د امریکا ۲۰۲۰ ټاکنې؛ هغه اسیایان د ټرمپ د بریا ملاتړي دي

ډونلډ ټرمپ ویتنام کې دېر مشهور دی چې ان یوه شرابخونه د هغه په نامه ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ ویتنام کې دېر مشهور دی چې ان یوه شرابخونه د هغه په نامه ده
    • Author, انډریس ایلمر
    • دنده, بي بي سي نیوز

ډونلډ ټرمپ د امریکا هغه ولسمشر دی چې نړیوال ملاتړ یې نه دی غوښتی. ده د ملت پالنې ښکاره سیاست (لومړی امریکا) سره نیمايي نړۍ ته ښکاره توهین کړی.

ده اروپايي مشران بې وسه او مکسیکویان یرغلګر بللي او د افریقا ټول براعظم یې له پامه غورځولی، خو ځینې په سوېلي اسيا کې او د چین ګډ دښمنان بیا چمتو دي چې د ده ملاتړ وکړي.

هانکانګ: یوازې ټرمپ کمونیست ګوند ځپلی شي

د دیموکراسۍ غوښتنې او د چین ضد اعتراضونو کې هانکانګ د بیجینګ له سخت غبرګون سره مخ شو. د بېلتون پالو او هغو لپاره چې د بیجینګ حکومت کمزوری کوي، د سزا لپاره امنیتي نوی قانون وضع شوی.

مدني فعالې او سوداګرې اریکا یوین بي بي سي ته وویل: "کله چې ډونلډ ټرمپ د ولسمشر په توګه وټاکل شو، ما فکر وکړ چې امریکایان لېونیان شوي. که څه هم زه اوس د هانکانګ له اعتراض کوونکو سر یوځای د ټرمپ پلوې یم، خو ما تل د دیموکراتانو ملاتړ کاوه."

دغه سوداګره وايي د هانکانګ لومړیتوب په امریکا کې هغه ولسمشر دی چې په چین کې کمونیست ګوند سخت وځپي او دا د هانکانګ د اعتراض کوونکو یوازېنۍ هیله ده.

د ټرمپ سیال جو بایډن هم ژمنه کړې چې چین ته به د هانکانګ پر وړاندې اقداماتو لامله سزا ورکړي او د چین ولسمشر شي جینګ پینګ جنایتکار بولي، خو د اغلې یون په اند توپیر دا دی چې د امریکا اوسنی دولت یوازېنۍ اداره ده چې دا پرېکړه یې کړي چې کمونیست ګوند نړۍ ته زیان رسول دي.

ټایوان: مشر ورور چې پرې تکیه کولای شو

هانکانګ په تېرو څو کلونو کې د نارامیو شاهد دی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، هانکانګ په تېرو څو کلونو کې د نارامیو شاهد دی.

د چین او ټایوان ټاپو ترمنځ ترینګلتیا په ډېرېدو ده. دغه دوه هېوادونود د یوې کورنۍ جګړې په لړ کې په ۱۹۴۰ لسیزه کې سره جلا شول. خو بیجینګ تینګار کوي چې د اړتیا په وخت کې به په زوره د دې ټاپو ځینې برخې بېرته ونیسي. واشنګټن وايي د دوی د اوږدمهاله بېلتون هر پرېکړه لیک به په سوله‌ ییز ډول وشي.

سوداګریزو تعرفو او بندیزونو پر ټایوان اغېز کړی. ټایوانی سوداګر ویکتور لین چې د انټرنېټ له لارې سوداګري کوي وايي: " د ډونلډ ټرمپ لیدلوری زموږ لپاره ښه دی او ښه ده چې داسې یو متحد ولرو او د بهرنیو، نظامي او سوداګریزو چارو کې موږ ته ډېر ډاډ راکوي."

