته همدا تګلوری غوره کړي، نو ډېر نور نوي کارونه به د ده د کاروبار برخه وګرځي.
د ټرمپ د کاروبار یوه برخه سفرونو او ساتېري ځایونو ته هم ځانګړې شوې ده، چې د کورونا وبا له کبله یې ډېر زیان کړی دی.
فوربس مؤسسې ویلي، د کورونا وبا له کبله د ټرمپ شرکتونو یو میلیارد ډالر زیان کړی.
نیویارک ټایمز د هغه د مالیې داسې اسناد موندلي چې ښيي په تېرو شلو کلونو کې نوموړي ډېره مالیه نه ده ورکړې خو تاوان یې هم کړی دی، "ټرمپ د تېرو ۱۵ کلونو له مجموعي عوایدو د لسو کلونو مالیه نه ده ورکړې،" غالباً لامل یې دا ښودل شوی چې ګنې تر ګټې یې د تاوان کچه لوړه وه".
ټرمپ او شرکتونو یې د نیویارک ټایمز پر دغه رپوټ نیوکهکړې او وايي چې دقیق نه دی.
ښايي د رسنیو یو کاروباري شي
ټرمپ پر تلوېزیوني پردو ډېر راغلی او ناشنا څېره نه لري او د یوه تلوېزیوني پروګرام په څوارلسو برخو کې پرله پسې راڅرګند شوی دی.
داسې اټکل هم کېدای شي چې ښايي ټرمپ بیا د رسنیو نړۍ ته مخه کړي، ځان ته ځانګړی تلوېزیون جوړ کړي.
د کیو سکورز شرکت مرستیال اجراییوي مشر هېنري شیفر وايي: "له شک پرته دی هم ډېر مینه وال لري".

د عکس سرچینه، Getty Images
شیفر زیاتوي، چې ټرمپ د کیم کارداشیان او هوارډ سټیرن په شان د تلوېزیون پر سکرین ځان مشهور کړی، "تر ډېره ټرمپ پر لانجمنو مسلو کار کړی خو پله یې پخپله ګټه اړولې ده".
نیوز مکس شبکه او OANN خبري شبکه هغه امریکايي رسنۍ دي چې ښايي ټرمپ همکاري ورسره پیل کړي، چې ټرمپ یې مخکې هم ملاتړ اعلان کړی دی.
ښايي د متقاعدو ولسمشرانو کلب سره یوځای شي
ټرمپ ته به د ولسمشرۍ د تقاعد تنخا سربېره له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته نور امتیازونه هم ورکول کېږي.
په ۱۹۵۸ کال د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو لپاره تایید شوي قانون کې راغلي، چې د پخوانیو ولسمشرانو ساتنه لازمي ده، چې کلنی تنخا (۲۰۷٫۸۰۰ امریکايي ډالر) هم پکې راځي.
همدارنګه، پخواني ولسمشران به د ژوند تر پایه د استخباراتو له ملاتړ برخمن وي، روغتیايي خدمت به یې کېږي، د سفر او کارمنو لګښتونه به یې ورکول کېږي.
نو ۷۴ کلن ټرمپ ښايي په ارامۍ تقاعد ته مخه کړي.
په تېره اکتوبر میاشت کې ټرمپ ویلي وو، که ټاکنې وبایلي، ښايي داسې احساس وکړي چې له هېواده وتلو ته اړ غوندې شي.
د امریکا ټاکنې؛ د جورجیا ایالت رایې په لاس بیا شمېرل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا په جورجیا ایالت کې چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل، دغه ایالت کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو نږدېوالی ته په پام پرېکړه شوې چې دا رایې بیا په لاس وشمېرل شي.
دا ایالت د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د جمهوریپالو یو اصلي مرکز دی، خو سږنیو ټاکنو کې ځکه د هیښتیا سبب شو چې ډیموکراټ جو بایډن پکې تراوسه له ډونلډ ټرمپ ۱۳ زره رایې مخکې دی.
څارونکي وايي، جورجیا کې د ۹۹ سلنه رایو د شمېر بشپړېدل دغه ایالت کې د بایډن د بریالیتوب اعلانولو لپاره بس دي، خو جورجیا کې چارواکي وايي، د ایالتي قوانینو او یوه نوماند د غوښتنې له امله باید دا رایې بیا په لاس وشمېرل شي.
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټاکنډلې د سې شنبې په ورځ د جورجیا ایالت د رایو بیا شمېرلو غوښتنه وکړه.
ولسمشر ټرمپ تر اوسه د ټاکنو پایله نه مني او د امریکا د دود له مخې یې جو بایډن ته ټلیفون هم نه دی کړی.
د جورجیا په څېر د مشیګان، پنسلوانیا او ویسکانسن د رایو پایلې هم نه مني او د دې ایالتونو د پایلو باطلولو او شکایت لپاره یې د وکیلانو ډلې ګومارلې دي.
د جورجیا د رایو بیا شمېر د ټاکنو پایلې ځکه نه اغېزمنوي چې ښاغلي بایډن د دې ایالت د ټاکنیز کالج له ۱۶ رایو پرته هم له دې مخکې د دې کالج ۲۷۹ رایې ګټلې دي او د بریالیتوب لپاره ۲۷۰ رایې بس دي.
بیا شمېرنه هم ډېر کم د پایلو د بدلون سبب کېږي او تراوسه دا ډول بیا شمېر له څو سلنې رایو بدلولو پرته بل بدلون نه دی راوستی.

د عکس سرچینه، FILM MAGIC VIA GETTY IMAGES
د جورجیا چارواکو هم د سې شنبې په ورځ ویلي و چې د رایو بیا شمېرنه کې د تېروتنې امکان ردولی نه شي، خو دا تېروتنې به د ټولو پایلو د بدلون سبب نه شي.
د جورجیا د ایالتي قوانینو له مخې د رایو بیا ګڼلو پایله باید د نومبر تر ۲۰ اعلان شي.
د ښاغلي ټرمپ ډله په وسکانسن کې هم د رایو بیا شمېرل غواړي.
د امریکا د کولمبیا پوهنتون د حقوقو موسسې استاد ریچارډ بیرفالټ بي بي سي ته وویل، د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې هم د ویسکانسن د رایو پایله وننګول او بیا رایې وشمېرل شوې، خو یوازې څو سلنه بدلون راغی.
ښاغلي بایډن په ویسکانسن کې له ډونلډ ټرمپ نږدې ۲۰ زره ډېرې رایې ګټلې دي.










