د امریکا ټاکنې: ټرمپ او اوباما پر یو بل ملنډې او توندې نیوکې وکړې

د عکس سرچینه، EPA/Reuters
د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنیز کمپاین پرمهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او پخواني ولسمشر باراک اوباما یو پر بل سختې نیوکې کړې دي.
د ډیموکرات ګوند له خوا د ولسمشرۍ لپاره د نوماند جو بایډن په پلوۍ یوه غونډه کې چې په پنسلوانیا کې جوړه شوې وه، پخواني ولسمشر بارک اوباما اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو "لېونی تربور" وباله او تور یې ولګاوه چې ښاغلي ټرمپ توکمپالنې ته وده ورکړې.
خو شمالي کارولینا ایالت کې ولسمشر ټرمپ چې د جمهوریت پال ګوند نوماند دی، له دې امله پر ښاغلي اوباما ملنډې ووهلې چې د ۲۰۱۶ کال ټاکنو په تړاو تېروتلی و.
په داسې حال کې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې ۱۳ ورځې پاتې دي نظر پوښتنې ښیي چې ښاغلی بایډن لا هم په ملي کچه له خپل سیال ټرمپ د پام وړ مخکې دی.
خو په څو ایالتونو کې د دواړو نوماندانو ترمنځ واټن لږ دی، دا هغه ولایتونه دي چې رایه ورکوونکي یې ښايي یوه یا بل نوماند ته مخه کړي او رایه ورکړي او همدا دي چې د راتلونکې نومبر میاشتې پر درېیمه د کېدونکو ټاکنو لوری ټاکي.
ولسمشر ټرمپ څه وویل؟

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي ټرمپ پرون چارشنبه ماښام د یوې ټاکنیزې غونډې پرمهال تر ډېره خپلې خبرې د نیوکو په بڼه خپل سیال جوبایډن ته ځانګړې کړې وې.
ولسمشر ټرمپ وویل، رایه ورکوونکي اختیار لري چې د "ټرمپ لویې ژغورنې" او یا هم "د بایډن ژورې خواشينۍ" ته رایه ورکړي.
جوبایډن دا اونۍ له ټاکنیزو منډو ترړو لېرې او دې موده کې وروستۍ مناظرې ته چې په ځايي وخت نن شپه کیږي تیاری نیسي، خو ډونلډ ټرمپ په ټولو هغو ایالتونو کې ټاکنیزې غونډې کړې چې د سیالي اصلي ځای بلل کیږي.
ولسمشر ټرمپ پر پخواني ولسمشر بارک اوباما هم چې اګست میاشت کې له غونډو راهیسې یې په لومړي ځل د خپل دیموکرات ګوند د نوماند جو بایډن په ګټه غونډه جوړه کړې وه، نیوکې وکړې.
ښاغلي ټرمپ وویل: "هېچا هم د درواغجنې هېلري کلنټن لپاره دومره منډې ترړې نه وې کړې لکه چې اوباما وکړې، همداسې نه ده؟".
ټرمپ وویل: "فکر کوم یوازېنی کس چې هغه شپه تر هېلري کلنټن هم ډېر درواغجن و، هغه بارک حسین اوباما و".
بارک اوباما د ټرمپ په اړه څه وویل؟

د عکس سرچینه، Reuters
پخواني ولسمشر بارک اوباما تر ډېره د ولسمشر ټرمپ پر چلن او نامناسبه ژبه نیوکې وکړې. نوموړي فېلاډېلفیا کې د دیموکرات ګوند پلویانو ته وویل:
"که جو بایډن وګټله نو زموږ ولسمشر به داسې یو کس نه وي چې د خپل هر مخالف سپکاوی کوي او د بندي کولو ګواښ یې کوي. د یو ولسمشر لپاره دا ډول چلن نورمال نه دی ".
ښاغلي اوباما وویل، رایه ورکوونکي د خپلې کورنۍ له یو غړي هم د داسې چلن تمه نه کوي. هغه وویل چې خلک باید د ډونلډ ټرمپ ناسمه چلن ته جواز موندلو هڅه ونکړي، ځکه دا کړنې پایلې لري.
بارک اوباما وویل: "دوی (د ټرمپ پلویانو) خلکو ته جرات ورکړ چې ظالم، شر جوړوونکي او متعصبه و اوسي. دا چلن د ټولنې جوړښت خرابوي. چلن مهم دی. کرکتر مهم دی ".
نوموړي همدا راز ادعا وکړه چې ولسمشر ټرمپ ځان له کورونا نشي ژغورلی نو د امریکا ولس به څه وژغوري.










