هند د امریکا له راتلونکي ولسمشره څه غواړي؟

A composite image of US President Donald Trump, Indian Prime Minister Narendra Modi and US presidential candidate Joe Biden

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, زبیر احمد
    • دنده, بي بي سي

د سپینې ماڼۍ تابعیت لوړې مراسمو کې پنځه نویو امریکایانو برخه درلوده، خو یوې ته د ډېرو سترګې اوښتې. دا هندۍ الاصله سودها سندرې وه، چې سوفټوېرونو ماهره ده. اغلې سندرې چې د پاخه ګلابي رنګ ساړۍ یې اغوستې وه، په داسې حال کې په ویاړ سره خپله پېژندپاڼه پورته کړه، چې پر شونډو یې موسکا خپره وه.

د جمهوریت پالو کنوانسیون پر مهال د اګست پر ۲۵مه د دې مراسمو پر خپرېدو امریکا کې پریمانه نیوکې وشوې، او له تعصبه ډکه زور ښوونه وبلل شوه، خو هند کې بیا رسنیو په ویاړ سره د دې مراسمو رپوټونه خپاره کړل.

دوی ځکه پرې ویاړل چې د دوی یو خپل کس خپله د متحدو ایالتونو ولسمشر له لوري د امریکا یوه وګړي په توګه منل شوې وه.

د امریکا امګرېشن یا کډوالۍ قوانین هندیانو او هند ته مهم دي.

له دغه هېواده ګڼ تکنالوژي ماهرین د 'ایچ ون بي ' ویزې له اخیستو وروسته امریکا ته تللي او وروسته یې د هغه هېواد تابعیت تر لاسه کړی دی.

د دې ته په کتو سره عام نظر دا و چې ولسمشر به د هندي الاصله امریکایانو لپاره ډېر څه کړي وي، چې په دودیز ډول یې د دیموکراتانو پلوي کړې.

په سبمولیکه بڼه د ولسمشر له نیکې هیلې څرګندولو سره ښه احساس راوپارېد، او دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیک اړیکي تودېږي. هندي الاصله امریکایان د امریکا ولسمشر ته که ټرمپ او که بایډن وي، رایې ورکولای شي، خو په دوی دواړو کې که هر یو ولسمشر شي، هند ته به څه ورکړي؟

د سوفټویر ماهره سودها سندري نراینن په ځانګړو مراسمو کې د ولسمشر ټرمپ په لاس د امریکا تابعیت ترلاسه کړ

د عکس سرچینه، RNC handout via Reuters

د عکس تشریح، د سوفټویر ماهره سودها سندري نراینن په ځانګړو مراسمو کې د ولسمشر ټرمپ په لاس د امریکا تابعیت ترلاسه کړ

امریکا په هغو برخو کې چې مرسته یې له لاسه کېږي، ښه ډېره مرسته کړې.

د هند په شمال کې د همالیه غرونو لمنو په لداخ سیمه کې له چین سره د خاورې ملکیت په یوه شخړه کې ښکېل دی. دواړو هېوادونو له اپریل راهیسې په سیمه کې تر پنځوس زرو پورې پوځیان ځای پر ځای کړي دي او په ځینو برخو کې خو د دې پوځیانو تر منځ واټن له ۲۰۰ متره هم لنډ دی.

ماهرین په دې اند دي، چې په سیمه کې یوه کوچنۍ غیر ارادي انضباطي تېروتنه د یوې لویې پوځې شخړې لامل کېدای شي.

د اتومي وسلو لرونکو ګاونډیانو تر منځ لداخ سمیه کې د جون میاشت کې نښتې وشوې، تاو تریخوالی ډېر شو او پوځیان یې یوه بل ته مخامخ ودرېدل.

