که ټرمپ له واک پرېښودو ډډه وکړي نو څه به کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له ۲۴۴ کلونو راهیسې د امریکا په تاریخ کې هېڅ داسې نه دي پېښ شوي چې په ټاکنو کې ماتې خوړلي ولسمشر له سپینې ماڼۍ وتلو ډډه کړې وي.
د واک قانوني او سوله ییز منظم لېږد د امریکا یوه دیموکراتیکه ځانګړتیا ده. له همدې کبله اوس وېره دا ده چې که ټرمپ د جو بایډن پر وړاندې ځان مات ونه ګڼي، په هېواد کې به اندېښنه ډېره کړي.
"لا نه دي ختمې شوې"
ټرمپ له واشنګټن بهر د ګولف لوبه کوله چې په امریکا کې لویو خبري رسنیو د نومبر پر اوومه په ټاکنو کې د بایډن بریا اعلان کړه.
بیا وروسته د ډونلډ ټرمپ ټاکنیزې ډلې په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې "ټاکنې لا نه دي ختمې شوي".

د عکس سرچینه، Getty Images
ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو "موږ ټول پوهېږو ولې جو بایډن راوځي او د بریا ادعا کوي او ولې یې په رسنیو کې ملګري د مرستې هڅه کوي؛ ځکه چې دوی نه غواړي حقیقت برملا شي."
نوموړی زیاتوي: "ساده حقیقت دا دی چې دا ټاکنې لا نه دي بشپړې شوې."
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي وو، چې ټرمپ به د قضايي ادعاوو له لارې د ټاکنو نه منلو ته دوام ورکړي.
نوموړي په ټاکنو کې د درغلیو رامنځ ته کېدو ادعاوې هم کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د قانون له مخې، په ښکاره د اوسني ولسمشر د واک دوره د جنورۍ پر ۲۰مه ماسپښین مهال ختمېږي.
جو بایډن د امریکا ولسمشر ته د بریا تر ټاکل شویو رایو ډېرې رایې ګټلې دي چې د ټاکنیز کالج ګټلې رایې یې ۲۷۰ ته رسېږي، نو ځکه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د امریکا د ولسمشرۍ مستحق ګڼل شوی.
په مقابل کې یې ډونلډ ټرمپ قانوني امکانات لري، چې د ټاکنو پایلو کې د درغلیو ادعا رامخې ته کړي، خو که د جنورۍ تر ۲۰مه خپلې ادعاوې ثابتې نه کړای شي، نو نوي ولسمشر ته باید واک پرېږدي او ټرمپ باید له دې مقام لاس پر سر شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پرمهال په ښکاره خبرداری ورکړی و، چې ماتې به ونه مني.
ده څو ځله ویلي وو که ټاکنیز بنسټونه هرڅه وايي، دی په واک کې د پاتېدو هوډ لري، یوازې په یوه حالت کې ماتې خوړلی شي، چې ټاکنې "ولوټل" شي.
د جولای پر ۱۱مه یوه تلوېزیوني مرکه کې خبریال له جو بایډن وپوښتل ایا پر دې یې فکر کړی که ټرمپ له سپینې ماڼۍ له وتلو ډډه وکړي، څه به کېږي؟
د بایډن ځواب دا و چې "هو، په دې اړه مې فکر کړی دی". ده وویل په دې حالت کې به پوځ مسئول وي چې په واک کې د هغه د پاتېدو مخه ونیسي او په اسانۍ به یې له سپینې ماڼۍ وباسي.
بایډن د جمعې په ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، ټاکونکي - نه نوماندان- د ټاکنو پایلې ټاکي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغه په خبره،"د امریکا ولس به د ټاکنو پایلې ټاکي او د امریکا حکومت به له سپینې ماڼۍ د هغو کسانو د ایستلو توان ولري چې په زور ننوځي."
امکان لري د قضايي پولیسو او د پټ خدمت بنسټ پر غاړه د ټرمپ د ایستلو مسئولیت ورواچول شي.
د پټ خدمت بنسټ یو ملکي جوړښت دی چې د ولسمشر د امنیت نیولو مسئولیت لري او له قانوني پلوه د پخوانیو ولسمشرانو ساتنه یې هم دنده ده، د راتلونکې جنورۍ له ۲۰مې وروسته به د ټرمپ د ساتنې مسئولیت هم ولري.
له هغه وخت راهیسې چې بایډن په ټاکنو کې مخکښ اعلان شوی، د پټ خدمت کسانو د منتخب ولسمشر د ساتنې اجرات پیل کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بي بي سي له ځینو کارپوهانو پوښتلي ایا امکان لري چې ټرمپ به په ناقانونه توګه په واک کې د پاتېدو لپاره له امنیتي ځواکونو ګټه واخلي.
د اوهایو پوهنتون سیاستپوه او د ملي امنیت د چارو پروفیسر ډاکوټا روډسېل بي بي سي ته وویل:
"په ټاکنو کې له ماتې خوړلو وروسته په واک کې د پاتېدو لپاره ولسمشر ته له خپل صلاحیت د ګټې اخیستل ګران کار دی."
نوموړی وايي، که دی دا کار وکړي، "دا به هېواد ته لوی زیان واړوي او نړیوالې ډیموکراسۍ او ملکي او پوځي اړیکو ته به ډېر ضرر ورسوي."









