جو بایډن د واک لېږد بهیر لپاره کاري ډله وګومارله

جو بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د بریالي بلل شوي نوماند جو د بایډن ټاکنیزې ډلې اعلان کړی چې په جنورۍ میاشت کې نوموړي ته د ولسمشرۍ واک د لېږد لپاره یې ځانګړې ډله ګومارلې ده.

دا خبر د ښاغلي بایډن د کاري ډلې پر وېبپاڼه د ۵۰۰ هغو کسانو له نومونو سره خپور شوی، چې د جنورۍ په شلمه به له بایډن سره په سپینه ماڼۍ کې په بېلابېلو فدرالي ادارو کې کار وکړي.

د ښاغلي بایډن ډله دغه ګام داسې مهال اخلي چې باور لري دوی په ټاکنو کې بریالي دي، خو اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا هم خپله ماته نه ده منلې.

په یوه جلا پرمختګ کې نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن ویلي، ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له خوا ماتې نه منل "شرموونکي" دي.

نوموړی له بهرنیو مشرانو سره په تماس کې دی او وايي، یو شی به هم د واک د لېږد مخنیوی ونه کړي.

په دا مهال ولسمشر ټرمپ په ټوېټ کې ویلي، سره له دې چې ډېری تلوېزونونو د نوموړي د ماتې اټکل کړی، خو بالاخره به دی ګټونکی شي.

له دود سره سم هر څلور کاله وروسته امریکايي رسنۍ د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اټکلوي.

دي رسنیو اوسنیو ټاکنو کې جو بایډن بریالی اعلان کړ چې تراوسه یې د ټاکنیز کالج ۲۷۹ رایې یې ګټلې او په مقابل کې ډونلډ ټرمپ ۲۱۴ رایې خپلې کړې دي.

لا هم ایالت په ایالت پایلې تایید شوې نه دي او څو ایالتونو کې دا بهیر روان دی او پرېکند پایله به یې د ډیسمبر پر ۱۴ د ټاکنیز کالج غونډه کې اعلان شي.

بایډن څه وویل؟

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

یوه خبریال د سې شنبې په ورځ د دیلاور ایالت په وېلمېنګټن کې ټاکلی ولسمشر وپوښت که ډونلډ ټرمپ له ماتې منلو ډډه وکړي.

نوموړي په ځواب کې وویل: "زما په اند دا شرموونکې ده، پوره بربڼډ شرم. هغه څه چې زه یې ویلی شم هغه دا دي چې دا به د ولسمشر رواتوب یا مشروعیت سره مرسته ونه کړي. "

نوموړي جنورۍ کې واک لېږدولو ته په اشاره وویل: "په اخر کې، تاسو پوهېږئ چې دا هرڅه به د جنورۍ پر ۲۰ پېښ شي. "

ښاغلی بایډن د واک ترلاسولو بهیر کې له بهرنیو مشرانو سره ټلیفوني خبرې کوي.

د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني لومړۍ وزیر انګلا مېرکل او ایرلنډ مشر تیوسش میکاییل مارتن هغه مشران و چې د سې شنبې په ورځ یې له بایډن سره خبرې درلودې.

دې ټلیفوني خبرو ته په اشاره بایډن وايي: "ما دوی ته وویل، امریکا شاته شوې، موږ غواړو لوبې ته ستانه شو. "

ټرمپ او ملګري یې څه وايي؟

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د سې شنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ په غټو تورو څو ټوېټونه خپاره کړل چې پکې لیکلي: "د پراخو رایو شمېرل شرموونکي دي. دا زبادوي: موږ به ګټونکي یو. "

خو ټوېټر د نوموړي پر ټوېټ لیکلي: ټاکنو کې د درغلیو دا ادعا اختلافي ده. ولسمشر ټرمپ بیا بیا له ثبوت پرته ادعا کوي چې بایډن یوازې درغلیو سره ټاکنې ګټلی شي.

د ټرمپ ملګري او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د سې شنبې په ورځ خبري غونډه کې وویل: "کله چې قانوني رایې وشمېرل شي د ولسمشر ټرمپ دویمه اداره به پیل شي. "

د ډونلډ ټرمپ پلوي جمهوریپالو تر ډېره د بایډن له اټکلي بري تاییدولو ډډه کړې ده.

مشرانو جرګه کې د جمهوریپالو مشر مېچ مک کانل هم د ټاکنو د سمون لپاره د پلټنو په تړاو د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې ملاتړ وکړ.