امریکا بیا پرلپسې په دې شخړه کې هند ته د مرستې وړاندیز کړی دی. د روانې میاشتې لومړیو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل: ''دوی (هند) باید په دې جګړه کې د امریکا اتحاد او ملګرتیا تر لاسه کړي. ''

چین او لداخ

د چین او هند تر منځ د همالیه غرونو کې پرلپسې نښتې شوې
د عکس تشریح، د چین او هند تر منځ د همالیه غرونو کې پرلپسې نښتې شوې

ځینې هندي دیپلوماتان په دې باور دي، چې له هغو سیمو چې د نیول کېدو ادعا یې کېږي، د چیناینانو ایستلو فشار لپاره باید هند امریکا تر څنګ ولري، او دغه راز نور سیمه ییز قدرتونه هم د ځان پلوي کړي.

هند، امریکا، اسټرالیا او جاپان د کیو یو اي ډي په نامه یوه ډله لري. دې ډلې په اکتوبر کې توکیو کې یوه غونډه وکړه.

هدف یې د امنیت جاج اخیستل و او په ځانګړې توګه دا چې څنګه چین ته ځواب وویل شي، چې ورځ تر بلې یې ادعاوې په ډېرېدو دي. ځینې په دې اند دي چې امریکا غواړي دغه ټلواله ناټو ته په یوه ورته سازمان بدله کړي.

دا احتمالي طرح ځکه د ډېرو زړه ته لوېږي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیک اړیکي خورا تاوده شوي دي.

هند په دودیز ډول ناپیلی و او د سړې جګړې پر مهال او بیا وروسته پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال یې هم همدا پالیسي درلوده، خو د ۲۱ پېړۍ جیو پولیټکس د دغه هېواد بهرنۍ تګلاره بدله کړه.

امریکا، اسټرالیا، جاپان د قواد په نامه یوه ډله کې شامل دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا، اسټرالیا، جاپان د قواد په نامه یوه ډله کې شامل دي

د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر بل کلنټن په ۲۰۰۰ م کال کې هند ته لاړ.

هند یې وهڅاوه، چې د امریکا اتحادي شي او دا په ربع پېړۍ کې هند ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی سفر و. د امریکا او هند تر منځ اړیکو کې د ښاغلي کلنټن هغه شپږ ورځنی سفر خورا مهم پړاو بلل کېږي. له دې مخکې د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړیکو ته د (پردي شویو جمهوریتونو) نوم ورکول کېده.

وروسته د ولسمشر جارج بش د سفر پر مهال له هند سره د امریکا اتومي هوکړې دې اړیکو ته نور ستراتیژیک عمق ور په برخه کړ.

ولسمشر اوباما بیا هند ته دوه ځله رسمی سفرونه وکړل. سږ کال د فبرورۍ پر ۲۵ مه ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند ګجرات په یوه لوبغالي کې چې د ده هرکلي ته له راغلیو خلکو ډک و، د وینا پر مهال د هند او امریکا اړیکو په اړه وویل:

''دا (دوه اړخیز اړیکي هېڅکله داسې ښه نه و، لکه اوس چې دي. ''خو اوس چې امریکا د مرستې وړاندیز کړی، هند یې منلو ته تمایل نه دی څرګند کړی.

پخواني ولسمشر بل کلینټن لومړني امریکایی ولسمشر و، چې ربع پېړۍ وروسته یې هند ته سفر وکړ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پخواني ولسمشر بل کلینټن لومړني امریکایی ولسمشر و، چې ربع پېړۍ وروسته یې هند ته سفر وکړ

دې لړ کې د هند پیکه لیوالتیا ښايي ډېر لاملونه لري. د لندن ویسټ منسټر پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو څانګې پروفیسره نتاشا کوول د امریکا پر ژمنتیا بې باوره ده. نوموړې بي بي سي ته وویل:

''په داسې حال کې چې د امریکا په بهرنۍ پالیسي کې په نړیواله کچه ژمنتیا په کمېدو ده، د ټرمپ حکومت مسوولینو د خولې څرګندونې اهمیت نه لري. د مرستې او منځګړیتوب داسې وړاندیز چې چین یې غوڅ مخالف او هند هم ورته زړه نازړه دی، ډېره لویه خبره نه ده. ''

