د امریکا ټاکنو ته درې ورځې پاتې؛ د مرکزي ایالتونو پرسر د ټرمپ او بایډن لانجه

ټرمپ او بایډن

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې درې ورځې پاتې دي، د دیموکراتانو او جمهوريپالو دوه نوماندان جو بایډن او ټرمپ هغو مرکزي ایالاتونو ته د رایو راټولولو په تکل تللي چې په تېرو ټاکنو کې یې د دوی هرکلی نه و کړی. جو بایدن ایوا او ښاغلی ټرمپ مینه سوتا ایالتونو ته سفر کړی.

جو بایډن چې په نظر پوښتنو کې له خپل سیاله مخکې دی، تېره ورځ (اکتوبر ۳۰مه) ایوا ایالت ته ولاړ، هغه ایالت چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې له لس سلنې اختلاف سره ډونلډ ټرمپ له هیلیري کلینټن مخکې و.

ښاغلي جو بایډن په آیوا کې د ګونډ خپلمنځیو سیالیو کې له پیت بوجچیچ، برني سندرز، الیزابېت وارن او د ګوند له نورو نوماندانو سره ونه توانېد چې سیالۍ وکړي او د دې لامل شو چې په دغه ایالت کې د ده ټاکنیز کمپاین له لویې ماتې سره مخ شي.

ورسره هممهاله ډونلډ ټرمپ مینه سوتا ته له سفر سره دا وښودل چې هیلمن دی چې دغه ایالت کې چې په ۲۰۱۶ کال کې له لږ اختلاف سره، چې اغلې کلنټن یې هرکلی کړی و ځان ته ورجذب کړي.

د مینه سوتا مینیاپولیس ښار کې په تېرو شپږو میاشتو او د جورج فلویډ له مرګه وروسته، د پولیسو د تاوتریخوالي پر وړاندې اعتراضونه وشول او "د تورپوستو ژوند مهم دی" په نوم غورځنګ جوړ شو.

دغلته په دودیز ډول د دیموکراتانو نوماندانو ته رایه ورکړل شوې ده. جو بایډن چې د کورونا وېروس له خپرېدا راهیسې خپل ایالتي سفرونه محدود کړي و او د ټرمپ په څېر لویې غونډې یې نه کولې، رسمي ټاکنو ته پاتي څو ورځو کې ایالاتونو ته سفرونه پیل کړي دي.

دی پرون جعمه د آیوا یالت په ګډون ویسکانسن او مینه سوتا ته هم ولاړ.

ښاغلی بایډن چې د نظر پوښتنو له مخې په ملي کچه شاوخوا له لسو امتیازو سره مخکې دی، په حساسو او هغو ایالتونو کې چې سیالۍ زور اخیستی لکه فلوریډا، پنسیلوانیا، میشیګن او ویسکانس کې شاوخوا پنځه یا له دې ټیټې سلنې سره له ټرمپ واټن لري او دې کار د سږکال ټاکنو د وروستۍ پایلې وړاندوینه سخته کړې ده.

Joe Biden, left, and Donald Trump, right

د عکس سرچینه، Getty/EPA

د اکتوبر دېرشمه د جعمې په ورځ راپورونه خپاره شول چې تر اوسه ۸۵ امریکایانو د رایو مرکزونو ته خپلې رایې ورکړې دي.

دا په امریکا کې د ۱۱۰ کالو په اوږدو کې له وخت وړاندې رایې ورکولو نوی ریکارډ دی او تمه ده چې د سږکال ټاکنو کې به د ګډونوالو شمېر دومره لوړ شي چې د ۱۹۰۸ کال ریکارډ‌ به مات کړي.

د دې ریپوټونو په اساس، له ۸۵ میلیونو رایو، ۵۵ میلیونه خلکو حضوري رایه ورکړې.

ښاغلي بایډن کورونا وېروس سره د خپل سیال ډونلډ ټرمپ مبارزه د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو اصلي موضوع ګرځولې ده. پرون بایډن یو ځل بیا وویل: "ډونلډ ټرمپ د تسلیمۍ سپین بیرغ پورته کړی، خو نه خلک تسلیمېږي او نه هم زه."

ده همدارنګه سومالي توکمه امریکایانو په اړه وویل: "ډونلډ ټرمپ په بې شرمۍ سره سومالیایي کډوال چې امریکا ته د ښه ژوند لپاره راغلي او دې ایالت او هېواد ته یې خدمت کړی، له ترهګرو سره توپیروي. موږ داسې ولسمشر غواړو چې موږ ټول سره نژدې کړي نه دا چې زموږ په منځ کې بې اتفاقي راولي."

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ په مینیاپولیس ښار کې چې له ۱۹۷۲ کال راهیسې یې هېڅ یو جمهوريپال نوماند ته رایه نه ده ورکړې، خپلې کم بختۍ ته په اشاره وویل: "خو زه په مینه سوتا کې ډېر مینوال لرم ځکه چې ما مینیاپولیس ښار له ناورین وژغول."

د ټرمپ اشاره د دې ښار هغو ګډوډیو ته وه چې د جورج فلویډ له مړینې وروسته رامنځته شوې او د مې په وروسیتو کې د دې ښار د نارامیو د کنټرول لپاره هلته ملي ګارد ولېږل شو، خو په واقعیت کې د مینه سوتا دیموکرات والي مینیاپولیس ښار ته د ملي ګارد د ورتګ اجازه ورکړه.

د ویډیو تشریح، 'پلار به مې پرېنږدم چې ډونلډ ټرمپ ته رایه ورکړي'