په ۲۰۱۹ کې، د "ټانک سړی" په نامه بالون د تیانانمن ځپلو کلیزه کې پورته کړل شوی و

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ۲۰۱۹ کې، د "ټانک سړی" په نامه بالون د تیانانمن ځپلو کلیزه کې پورته کړل شوی و

لین په ټایوان کې بي بي سي ته وویل: "موږ یو مشر ورو لرو چې پرې تکیه کولای شو".

ښاغلي ټرمپ له ټایوان سره خپلې اړیکې پراخې کړې او په تېرو څو میاشتو کې دغو دواړو هېوادونو د یوه سوداګریز او دوه اړخیز تړون د وروستي کولو لپاره اساسي ګامونه اخیستي دي.

دغه ټایوانی سوداګر اندېښمن دی چې ښايي ښاغلی جو بایډن د بیجینګ د غصې پر وړاندې لمسوونکي ګامونه واخلي.

ښاغلی بایډن له چین سره د معاملې ملاتړی بلل کېده. سره له دې چې په دې وروستیو کې یې په دې اړه خپل دریځ بدل کړی، خو دا موضوع د ډېرو هغو ټایوانیانو غوږونو ته نه ده رسېدلې چې فکر کوي ښايي پر دوی به د چین برید نژدې وي.

ویتنام: د بې پروايۍ تر کچې زړور

د ټایوان له لومړي وزیر نګوین شان فاک سره د ډونلډ ټرمپ پر خوله موسکا ښکاري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټایوان له لومړي وزیر نګوین شان فاک سره د ډونلډ ټرمپ پر خوله موسکا ښکاري

واشنګټن او بیجینګ په تېرو پنځوسو کالو کې د ویتنام د خاورې پر سر جګړ کړي ده، خو سره له دې چې امریکا تر ډېر حده د دې جګړې لپاره بښل شوې، خو دغه سوېل ختیځ اسیايي هېواد لا هم د چین له ګواښه وېرېږي.

د سیاسي شنونکې لین نگوین په وینا، په ویتنام کې د ټرمپ مینه وال په دوو ډلو وېشل شوي: هغوی چې دی د سرګرمۍ او جذابیت لپاره خوښوي او هغه کسان چې د ده له سختو ملاتړو دي د امریکا سیاست تعقیبوي ځکه دوی پرې باور لري لکه ډېر هغه کسان چې په ټایوان او هانکانګ کې، چې فکر کوي ټرمپ په چین او ټایوان کې د کمونیستي حکومتونو پرضد یوازېنی سنګر دی.

سیاسي شنونکي باور لري چې یوازې داسې کس لکه ټرمپ چې د بې پروايۍ تر کچې زړور دی بدلون راوستلی شي.

چاپان: دا زموږ د ملي امنیت موضوع ده

مودې کېږي چې جاپان د امریکا یو شریک او ازښتناکه متحد په توګه پاتي شوی، خو کله چې ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، ډېر خلک د نوموړي د (لومړی امریکا) پالیسۍ لامله چې په اړیکو به اغېزه وکړي، غمجن شول.

اغلې ایشي

د عکس سرچینه، Andreas Illmer

کله چې دی واک ته ورسېد، ډېر ژر یې د ارام اقیانوس ترمنځ څو اړخیز سوداګریز توړن له منځه یووړ او ټینګار یې وکړ چې باید چاپان هلته د امریکايي ځواکونو د ملاتړ لپاره نورې پیسې هم ورکړي.

یوه چاپانۍ یوټیوبره یوکولشي وايي "دونلډ ټرمپ زموږ متحد دی. لوی دلیل چې چاپان یې ملاتړی دی ملی امنیت دی."

دا د چاپان په اوبو کې د چین الوتکو او نظامي کښتیو ته اشاره کوي. ډېر دغه مرکزونه د جنجالي ټاپوګانو سنکاکو شاوخوا. دا وايي موږ په امریکا کې داسې یو ولسمشر غواړو چې په یرغلیز ډول له چین سره وجنګېږي.

دا وايي فکر نه کوي چې له ډونلډ ټرمپ پرته بل څوک داسې ریښتنی او قوي حضور ولري.

ټرمپ او جو بایډن