جو بایډن به د امریکا بهرنۍ پالیسي څنګه بدله کړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشرۍ ته د بریالي شوي جو بایډن له نظره په نړۍ کې د امریکا رول تر ډېره بریده هماغسې ده چې له کلونو راهیسې و.
د ولسمشر ټرمپ لیدلوری دا دی چې "امریکا تر هرڅه لومړۍ ده"، ملتپالنه او هغه نړیوال تړونونه تر پښو لاندې کول چې د ښاغلي ټرمپ په فکر د امریکا ګټه په کې څرګنده نه وي. نو هرڅه پر راکړې ولاړ و، جنجالي او یوه اړخیز ول.
بل دا چې اړیکي شخصي وې، د نړۍ له مشرانو د اړیکو پر بنسټ څه چې به د ښاغلي ټرمپ زړه کې وګرځېدل هماغه یې کول، او د خپل ټویټر پر بنسټ به یې پرېکړه کوله.
جو بایډڼ فکر کوي امریکا باید په نړۍ کې هماغه پخوانی رول ولري چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته یې رېښې په جوړو شویو نړیوالو انسټټیوټونو کې دي، او اساس یې مشترک لوېدیځ ارزښتونه دي.
د بایډن په واکمنۍ کې به څه بدلون راشي؟ لږترلږه درې مسلې د پام وړ دي، له ملګرو هېوادونو سره اړیکي، نړیواله تودوخه او منځنی ختیځ.
له متحدینو سره اړیکي
ولسمشر ټرمپ اوتوکراتان یا زورواکان ستایل او متحدین یې ترټل. د جو بایډن په لومړیتوبونو کې دا دی چې خرابې شوې اړیکي بېرته ترمیم کړي، په تېره بیا له ناټو سره.

د عکس سرچینه، VIEW press
د بایډن اداره به د روغتیا له نړیوال سازمان سره هم اړیکي ښې کړې او د کورونا له ناروغۍ سره د مبارزې مخکښی رول به ولوبوي.
ښاغلی بایډن ډېره هڅه کوي او دا یې د کمپاین تر ټولو مهم شعار هم و چې د امریکا متضرر شوی نوم به بیا بېرته خپل اصلي ځای ته ستون کړي.
نړیواله تودوخه
جو بایډن وایي دی له نړیوالې تودوخې سره مبارزه خپل لومړیتوب وګرځوي او د پاریس له اقلیمې هوکړه سره به بېرته یوځای شي چې ډونلډ ټرمپ ترې وتلی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر دې موضوع دواړه سره مخالفو غاړو کې دي. ښاغلی ټرمپ نړیوالې تودوخې سره مبارزې ته په دې سترګه ګوري چې اقتصاد ته تاوان رسوي.
ښاغلی بایډن دې ته لار هواروي چې د ۲ ټریلیون ډالرو پلان پلی کړی چې له مخې به یې د مضرو ګازونو تولید کم شي.
له ایران سره باید څه وشي؟
ښاغلی بایډن وايي دی چمتو دی چې یوې بلې نړیوالې هوکړې ته له ایران سره ورسېږي. تر دې وړاندې ولسمشر ټرمپ له ایران سره هغه هوکړه لغوه کړه چې له مخې یې ایران له دغه هېواده د بندیزونو د آسانولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام کچه کمه کړې وه.
وروسته له دې چې په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ ادارې د بندیزونو ټینګولو بیا پیل کړل په بدل کې یې ایران هم له خپلو کړو ژمنو تېر شو او د یورانیمو غني کول یې له ورته ټاکلي حده واړاوه.
یمن کې روان وضعیت
ښاغلی بایډن به د سعودي په مشرۍ په یمن کې په روانه جګړه کې د سعودي په مشرۍ د ائتلاف له ملاتړه هم لاس واخلي. ښاغلی بایډن د ملکي تلفاتو چې د یمن په جګړه کې اوړی مخالف دی.
د عرب او اسراییلو لانجه
جو بایډن د اسراییلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ. ښاغلی بایډن له پخوا اسراییل د ګټو ستر ملاتړی دی.

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
خو داسې نه ښکاري چې بایډن دې د لوېدیځې تړانګې د اشغال په تړاو د ټرمپ ادارې تګلارې خپلې کړي.
افغانستان؛ایا هرڅه به همداسې پاتې شي؟
لکه ښاغلی ټرمپ بایډن هم غواړي چې په افغانستان او عراق کې دغه اوږدمهالې جګړه پای ته ورسوي، خو بیا به هم په دواړو ځایونو کې په کم شمېر کې شتون ته ادامه ورکړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه جاري وساتي.
بایډن به د امریکا د دفاع وزارت بودیجه هم کمه نه کړي او نه به هم د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي، سره له دې چې له کین اړخو به پر دې مسلې ډېر فشار پرې راشي.
روسیې سره اړیکي

د عکس سرچینه، TASS via Getty Images
ښکاره ده چې د لوړپوړو ترمنځ په اړیکو کې به بدلون راشي. داسې ښکارېدل چې ښاغلی ټرمپ به ډېری مهال روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین له نړیوالو نورمونو سرغړونه کې بخښه. خو د ټرمپ اداره له روسیې سره جدي وه او په بندیزونو به یې سزا ورکوله. نو ښايي هماغه ډول چلند د بایډن په واکمنۍ کې هم دوام وکړي.
چین سره اړیکې او اقتصادي سیالي
په ۲۰۱۷ کال کې ښاغلي ټرمپ کیسه کوله چې څنګه دی او د چین ولسمشر شي جنپېنګ د چاکلېټ کېک خوړلو پر مهال سره صمیمي شول. خو تر هغه راهیسې ولسمشر ټرمپ خپله ملګرتیا پر چین د تورونو لګولو له کبله چې ګواکې کورونا ویروس يې قصدي خپور کړی او یا دا چې نوې سړه جګړه یې پیل کړې، خرابه کړه.
دا چې له اقتصادي پلوه له چین سره په راکړه ورکړه کې د ټرمپ ادارې کوم ګامونه اخیستي ښایي د بایډن کې هم ډېر بدلون ونه مومي ځکه د دواړه ګوندونو ترمنځ پر دې مسلې چندا اختلاف نشته.
د ټرمپ ادارې دا کمپاین بریالی شو چې د چین د مخابراتي ټکنالوژۍ د پراخېدو مخه ونیسي او په ځینو شیانو کې ورسره پریکون وکړي.
له دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي په بې سارې ډول زیانمنې هم شوې. خو ښاغلی بایډن د نورو اړیکو د بیا ټینګولو ترڅنګ د دې اړیکي د رغولو تکل هم کړی.