ډاکتره کوول زیاتوي، که امریکا له زړه هم غواړي مرسته وکړي، دا ګرانه ده، چې څوک پوه شي امریکا په لداخ کې څه ډول مرسته کولای شي؟

نوموړې وايي:

''امریکا د پوځي استخباراتو کې (محدوده) برخه اخیستلای شي، یا د تجهیزاتو او روزنې برخو کې، او په ورته مهال امریکا چین ته سمبولیک پیغامونه لېږي، چې د تاو تریخوالي له ډېرولو ډډه وکړي. ''

Composite image showing Xi Jinping, Narendra Modi and Donald Trump

د عکس سرچینه، EPA/LUONG THAI/REUTERS/Adnan Abidi/Jonathan Ernst

بل لور ته امریکا تر لسیزو پورې د پاکستان نژدې اتحادي و او د ګڼ شمېر هندیانو لپاره به ګرانه وي، چې د باوري ملګري په توګه یې ومني.

د سویډن اپسالا پوهنتون کې د سولې او شخړې څانګې استاد پروفیسر اشوک سواین وايي، د هندیانو لپاره پر امریکا باور کول ګرانه چاره ده:

''امریکا د هیچا باوري ملګری نه و او د ټرمپ واکمني کې دا لا ډېر څرګنده شوه. د چین غوندې قوت سره مساله کې د هند لپاره د امریکا کارت نه چلېږي. ''

په سمبولیکه توګه د لومړي وزیر مودي او ولسمشر ټرمپ تر منځ ملګرتیا ښه ښکاري، خو دیپلوماتان بیا پوښتنه کوي، چې اصلاً د دوه اړخیزو اړیکو لړ کې څومره کار شوی؟

دوه اړخیز ملاتړ

نریندرا مودي او ډونلډ ټرمپ تاوده اړیکي لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نریندرا مودي او ډونلډ ټرمپ تاوده اړیکي لري

پخوانۍ دیپلوماته نیلم دیو چې دوه ځله یې په امریکا کې دیپلوماتیک دنده ترسره کړې، بي بي سي ته وویل:

''د ولسمشر ټرمپ واکمنۍ کې موږ ډېر پرمختګ کړی، د لومړي وزیر مودي او ولسمشر ټرمپ تر منځ تاوده اړیکي شته، خو دا پرمختګ ورو دی، او موږ غواړو چټک شي. ''

هند تر اوسه د امریکا مرستې له منلو انکار نه دی کړی، خو د منلو لړ کې یې هم څه نه دي ویلي. پروفیسر سواین وايي، هند به د نومبر تر دریېمې انتظار کوي، چې د امریکا ټاکنو پایله څنګه کېږي، خو دیپلوماتان په دې اند دي، چې ډېر څه به بدل نه شي.

د هند لپاره له پالیسۍ پرته ولسمشر ټرمپ او دیموکرات سیال یې جو بایډن نژدې پر هره موضوع د یوه بل مخالف دي. پخوانۍ هندۍ دیپلوماته وايي، د هند لپاره د امریکا پالیسي په واشنګټن کې له دوه اړخیز ملاتړه برخمنه ده.

نیلم دیو وايي:

''دا لومړی ځل نه دی، چې جمهوریت غوښتونکي او دیموکرات کاندیدان د هند په هکله یوه خوله دي. د ولسمشر کلنټن له واکمنۍ راهیسې امریکا ولسمشران هند ته راځي. ولسمشر اوباما دوه ځله موږ ته راغی، نو د دواړو ګوندونو د ولسمشرانو واکمنۍ په صورت کې اړیکي وده کوي. ''

داسې ښکاري چې له چین سره د هند د مخامختیا په صورت کې به له ټاکنو وروسته هم د امریکا د مرستې وړاندیز دوام وکړي، خو دا هېڅ معلومه نه ده، چې د هند غبرګون به څنګه وي.